Posts

Showing posts from July, 2020

The history and pashto programs of Quetta radio station.by Dr,Liaquat Taban

ريډيو ريډيو سټېشن کوټه:- په نني نړېوال کلي کي د رسنيو د پرمخ تللو وسيلو سربېره د ريډيو د ارزښت څخه څوک هيڅکله سترګي نه شي پټولای بلکې دا ويل به بې ځايه نه وي چي ريډيو نن ورځ خپل ارزښت نور هم زموږ دپاره زيات کړی دی. هغه ځکه چي زموږ سيمه په جګو دنګو غرونو، پراخو ناوو، اوږدو درو او په پلنو ميداني سيمو خوره ده او په دا سيمو کي د رسنيو جديدي لاري دومره ژر رسول او هوارول وخت غواړي نو ځکه په دې پېړۍ کي هم ريډيو خپل هغه ارزښت له لاسه نه دی ورکړی ځکه به موږ لنډ را وګرځو او د کوټي ريډيو په ذکر سره به خپله خبره پېل کړو چي د سهېلي پښتونخوا لومړۍ خپروني له هم دې سټېشن څخه پېل شوي دي. د پاکستان د جوړېدو پر وخت په پېښور او لاهور کي د ريډيو مرکزونه (سټېشنونه) موجود وو. د کوټي ريډيو سټېشن پر ۱۷، م اکتوبر ۱۹۵٦ع کي پرانستل شو د دې دستورې مشر د کوټي ډويژن کمشنر معيز الدين احمد وو. دا سټېشن په لومړي وا ر د سرياب واټ د يو کرايې په کور (مکران هاؤس) کي د يو کلو واټ ټرانسميټر څخه د خپلو خپرونو پېل وکړی. دا وخت په سټېشن کي دوې سټوډيوګاني وې چي يوه د خبرونو، ويناګانو او تبصرو لپاره او بله د...

The history of cinemas in Quetta and province.د سوهيلي پشتونخوا سنيماگاني

The history of cinemas in Quetta and province.د سوهيلي پشتونخوا سنيماکاني د پښتو ژبي او ژواک په پرمختګ کي پښتو فلمونو هم ډېر رول لوبولی دی. که څه هم په سهېلي پښتونخوا کي پښتو فلمونه جوړ شوي نه دي. نه د دې ځايي خلګو په فلمونو کي (پرته له پنځوتنو) کار کړی دی. ولي چي د پاکستان فلم انډسټري په لومړي سر کي په کراچي او اوس په لاهور کي په پراخه کچه کاروبار کوي. ځکه نو پښتو فلمونه هم د نورو ژبو د فلمو په څېر هلته جوړيږي. خو کله نا کله د پښتني سيمو د کلتور د ښکاره کولو لپاره د پېښور او سوات په زړه راکښونکو ځايونو کي د فلمو عکس بندي اوشي. په کوټه کي د پښتو فلمونو سربېره د اردو، پنجابي، انګرېزي او اوس د هندي ژبو هم يو نه يو فلم چليږي. په سهېلي پښتونخوا کي د يو څو سينماوو په چپه نوره ټولي سينماوي په کوټه کي دي. په کوټه کي د پاکستان تر جوړېدو وروسته نهه سينماوي وې دا سينماوي د غټ والي په ترتيب دا ډول وې ۱- پربهات سينما (اوسنۍ راحت سينما ) پرنس واټ ۲- پريم سينما (= = = ډيلائټ = =) طوغي واټ ۳- غازي سينما موتي رام واټ ۴-امداد سينما ...

Mula dad .pashto famous singer .zam da mama gul sara.مولاداد. زم د ما ما گل سره

a famous radio singer muladad brother of akhter mohd,(akhtarai) expired in young age,but his voice is still hearing by many pashto audience.Taban liaquat radio old songe is now presenting his many more songs