The history and pashto programs of Quetta radio station.by Dr,Liaquat Taban
ريډيو ريډيو سټېشن کوټه:- په نني نړېوال کلي کي د رسنيو د پرمخ تللو وسيلو سربېره د ريډيو د ارزښت څخه څوک هيڅکله سترګي نه شي پټولای بلکې دا ويل به بې ځايه نه وي چي ريډيو نن ورځ خپل ارزښت نور هم زموږ دپاره زيات کړی دی. هغه ځکه چي زموږ سيمه په جګو دنګو غرونو، پراخو ناوو، اوږدو درو او په پلنو ميداني سيمو خوره ده او په دا سيمو کي د رسنيو جديدي لاري دومره ژر رسول او هوارول وخت غواړي نو ځکه په دې پېړۍ کي هم ريډيو خپل هغه ارزښت له لاسه نه دی ورکړی ځکه به موږ لنډ را وګرځو او د کوټي ريډيو په ذکر سره به خپله خبره پېل کړو چي د سهېلي پښتونخوا لومړۍ خپروني له هم دې سټېشن څخه پېل شوي دي. د پاکستان د جوړېدو پر وخت په پېښور او لاهور کي د ريډيو مرکزونه (سټېشنونه) موجود وو. د کوټي ريډيو سټېشن پر ۱۷، م اکتوبر ۱۹۵٦ع کي پرانستل شو د دې دستورې مشر د کوټي ډويژن کمشنر معيز الدين احمد وو. دا سټېشن په لومړي وا ر د سرياب واټ د يو کرايې په کور (مکران هاؤس) کي د يو کلو واټ ټرانسميټر څخه د خپلو خپرونو پېل وکړی. دا وخت په سټېشن کي دوې سټوډيوګاني وې چي يوه د خبرونو، ويناګانو او تبصرو لپاره او بله د...