Posts

Showing posts from April, 2020

Dr.Liaquat taban and his mysterious work,By farooq sarwer

Literary chat By Farooq Sarwar Daily Balochistan Express 28th April 2020 "Dr Liaquat Taban and his mysterious world" At present Dr Liaquat Taban is an important figure in the world of Pashto literature, but how he got a higher position, because he is very young and it is very difficult for a young person to gain top in the world of literature? It is also hard , challenging and crucial for a new comer in this painfull and wearisome world to achieve the popularity overnight, but Dr Liaquat Taban proved that it is very easy. Now again the question arises that how and why he proved it and how it became very easy for him. Is he a magician or he has a special magic to it. Indeed, Doctor got and captured the idea that what is the exact formula for best fiction. So he wrote two novels in his own mother language Pashto and I think the both creations are very successful, outstanding and amazing and I hope very soon the day will come that we see the translation of both ...

Kazim khan shaida,a famous pashtoo poet.part 2.شيدا د تصوف د کومي نظریې پلوی دی؟ دويم قسط

په اووو منقبتو کې شيدا يو منقبت د خپل پير حضرت غلام معصوم په عقيدت کې ليکلی دی. حضرت غلام معصوم په اووم پشت کې حضرت شېخ احمد مجدد الف ثاني د کوسي زوئ (کودی) دی. شيدا خپل پير ته د عقيدت داسې ګلونه وړاندې کوي. لکه نمر په جهان سلوم دی زما پير غلام معصوم دی عجب شاه د ولايت دی بلکې ماه د هدايت دی(۸۸) په دغه منقبت کې دا شعر د شيدا په شهوديت ګواهي ورکوي. په عروج د خيال همتاز ؤ د نزول په حال ممتاز ؤ عروج: (ع) ختل، معراج په معنا د پوړۍ يا زينې همتاز: (ف) تېز، تند ممتاز: (ع) بېلول، توپير، تميز په دې شعر کې د قرآن مجيد دې آيت ته اشاره ده چې تميز من الغيظ يعني له خشم څخه و پټکېدی د حضرت محمد لومړۍ تجلي د عالم نزول په خوا ښکاره شوه. دې ته حقيقت محمديه او برزخ کبری ويل کيږي. بيا د وحدت الوجود د دويمې تفصيلي تجلي مقام يا مرتبه راځي. دا مقام د وحديت دی. او دا شی د آدم يعني انسان حقيقت دی. دغه ډول په قدم قدم د عرفان دا منزلونه تر سره کېدل، بالاخر بيا ذات د اسم باطن څخه په اسم ظاهر کې ښکاره شو. دا عقيده د وحدت الوجود د منونکيو ده. د دوئ په عقيده په ذات و صفات کې د عينيت (د يو شي ...

شيدا د تصوف د کومي نظریې پلوی دی؟. لومر ی قسطpart one .Kazim khan shaida alegened pasto poet

شيدا   د تصوف د کومي نظر ی ې پلوی دی؟ تصوف د ډېرو معناؤ سربېره يوه معنا د قربت او يو والي هم لري . د تصوف مقصد د خدای پاک په ذکر کې زړۀ لګول دي چې د ده په چپه په زړۀ کې د بل شي طلب پاته نه شي . د صوف کلمه له صفا، صف ،اهل صفه او صوف څخه اخيستل شوې ده چې معنا ئې د اون ده يعني چې څوک د وړۍ کالي واغوندي او له دنيا کناره شي . قرآن پاک و صوفيانو ته د فقراء خطاب ورکوي اللفقرء المهاجرين الذين ژباړه : هغه مهاجر و فقراء چې له خپلو کورونو ايستل شوي دي . د تصوف دارږښت په اړه دا ويلای شو چې د انسان لوئي او پر مختګ د دوو شيانو جسم او روح سره تړلی دی او د هر يوه دوې برخې وي . ظاهري او باطني ( ښکاره او پټ ) د انسان ظاهري   خوا له بهرني چاپېريال او باطن ئې له ذهني چاپېرياله خړوبيږي اديان هم د ظاهر و باطن دا   د وېښ مني او اسلام دې ته د طريقت او شريعت نومونه ورکوي چې يو په عبادت اوکړو وړو   او بل په سل...