سوشل میډیا او پښتانه.Social media and pashtoon.Dr.Liaquat Taban


سوشل میډیا او پښتانه

یوویشتمي پېړۍ د خپل پیل سره سم په نړۍ کي ډېر بدلونونه راوستل. د ۱۱\۹ پیښي او سوشل میډیا (ټولنیزي رسنۍ) راتګ نړۍ ولړزوله. ۱۱\۹ د نړۍ پر سیاست او ټولنیزو رسنیو د انسان پر ژوند داسي اغیز وکړی چي انسان یې تر اوسه پوري سم ادراک کولای نه سي. ولي په څومره تېزي سره چي سوشل میډیا مخ په وړاندي روانه ده هغه د انساني ټولني د دماغي صلاحیت څخه څو چنده زیات رفتار لري. انسان چي له یو شي سره ځان بلدوي په دا بله ورځ څو نور نوي شیان د دغه رسنیو له لاري رامنځ ته سوي وي. د پرمخ تللي هېوادو په پرتله زموږ غوندي پر ځای ولاړي ټولني خو په دې اړه دومره شا ته دي چي موږ یې تصور هم کولای نه سو. ولي پرمخ تللي هېوادونه د زیات تعليمي کچي سره سره د خپلي ژبي له کبله هم له دې شیانو سره ژر بلد کیږي. د دوی په پرتله هغه ټولني چي علمي کچه یې ټیټه او ژبه غلامه وي هغه د ژوند له نورو مشکلاتو سره له دې بلا سره هم لاس و ګرېوان دي. راسئ وګورو چي دا ټولنیزي رسنۍ (سوشل میډیا) څه ته ووايي او پر انساني ټولنه یې څه اغیز کړی دی او پښتانه په داسي حالاتو کي له کومو حالاتو سره مخامخ دي.
د ټولنیزي رسنۍ تعریف:ـ
ټولنیزي رسنۍ (سوشل میډیا) له کمپیوټر سره تړلي هغه وسایل دي چي په افرادي او ډله ایز توګه خلګ خپل تخلیقي، فکري او هنري شیان په عملي ډول د جال (NETWORK) له لاري سره شریکوي.(1)
سوشل میډیا د ټیکنالوجي له لاري بیلي بیلي بڼي لري لکه بلاګ، مایکرو بلاګونه، تجارتي جال، ټولنیز جال، فورمونه او داسي نور.
په دې توګه ډلي او افراد خپل فکرونه، عکسونه، فلمونه، ټولنیزي چاري، لوبي، ویډیوګاني او تجارتي اړیکي سره شریکوي او ټینګوي.(2)
سوشل میډیا د نورو عادي رسنیو لکه پرنټ او الیکټرونک میډیا څخه په څو جهته بېله او توپیر لري لکه:
۱:- په عادي رسنیو کي د خبرونو خپرولو یوه لار وي، اورېدونکي، کتونکي او لوستونکي یې ډېر وي خو په ټولنیزي رسنۍ کي ډیري لاري د ډیرو خلګو لپاره وي.
۲: په پرنټ او الیکټرونک میډیا لکه اخبارونه، مجلې، ریډیو، ټیلي وژن او فلم څخه خلګ خبرونه، علمي معلومات او نور مواد ترلاسه کوي خو هلته رسېدل د هر چا په وس کي نه وي.
۳: د معیار له پلوه عادي میډیا خپل یو مرکزیت لري. ځکه دوی خپل معیار اوچت ساتلی وي.
۴: سوشل میډیا هر څوک کارولای سي او زیات یې کارولای سي.
۵: خبرونه، اعلانونه او اشتهارونه په سوشل میډیا ډېر اسانه، ارزانه او بې شمېره خپریږي خو په دې هکله په عادي میډیا کي خرڅه زیاته راځي.
۶: عادي رسنۍ د سرکار یا نورو څانګو وي خو سوشل میډیا د هر چا کېدلای سي او هر څوک ور رسېدلای سي.
۷: د عادي رسنیو لپاره هنري (SKILLED) کسان په کار وي او د هغو روزنه کیږي لاکن په سوشل میډیا هر څوک ننوتلای سي.
۸: په عادي رسنیو کي یو شی په شپو، اونیو یا میاشتو کي رسیږي او یا خپریږي. د دې په پرتله په سوشل میډیا هر څه ډېر ژر خپریږي.
۹: په عادي میډیا کي که چیري یو مضمون خپور سي نو بیا په هغه کي بدلون نه سي کېدی د دې په پرتله په سوشل میډیا کي مضمون له سره تنظیمول یا مرتب کول (EDITING) او پر هغه نظر ورکول هر وخت کېدلای سي.
سوشل میډیا کارول او تنظیمول (MANAGING):-
ټولنیزي رسنۍ خلګ څرنګه وکاروي؟ په څه ډول کي شریک سي او څه ځیني ترلاسه کړي؟ دا هغه پوښتني دي چي هر څوک ورته لېواله دي:
جان اېچ کیډز مین (JAN.H, KIETZ MANN) په ۲۰۱۱ کي د سوشل میډیا د جال تعریف داسي کړی وو:
هغه جال له کومه چي سوشل میډیا له اوو لارو څخه وکارول سي (FUNCTINIG BUILDING BLOCK) دغه ته (HONY COMB) جال هم وايي او د دې بل تعریف داسي کیږي چي د سوشل میډیا کارونه د اوو کارونکي بلډنګ بلاک د ټولو یا له یو څو څخه کیږي.
د بېلګي په ډول لِنکډ اِن (LINKED IN) خلګ د خپلي پېژندګلوۍ، شهرت، اعتبار او تعلق لپاره کاروي.
یو ټیوب (YOU TUBE) د ویډیوګانو د شریکولو (SHARING)، خبرو اترو، د ډلو او افرادو د شهرت لپاره کارول کیږي. دغه ډول ټویټر، فیس بُک او ګوګل هم کارول کیږي.
د سوشل میډیا د فنکشنل بلډنګ بلاک اووه لاري په دا ډول دي:
۱: پېژندګلوي (IDENTITY):-
په دې کي خلګ خپل نوم، عمر، جنس، کار، علمي صلاحیت، خپل ځای او نور معلومات ورکوي.
۲: خبري اتري یا مکالمه (CONVERSATION):-
له دې لاري خلګ نوي نوي ملګري پیدا کوي، له هغو سره خپل خیالات، هنري استعداد، مینه، علمي بحث، سیاسي نظریات، مذهبي اړیکي، موسمي تغیرات، معاشي لانجې او هر ډول بحثونه کولای سي.
۳: شریکول (SHARING):-
له دې لاري هر ډول شیان له یو بل سره شریکوي، تقسیموي او نور شیان وصولوي.
۴: موجودتیا یا شتون (PRESCENCE):-
د خپلو ملګرو ځای او استوګنه معلومېدلای سي چي هغه دا وخت پر ځای موجود دی او زه تماس ورسره نیولای سم که نه؟
۵: اړیکي (RELATIONSHIP):-
د هر ډول اړیکو ساتلو او جوړولو لار برابروي.
۶: شهرت او اعتبار (REPUTATION):-
له دې لاري خلګ دا کولای سي چي هغه تر کومه حده نور خلګ په خپلو خیالاتو، فکرونو او هنر پوهېولای سي او د ده دا ځانګړني ته خلګ په کوم نظر ګوري. دا شی د ده د شهرت او اعتبار وړ هم ګرځي.
۷: ډلي جوړول (GROUPS):-
له دې لاري د خپل خپل مطلب او کار په اړه ډلي (COMMUNITIES) جوړیږي. چي څومره څومره سوشل میډیا پراخیږي هغومره نوري کوچنۍ ډلي هم مخ ته جوړیږي.
د ټولنیزي رسنۍ د خبرونو په اړه اغېز:-
د خبرونو په اړه سوشل میډیا پر ټولنه داسي اغېز کړی دی چي عادي رسنۍ یې لاهم پرېشانه کړي دي ځکه هره عادي رسنۍ اوس لګیا په سوشل میډیا هم خپل ټول مواد خپروي. په دې اړه د یوې څېړني له رویه ٪۸۰ امریکايي ځوانان چي څه وخت نېټ کاروي په هغو کي لږ و ډېر ٪۶۰ په سوشل میډیا بوخت وي.(3)
د سي این این د یو رپورټ په برابر زیاتره امریکایان خبرونه د اخبار او ریډیو په نسبت له نېټ څخه زیات اخلي. په دوی کي ۴/۳ کسان وايي چي موږ خبرونه د برېښنا لیک (اي مېل) یا ټولنیزو رسنیو له بیلو بیلو برخو څخه اخلو یا وایو.
د سي این این د ۲۰۱۰ یو بل رپورټ وايي چي ٪۷۵ وګړي خبرونه د برېښنا لیک (اي میل) یا سوشل میډیا له لاري اخلي او مخ ته یې هم استوي او ٪۳۷ وګړي د فیس بُک یا ټویټر له لاري دا خبرونه سره شریکوي.
د خبرونو موضوع هم جالبه وي.
په امریکا کي ٪۸۱ کسان پر نېټ لومړی سر د موسم حال معلوموي، ٪۷۳ قامي خبرونه، ٪۵۲ د لوبو او ٪۴۱ وګړي تفریحي او نور خبرونه ګوري.
د دې څېړني له رویه په دې کسانو کي ۳/۲ له ۵۰ کلونو څخه کم دي او ٪۳۰ عمرونه تر دیرشو کلونو لا هم کم دي.
دا څېړنه دوی پر ۲۲۵۹ کسانو وکړه چي ټولو د اتلس کلونو څخه زیات عمر درلود. دوی په دې څېړنه کي د دوی عادتونه هم وڅېړل لکه په دغه کسانو کي ٪۳۳ تنکي ځوانان خبرونه د سوشل میډیا څخه، ٪۳۴ له ټیلي وژن او ٪۳۳ د پرنټ یا ډیجیټل آلاتو څخه لولي.
په امریکا کي د فیس بُک، ګوګل او لِنکډ اِن (LINKED IN) څخه د خبرو اورېدو کچه کمه ده یعني یوازي ٪۱۹ ده.
یوه بله جالبه خبره په دې اړه دا ده چي د ټویټر ٪۳۶ کارونکي خپل اکاونټ د ژورنالسټانو او نورو تنظیمو سره ګډوي او د هغو پیروي (FOLLOW) کوي.
دا ټول اعداد او شمېر موږ ته دا را ښايي چي سوشل میډیا له نورو اړخونو سره د خبرونو اورېدلو انداز هم د ځان په خوا را اړولی دی. سوشل میډیا په دومره تېزي سره تر خلګو رسیږي چي د سترګو له رپ سره هم تشبیه ورکولای سو.
د ټولنیزي رسنۍ ګټي:-
۱: سوشل میډیا په پراخه کچه د اړیکو جوړولو، خبر رسولو، معلوماتو او علم خپرولو ارزانه او اسانه لار ده چي په انټر نېټ دا وخت د نورو جالو په پرتله تر ټولو زیات کارول کیږي.
د بېلګي په ډول په جولايي ۲۰۱۲ کي په امریکا کي د موبایل او شخصي کمپیوټر (P.C) له لاري خلګو ۱۲۱ بلین منټّ پر سوشل میډیا تېر کړی. دا کچه د کال ۲۰۱۱ د جولايي په پرتله ٪۹۹ زیاته ده په کومه کي چي ۶۶ بلین منټه وخت کارول سوی وو.
یو لیکوال ریټا سوفرانیک (RITA SOFRANAK) په خپل یو مضمون کي لیکي چي د نوري نړۍ په پرتله په منځني ختیځ (مشرق وسطْی) او د شمالي افریقه په هېوادو کي د ۲۵ کلونو څخه کم ځوانان د دې هېوادو د آبادۍ ٪۴۵- ۳۵ برخه جوړوي او دغه ځوانان د سوشل میډیا زیات کارونکي دي. د بېلګي په ډول په دوی کي ۱۷ ملین ځوانان فیس بُک او ۲۴ زره ټیوټر کاروي او ۴۰ خپل روان بلاګ لري.(4)
۲: د خبرونو رسولو د سوشل میډیا دا جال په هر هېواد کي جلا جلا لار، ارزښت او محبوبیت لري. لکه د یوې څېړني له رویه په برازیل کي ٪۶۰، سپین کي ٪۴۵، برطانیه کي ٪۳۰ او جاپان کي ٪۱۲ وګړي آن لائن خبرونه اوري.(5)
۳: د ټولنیزو رسنیو له لاري یادداشتونه خوندي کیږي. د نوي ایجاداتو په اړه علم زیاتیږي. خپل ځان په خلګو پېژندل کیږي. دوستان او ملګري کي جوړېدای سي.
۴: د نوي شیانو پیدا کول، په خپله خوښه برخه کي اخیستل، د بلي ویب پاڼي څخه معلومات ترلاسه کول او هغه منظم او ترتیبول، په دې توګه علم وسیع کیږي. ویکي پیډیا (WIKI PEDIA) د دې یوه بېلګه ده.
۵: سوشل میډیا یو طاقتور تجارتي جال هم لري دا یو پراخ جال دی. چي کمپنیانو ته د تجارت کولو او اړیکو ټینګولو ډیري موقعې ورکوي. په دا ډول دوی د یو بل تجارتي شیان پېژني. د هغو ساخت او هئیت ور معلومیږي. د نیټ له لاري د مارکېټنګ په سوب شیان اسانه او ارزانه پیدا کیږي. تجارت آن لاین کیږي. هره ورځ د هر شي نرخ معلومېدلای سي.
۶: د سوشل میډیا تر راتګ دمخه په امریکا کي د کالج د داخلو لپاره (SAT) سکور کتل کېدی له هغه سره د لوستونکي تعریفي اسناد ، د نصاب په چپه فعالیتونه او د هايي سکول نمبران کتل کېدل خو اوس دا حال دی چي په کال ۲۰۱۲ کي داخله ورکوونکو افسرانو د لوستونکو معلومات ٪۲۷ له ګوګل او ٪۲۶ د فیس بُک له لاري ترلاسه کړل.(6)
۷: د ټویټر له لاري د کلاس وروسته د لوستونکو بحثونه د دوی معلومات ور زیاتوي. دوی ته زړورتیا ورکوي او د دوی ذهني استعداد (IQ) ور پراخوي.
۸: د سوشل میډیا کارونه د ماشوم تخلیقي او د زده کړي قوت زیاتوي. له دې لاري د دوی د کلاس او کور کار هم اسانه سوی دی.
۹: سوشل میډیا نړۍ را نژدې کړې ده. د فاصلو ارزښت له منځه تللی دی. نړۍ یې یو کلی جوړ کړی دی. سیاسي، مذهبي او فکري مخالفین یې را یو ځای کړي دي.
۱۰: د جنس فرق له منځه تللی دی.
۱۱: د سکایپ او نورو ویب پاڼو له لاري لېکچر، تقریر او وینا د انسان ډېر مصیبتونه را کم کړي دي.
۱۲: د فیس بُک، ټویټر او نورو له لاري ځانګړي ګروپونه چي کوم بحث کوي هغه د ژوند د هر ډګر مشکلات راکم کړي او علم یې وسیع کړی دی. د بېلګي په ډول که د نړۍ په یو ګوټ کي یو ځانګړې ناروغي یا ناروغه پیدا سي د هغه په بابت چي کله د پوهانو نظرونه وغوښتل سي نو د سمندر په څېر هر علم په لږ وخت کي په کوزه کي را بند سي او د انسان په ګټه تمام سي.
د ټولنیزو رسنیو تاوانونه:-
ګټه او تاوان د ژوند دوه بېل اړخونه دي او په هر شي کي سره څنګ په څنګ روان دي. د بیخي ډیرو ګټو سره سوشل میډیا هم تاوانونه لري. د دې تاوانو مسؤلیت زیاتره د افرادو او د هغه ټولني د کړو وړو او علمي استعداد، کلتور او حالاتو غمازي کوي لکه:
۱: سوشل میډیا د نوو ځوانانو (TEENS) پر دماغي صحت ډېر اغېز کړی دی. هغه ځوانان چي فیس بُک زیات کاروي په هغو کي زیاتره د ټولني ضد کارونه کوي. د نرګسیت ښکار او تُند مزاجه سي.
۲: نوي ځوانان له اشتهاراتو څخه ډېر ژر اغېزمن کیږي او د هغه شیانو د رانیولو عادت خپلوي چي هغه په هر ډول او هر قیمت وي. او دا قیمت د جنګ، غلا یا خواست تر حده رسیږي.
۳: د ۲۰۰۴ څخه چي کله فیس بُک ایجاد سوی دی دا له ډیرو ځوانانو سره سره د هر عمر کسانو لپاره د وخت ضایع کولو پیلامه ګرځېدلی دی.
۴: پر انساني ذهن یې د زده کړي او سوچ کولو لاري را تنګي کړي دي ولي د سوشل میډیا کارونکي هر وخت د بل خیالات سره اړوي را اړوي. ځکه د ده په خیالاتو که څه هم بندیز نسته لاکن د سوچ دایره یې راتنګوي. په دې اړه نیکالوس کار (NICHALOS CARR) وايي:
تېزه سوشل میډیا او ژور او کرار (DEEP, SLOW) خیالات له یو بل سره په ښه توګه نه پیوست کیږي.
دا خبره او دا عمل د انسان په ذهني او تخلیقي عمل بد اغېز کوي. په ځانګړې توګه د هنري او تخلیقي کسانو لپاره دا ښه خبر نه دی.
د رسنیو یو پوه مارشل کوهان (MARCHALL MCHUHAN) په کال ۱۹۶۰ کي دا ویلي وه چي رسنۍ یوازي غیر فعاله معلومات نه رسوي بلکې د خیالاتو زېرمه هم انسان ته ورکوي او د خیالاتو عملي بڼه هم ور جوړوي.
۵: سوشل میډیا په تعلقاتو کي پراخوالی پیدا کوي. لاکن تعلقات ژور کولای نه سي. کوم چي انسان غواړي یعني هر لاس ملاوېدونکي دوست نه سي کېدلای.
۶: پر نېټ خلګ یوه رویه ساتي او په عادي ژوند کي ګرسره بېل انداز لري. دا شی په انسان کي خوف، بې اعتباري او اضطرابي کیفیت پیدا کوي.
۷: په ۲۰۱۳ کي (PUBLIC LIBRARY OF SCIENCES) یوه څېړنه کړې وه چي څوک فیس بُک زیات کاروي هغه د ځان د درناوی (SELF-ESTEEM) په ټیټه درجه کي راځي چي دا هم یوه ذهني ناروغي ده.(7)
۸: سوشل میډیا چي د چا عادت (ADDICTION) جوړ سوی دی په هغه باندي نن سبا کار لګیا دی ویل کیږي چي دا یوه نفسیاتي لانجه ده.
۹: د سوشل میډیا زیاته کارونه د سایبر کرایمز یعني جرمونه ډېر زیات کړي دي. له دې سره یې جنسي اړیکي او جرمونه دومره زیات کړي دي چي د شرم تر حد لاهم تېر سوي دي. له دې سره یې د انسان خوب هم ور خراب کړی دی. له دې ټولو سربېره دا هم سوي دي چي انسان د انسان لیدلو ته وږی دی. سوشل میډیا د مخامخ لیدلو مواقع کمي کړي دي. (8)
۱۰: ماشومان او تنکي ځوانان یې د شرابو، تمباکو، تره ګرۍ او جنسي اړیکو سره مخامخ کړي دي.(9)
۱۱: سوشل میډیا پر ملازمت پیدا کولو ډېر بد اغېز کړی دی. د ځوانانو د سوشل میډیا له لاري د نوکرۍ مارکېټ ته ورتګ د دوی لپاره د زیاتو مشکلاتو سوب جوړیږي.
په ۲۰۱۳ کي د شپږو هېوادو د ۱۷۰۰ ځوانانو یوه څېړنه وسوه. د دې ځوانانو عمرونه د ۳۴- ۱۶ کلونو پوري وه. په دوی کي په هر سلو ځوانانو کي یو کس په دې سوب د نوکرۍ لپاره قبول نه سو چي دوی آن لاین کوم نظر (COMMENT) ورکړی وو.(10)
دغه ډول د کال ۲۰۱۴ د یوې څېړني له رویه ٪۹۳ امیدواران د سوشل میډیا له لاري وڅارل سول. (11)
۱۲: په کلاس، وارډونو او د لوست په نورو ځایونو کي د سوشل میډیا کارونه دومره زیاته سوې ده چي یو خو یې استادانو ته مشکلات زیات کړي دي بل د کتاب او نیټ څخه زده کړه (چي دا یوه بله پراخه موضوع ده، ولي د نیټ زده کړه د کتاب په نسبت کمزوره او د لږ وخت لپاره په حافظه کي پاتیږي).
دا شی استادان، مور و پلار او مسؤلي څانګي اوس پرېشانه کړي دي چي خپله پالیسي بدله کړي.
۱۳: د سوشل میډیا له لاري منفي پروپګېنډه او د یو چا د بدنامولو لاري اسانه سوي دي. د بل سایټ بندول، په هغه د خپلي خوښي شیان ور ګډول هم عادي کارونه ګرځېدلي دي دا رنګه څو نور تاوانونه.
د سوشل میډیا سیاسي اغېز:-
د ټولنیزو رسنیو په راتګ د سیاسي خبرونو اورېدلو کچه بیخي زیاته سوې ده. د سوشل میډیا دا ځانګړنه ده چي هغه هر سیاسي خبر رښتیا وي که درواغ، ژر خپروي او په اسانه یې نورو جالو ته هم رسوي. د ۲۰۱۴ د یوې څېړني له رویه ٪۶۲ ویب کارونکي و فیس بُک ته د سیاسي خبرو لپاره رجوع کوي.(12)
د ټولنیزو رسنیو له لوري په ټول ټاکنو کي د امیدوار (وکیل) او د هغه د ګوند په اړه بحثونه کیږي. د دوی ژوند او کردار تر بحث لاندي راځي او په دا توګه د ښه امیدوار د ووټ کچه زیاتیږي. (13)ّ
په آن لاین بحثونو کي د امیدوار ښه والی او خامي نړۍ ته ښکاره کیږي. په ۲۰۰۸ کي د بارک اوباما د سوشل میډیا د ښې او ډیري کاروني له کبله کامیابي ترلاسه کړه.
له دې لاري د سرکار د کارو ښه څېړنه او تجزیه، د خلګو تر منځ شریکيږی. حزب اختلاف هم د سوشل میډیا له لوري ښه رول لوبوي.
نوي ځوانان د سوشل میډیا له لوري په سیاست کي ډېر فعال رول لوبوي او د هغه سوب پر سوشل میډیا د سیاسي خبرو زیات تشهیر وي.
د سوشل میډیا له لوري سیاسي بدلون او انقلاب راوستل کېدی سي د مثال په ډول په ۲۰۱۱ کي د مصر وګړو د حسني مبارک د لیري کولو لپاره فیس بُک، ټویټر او یو ټیوب زیات وکاروی. د یوې څېړني له رویه په هغو شپو کي په مصر کي د ټويټر (TWITTER) کارونه په یوه ورځ کي د ۲۳۰۰ څخه نیولې تر ۲۳۰۰۰۰ (دوه لکه دېرش زره) پوري ورسېدله او د ټاپ۲۳ احتجاجي ویډیوګانو کتونکي لږ و ډېر ۵. ۵ ملین خلګ وو. (14)

پښتانه او ټولنیزي رسنۍ

د نورو هېوادو او قامو په څېر سوشل میډیا پر پښتنو هم ډېر اغېز کړی دی او پښتني ټولنیزي رسنۍ په ډيري چټکي سره مخ په وړاندي رواني دي لاکن دلته ډیري ستونزي پښتنو ته مخامخ دي. لکه زیاتره پښتانه په کليو کي اوسي او کليو ته لا تر اوسه سوشل میډیا پوره رسېدلې نه ده. یوازي هغه کسان چي له ښاره د څه وخت لپاره کلي ته ولاړ سي هغه یې کاروي. بل لوی خنډ د پښتنو د ټیټي علمي کچي او ناخوالي ورځي دی ځکه د سوشل میډیا څخه هغه څوک زیاته ګټه ترلاسه کولای سي چي لیک لوست کولای سي.
دریم لوی خنډ په لوړه کچه زموږ د ښځو او نجونو دی. چي هغه له لویه سره د سوشل میډیا څخه د ډیرو اسبابو له کبله لیري پاته سوي دي. د مذهبي فشار له کبله زیاتره پښتانه تر اوسه ټیلي وژن لا په کور کي نه پریږدي نو په داسي حالاتو کي د سوشل میډیا راتګ پر موږ پښتنو څه اغېز کړی دی. د سوشل میډیا په اړه ما یوه څېړنه وکړه. په دې څېړنه کي مو له ۵۰ کسانو څخه چي سوشل میډیا کاروي د یو باقاعده فارم ډکولو له لاري پوښتني وکړې. که څه هم په دې څېړنه کي د خلګو شمېر لږ دی. لاکن دا په لنډ وخت کي زموږ د ټولني کړه وړه او د وګړو د عاداتو حال راڅرګندولای سي.
دا څېړنه په کوټه کي وسوه. په څېړنه کي شامل ټول کسان پښتانه وه. د ۴۶ نارینه وو او ۴ ښځو څخه پوښتني وسوې. د دوی عمرونه له ۱۲ کلونو څخه نیولې تر ۷۰ کالو پوري وه. چي نور تفصیل یې په دې ډول دی:
عمرونه شمېر شرح
۱ له ۲۰- ۱۲ کلونو پوري ۶ کسان ٪۱۲
۲ ۳۰- ۲۱ کلونو پوري ۲۲ کسان ٪۴۴
۴ له ۳۱- ۴۰ کلونو پوري ۱۰ کسان ٪۲۰
۴ له ۵۰- ۴۱ کلونو پوري ۷ کسان ٪۱۴
۵ له ۶۰- ۵۱ کلونو پوري ۳ کسان ٪۶
۶ له ۷۰- ۶۱ کلونو پوري ۲ کسان ٪۴
په دغه کسانو کي د سوشل میډیا د بیلو بیلو برخو د کاروني کچه په دې ډول وه:
کسان شرح موضوع
۱ ۶ ٪۱۲ د تجارت او کاروبار لپاره کاروي.
۲ ۸ ٪۱۶ د علمي زده کړو او نورو تعلیمي او هنري زده کړو لپاره کاروي.
۳ ۱۵ ٪۳۰ خبرونه اورېدل (په دغه کي ٪۶۰ سیاسي، ٪۲۰ د لوبو، ٪۱۰ د تجارتي او ٪۱۰ د نورو خبرونو لپاره کاروي.
۴ ۲۱ ٪۴۲ د تفریحي مقاصدو لپاره یې کاروي.
د تفریحي مقاصدو لپاره زموږ په ټولنه کي سوشل میډیا د دې لاندي موضوعاتو لپاره کارول کیږي:
شمېر کسان شرح موضوع
۱ ۲ ٪۴ فلمونه ګوري.
۲ ۳ ٪۶ مذهبي پروګرامونه خصوصاً د مکې او مدینې لمونځونه او تلاوتونه ګوري.
۳ ۵ ٪۱۰ ډرامې ګوري.
۴ ۶ ٪۱۲ لوبي.
۵ ۱۳ ٪۲۶ سندري اوري یا ګوري.
۶ ۲۱ ٪۴۲ جنسي مواد ګوري.
د جنسي موادو کتلو په اړه ٪۶۰ هغه ځوانان دي چي بې واده دي. په هاسټلانو کي اوسي او یا د مسافرۍ ژوند کوي.
د دغه موادو په اړه حېرانونکې خبره دا ده چي دا شیان ٪۲۴ سپین ږیري هم ګوري او د هغه سوب د دوی د کورداري وفات، یا یې واده په خوښه سوی نه وي یا له ناروغۍ سره مخامخ وي او د جنسي محرومۍ شکار پاته سوي وي.
په دې هکله ٪۱۶ هغه ځوانان هم دي چي وايي موږ له خپلو کور دارو سره په دومره آزادۍ جنسي تعلق نه سو ساتلای کوم چي موږ په سوشل میډیا په فراوانه توګه ګورو.
د جنسي موادو کتلو لوی سوب د غربت او ولور له وجهي واده ځنډېدل، په ټولنه کي د خوشحالۍ کمي موقعې، په وطن کي د محرومۍ او بې وزلۍ ژوند او جنسي تعلیم (SEX EDUCATION) ځوان نسل ته نه ورکول دي.
د سوشل میډیا او پښتنو په هکله په دې څېړنه کي دا خبره هم مخي ته راغله چي ٪۸۰ پښتانه فیس بُک، ګوګل او یو ټیوب کاروي. ٪۸ ټویټر، ٪۶ ویکي پیډیا او ٪۶ نور لِنکونه ګوري.
د سوشل میډیا په اړه ما یوه بله څېړنه د فیس بُک له لاري وکړه. په دې څېړنه کي ما د ۲۰۰ پښتنو فیس بُک پاڼي وپلټلې او د دوی د هري ورځی معمولات، نظرونه، کمنټس، شیان سره ګډول او استول او نور نفسیاتي شیان وڅېړل.
په دې اړه چي کوم معلومات را غونډ سو هغه ډېر زړه راکښوونکي دي راسئ تاسو هم ورته ځیر سئ:
٪۲ خلګ سوچه توري او متلونه پورته کوي او پر هغه د خلګو نظرونه راځي او ځیني غواړي یې.
٪۳ مزاحیه ویډیو، خوږکۍ (لطیفې) یا قیصې پوسټ کوي.
٪۴ خلګ د لوبو په اړه معلومات او ویډیو پورته کوي.
٪۵ مذهبي (آیتونه، قرأت، حدیثونه).
٪۵ سیاسي خبرونه او تبصرې.
٪۵ د ځان د بوختیا او کارو په اړه شیان شریکول.
٪۶ علمي، ادبي او سیاسي خپل لیکونه پورته کول.
٪۶ ورځنۍ هر ډول پیښي پورته کول.
٪۷ د هر هېواد قامي خبرونه (د ژوند د بیلو بیلو پيښو).
٪۸ سندري او نغمې شریکول.
٪۱۳ شاعري (زیاتره خپله).
٪۱۴ د نورو پوسټونه له ملګرو سره شریکول، خپل یې هیڅ هم نه وي پورته کړي.
٪۲۲ عکسونه پورته کول (خپل، د بل او د بیلو بیلو پیښو).
له دې چي را تېر سو نو د پورته سوو پوسټو په اړه چي کومه نتیجه مخي ته راځي یعني دې پوسټو ته کوم نظر ورکوي له هغه سره څه چلند کوي؟ د دې پایلې هم زړه راکښوونکي دي:
٪۱۲ کسان پوسټ خوښوي او مخ ته یې له نورو سره شریکوي.
٪۲۸ خپل نظر هم ورکوي.
٪۶۰ یوازي په خوښولو (LIKE) خپل ځان تېروي.
د خپل نظر ورکولو (کمنټس) بڼه هم ډېره زړه راکښوونکې ده یعني:
٪۷۰ یوازي ستاینه کوي او داسي توري لکه ښه ډېر ښه، ژوند ژوند، خوشحاله اوسې، په در ویاړوو، کاروي.
٪۱۴ اختلاف ورسره کوي یا تنقید پر کوي او هغه هم دومره تُند چي تر ښکنځلو پوري رسیږي.
٪۵ پر هغه پوسټ وړاندیزونه ورکوي.
٪۸ مکالمې وي او دا کړۍ چي څومره اوږدیږي هغومره دوی خوند پر اخلي.
٪۳ نور ګډوډ نظرونه وي.
دا ټول اعداد زموږ د وګړو عادتونه، نفسیات، کلتور او علمي او ادبي معیار را په ګوته کوي. زموږ په دې اړه کوم معیار دی؟ هغه هر یو پخپله سنجولای سي. ولي موږ چي خپل د ذهن او نظریې کوم شیان پورته کوو هغه په وړو کي د مالګي برابر دي.
له دې څېړ ني وروسته موږ دې پایلې ته رسیږو چي که هر څو هر څو پښتنو سوشل میډیا ته لاسونه ور غزولي دي لاکن د ذکر سوو اسبابو له کبله موږ د نړۍ د نورو پر مخ تللو هېوادونو او قامونو په پرتله په دې میدان کي ډېر شا ته پاته یو.
زما په ۲۰۱۲ د پېښور په نړیوال پښتو سیمینار کي ویلي مقالې نړیوالي رسنۍ او د پښتو مقام مطابق چي موږ پښتانه یوازي ۱۲ د ټیلي وژن چېنلان او ۸۰ د راډیو چېنلان لرو.
درې کاله دمخه دا حال وو اوس نو د رسنیو په هغه میدان کي به مو هم په هغه رفتار حرکت کړی وي خو اوس چي سوشل میډیا ټوله نړۍ په خپل ګرفت کي اخیستې ده دا زموږ د ټولو په ګډه ذمه واري جوړیږي چي په ټولنه کي د تعلیم او عمل و چینو ته لاسونه واچوو. خپل نوی نسل په دا توګه وروزو چي له دې رسنیو څخه هغه ګټي ترلاسه کړي چي د دې زخمي قام پر ټپو د مرهم کار وکړي.

جمعه ۴م، سپټمبر ۲۰۱۵




نوټ:دا مقاله د پښتو اکېډمۍ کوټي له اړخه په نړيوال پښتو سيمينار سيرينا هوټل کوټه کي پر۱۳م د سپټمبر ۲۰۱۵ واورول سوه.

اخذ ليکونه:( references)

۱:Kaplan andreas M,Haelein Michael (2010).Users of the world unite.The challenges and opportunities of social media. Business 53, 11.
ii:H.kietzmann,jan,Kristopher Hernkens (2011)social media get serious .understanding ,the functional building blocks of social media ,business horizons 54 (241)
iii:Overview state of the media .org.14march 2011
iv:Sof ranak,R, the emaging role of social media in regime change, proquest discovery guides retrieved 19 march 2013
iv:Newman, N,Levy,D.(20130,Reuters institute digital news report 2013. Reutersinstitute,Politics,Ox,Ac,Uk
vi:Kaplan test prep on line press rome,Kaplan test prep survey,Mor college admissins officers cheking applicants, digital trails but most students unconcerned, Kaplest.com
vii:Social media addictin
viii:O,Keefe,G,S.and Clarke-pearson,K(2011).The impact of social media on children ,adolodcants and familier ,amarican academy of pechiatness,127,800-803doc,10,1542/keds 2011-0054
ix:Ray,Munni,effect of electronic media on children,springerverlas retrivod 4 feb.2013
x:Social media addiction recognized as official condition,radio,telifis eireann new feb 12.2013
xi:Susie poppick for money magazine(sep 5,2014).10 –social media blunders that cost a millennial a job or worse.
Xii:Social media ,political news and ideology –pew .research center ,pew research centers journalism project 21 ,oct 2012.
Xiii: Politics and culture on facebook in the 2014 midterm election.facebook.com.
Xiv: New study quantifies use of social media in arab spring,Washington.edu.

Comments

Popular posts from this blog

farooq serwer preface regarding novel

The history and pashto programs of Quetta radio station.by Dr,Liaquat Taban

ادب او سیاست د پښتون تر درشله