The history and pashto programs of Quetta radio station.by Dr,Liaquat Taban
ريډيو سټېشن کوټه:-
په نني نړېوال کلي کي د رسنيو د پرمخ تللو وسيلو سربېره د ريډيو د ارزښت څخه څوک هيڅکله سترګي نه شي پټولای بلکې دا ويل به بې ځايه نه وي چي ريډيو نن ورځ خپل ارزښت نور هم زموږ دپاره زيات کړی دی. هغه ځکه چي زموږ سيمه په جګو دنګو غرونو، پراخو ناوو، اوږدو درو او په پلنو ميداني سيمو خوره ده او په دا سيمو کي د رسنيو جديدي لاري دومره ژر رسول او هوارول وخت غواړي نو ځکه په دې پېړۍ کي هم ريډيو خپل هغه ارزښت له لاسه نه دی ورکړی ځکه به موږ لنډ را وګرځو او د کوټي ريډيو په ذکر سره به خپله خبره پېل کړو چي د سهېلي پښتونخوا لومړۍ خپروني له هم دې سټېشن څخه پېل شوي دي.
د پاکستان د جوړېدو پر وخت په پېښور او لاهور کي د ريډيو مرکزونه (سټېشنونه) موجود وو. د کوټي ريډيو سټېشن پر ۱۷، م اکتوبر ۱۹۵٦ع کي پرانستل شو د دې دستورې مشر د کوټي ډويژن کمشنر معيز الدين احمد وو. دا سټېشن په لومړي وا ر د سرياب واټ د يو کرايې په کور (مکران هاؤس) کي د يو کلو واټ ټرانسميټر څخه د خپلو خپرونو پېل وکړی. دا وخت په سټېشن کي دوې سټوډيوګاني وې چي يوه د خبرونو، ويناګانو او تبصرو لپاره او بله د موسيقي، ډرامو او د نورو لړيو لپاره ځانګړې وه. يوه مهمه خبره دا چي لومړي ځل دلته په اردو او بلوڅي ژبو کي خپروني کېدې. د پښتو وخت دپاره د دې ځايي ليکوالو ډيري منډي او هڅي وکړې چي د ذکر وړ فضل احمد غازي، سلطان محمد صابر او د هغه وخت د کوټي ريډيو سټېشن پروډيوسر او د پښتو دروند ليکوال محمد اياز داود زی شامله وو. خو د هري خوا په ځانګړي ډول د بلوڅانو له خوا د دې مخالفت کېدی چي په کوټه سټېشن باندي يواځي د بلوڅو او بلوڅي ژبي حق دی او د پښتو دپاره د پېښور ريډيو سټېشن موجود دی په دې پښتانه ډېر خواشيني وو چي زموږ پر سيمه سټېشن جوړ شوی دی او موږ د خپلي مورنۍ ژبي د اورېدو څخه بې برخي يو. د دې څرګندونه په بېلا بيلو وختو کي د اړه لرونکو چارواکو سره کېده په دې دوران کي د ريډيو پاکستان باني ډايريکټر جنرل ښاغلی ذوالفقار علي بخاري په څو ځله کوټي ته تشريف راوړی. له دوی سره په وار وار پښتنو ليکوالو ليدل کتل وکړه او يو ځل خو د پښتنو اديبانو له خوا و ده ته يوه هرکلي نامه هم وړاندي شوه. چي په ډېره اغېزناکه توګه يې د پښتو د خپرونو غوښتنه کړې وه د دا هر کلي روداد د ګلستان مجلې د اکتوبر ۱۹۵۷ع په ګڼه کي خپور شو. خو د ريډيو واکدارانو د بلوڅو مخ ته هيڅ هم نه شو کولای آن تر دا چي د بلوڅو يو ليکوال او ژورنالسټ ملک محمد رمضان بلوڅ د مستونګ څخه د خپل اوونيزه ورځپاڼي، سازبان د ۱۹۵۸ع په ګڼه کي په لومړي مخ د پروډيوسر اياز داود زي او پښتون پروګرام پروډيوسر محبوب علي خان په اړه په ښکاره وليکل چي دوی دواړه د بلوڅو او پښتنو تر منځ نفرت خوروي او دوی د کوټي سټېشن څخه د پښتو خپرونو د پېل کولو لپاره هڅي کوي دا د بلوڅو له خوا هغه څرګندونه وه چي د پښتنو په زړو کي يې نور زيات احساس را وپاروی او د پښتو خپرونو لپاره يې نور وهڅول ملک رمضان بلوڅ دا غوښتنه هم د حکومت څخه وکړه چي پر دا دواړو سرکاري پښتنو افسرانو دي له آئين سره سم د بغاوت مقدمه وچلول شي. او دوی دي ژر تر ژره د دې ايالت څخه اويستل شي خو پښتنو د زغم له لاري خپلي هڅي رواني وساتلې او په وروستيو کي په کال ۱۹۵۸ع کي چي د پاکستان اولس مشر فيلډ مارشل محمد ايوب خان کوټي ته تشريف راوړی نو د پښتنو ليکوالو له خوا و ده ته خواست وشو چي په دې اړه له ده سره ليدل غواړي په دوی کي يواځي فضل احمد غازي ته د پنځو دقيقو دپاره د ليدلو وخت ورکړل شو. خو فضل احمد غازي د خپل اغېزناکه شخصيت له کبله دا پنځه دقيقې په يوه ساعت وخت واوښتې. او د حقايقو په رڼا کي يې ايوب خان دې ته مجبوره کړی چي هغه خپل ملټري سېکرټري ته هغه وخت امر وکړئ چي زه نن د کوټي سټېشن څخه د پښتو خپرونه اورېدل غواړم په هم دغه ورځ د سلطان محمد صابر په ږغ کي په لومړي ځل د کوټي ريډيو سټېشن څخه د پښتو لومړي خبرونه نشر شول.
د پښتو خپرونو تر پېل وروسته کرار کرار دلته د براهوي او هزارګي ژبو پروګرامونه هم پېل شو. پر ۲۵، م اپرېل ۱۹۷۴ع د پښين د يارو په سيمه کي د ايالت تر ټولو طاقتور ۱۵۰ کلو واټ او ۷۰۰ فټه جګ ټرانسميټر د وزير اعظم ذوالفقار علي بهټو په لاسو پرانستل شو، چي د کوم له کبله د کوټي ريډيو خپروني په لومړي ځل د دې ايالت څخه دباندي په نورو هېوادو کي هم اورېدل پېل شوې.
پر ٦، م جولايي ۲۰۰۲ع کي د ايف ايم ۱۰۱ پرانستل د ريډيو د چېنلونو ساحه نوره پراخه کړه. دا وخت د کوټي څخه پر ميډيم ويو (منځنۍ څپو) شارټ ويو (لنډو څپو) او ايف ايم ټرانسميټر د ايالت په شاوخوا سيمو او بهرني هېوادو کي د کوټي خپروني اورېدل کيږي له دې پرته د تربت، خضدار (بلوڅي سيمي) لورا لايي، ږوب (پښتني سيمي) او کوټي څخه د ايالت ۸۰% سيمو او ۹۵% خلګو ته د ريډيو خپروني رسيږي.
اوس به دلته د پښتو او نورو ژبو د خپرونو خبره لږ وڅېړو چي موږ د خپل مقصد پر لور لږ ور نژدې کړې. او تر هغه وروسته به د پښتو خپرونو يو جاج هم واخولو چي دغه خپرونو د پښتو ژبي ادب او ژواک په پرمختګ کي کوم رول لوبولی دی.
د کال ۱۹۹۸ع د سر شمېرني سره سم د دې ايالت آبادي پنځه شپېته لکهه پنځه شپېته زره اته سوه پنځه اتيا (٦۵٦۵۸۸۵) ده او د نېشنل انسټي ټيوټ آف پاپولېشن سټډيز اسلام آباد د ۲۰۰۳ع د رپورټ سره سم د بلوچستان د آبادۍ اندازه څلور اويا لکهه اته ويشت زره (۷۴۲۸۰۰۰) ده چي په دا کي ۹%. ۲۳ په ښارونو کي او ۱%. ۷٦ خلګ په کلو کي ژوند کوي.
خو د ريډيو د ارزښت په اړه دا خبره هېرول نه ده په کار چي د رسنيو د نورو چارو په پرتله ريډيو د هر لوستي او نالوستي سړي پوري په ډېره اسانه رسيږي چي دوی بشپړه ګټه ځيني تر لاسه کړي ځکه نو دلته يو عددي حقايق راوړل په دې لازمي جوړيږي چي د ريډيو د اورېدو ارزښت نور هم څرګند شي.
د نړيوال بېنک د مالي کال (۲۰۰۵- ۲۰۰۴) د پاکستان سره د مرستي د کړنلاري د رپورټ سره سم په بلوچستان کي ۲۴% خلګ د غربت تر کچې لاندي ژوند تېروي د دې ترخو حقايقو په رڼا کي پرنټ ميډيا (مطبوعات) او ټيلي وژن خپروني د ايالت د وګړو پوري رسول د دوی کردار ډېر محدود کوي.
د ۱۹۹۸ع د سر شمېرني د رپورټ سره سم د بلوچستان ايالت په ۷۲%. ۳۹ کورو کي اوس هم ريډيو د رسنيو يوازينۍ لاره ده ياني د ايالت په هر دريم کور کي اوس هم ريډيو د خبرو، معلوماتو او تفريح په خاطر اورېدل کيږي.
دلته د ۱۹۹۸ع د سر شمېرني څخه يو څه معلومات وړاندي کيږي چي د رسنيو د بېلا بيلو څانګو د ايالت د خلګو پوري د رسېدلو تناسب لږ په ګوته او څرګند شي.
سيمي ټول کورونه ټيلي وژن ريډيو اخبارونه
۹۷۱۱۱٦ ۳۴%. ۱۵ ۷۲%. ۳۹ ٦۹%. ۱۴
کلي ۷۷۵۹۵۴ ۵۱. ۸ ۸۲. ۳۸ ۷۲. ۱۰
ښارونه ۱۹۵۱٦۲ ۵۱. ۴۲ ۳۳. ۴۳ ۵۱. ۳۰
اوس راځو د کوټي ريډيو څخه د بېلا بيلو ژبو د خپرونو د وخت وخوا ته چي دلته د پښتو ژبي سره کومه وضع روانه ده. او تر هغه وروسته به د پښتو خپرونو په اړه خبره کوو.
د کوټي ريډيو سټېشن څخه په يوه وخت څلور چېنله خپلي خپروني خپروي او هره ورځ د دې چېنلو څخه ۵٦ ساعته او ۱٦ منټه خپروني خپريږي چي په دې کي ۳۰ ساعته او ۱۲ منټه د کوټي سټېشن خپلي خپروني دي او نوري د اسلام آباد څخه خپرېدونکي شوي خپروني د رېلې (RELAY) په توګه وړاندي کيږي. يوه خبره دلته د يادوني وړ ده چي هغه ډېره مهمه، لازمي خو د اندېښنې وړ خبره ده. او هغه دا چي بېخي لږ موده وړاندي د کوټي ريډيو څخه د پښتو خپرونو وخت تر ۸ ساعتو هم زيات وو. خو اوس دلته د مېرنۍ ژبي وضع ورسره کيږي. او د بلوڅي او براهوي د بېلا بيلو ژبو په نامه کله يوه خوا بې انصافي وکړي او کله دواړي سره يوه کړي، او د يو قام ژبي يې وګرځوي. بايد د يوه قام يوه ژبه د نورو قومو په څېر وي. دا ښکاره تعصب د ريډيو کوټي د خپل دې لانديني خپرونو د وختو څخه تاسو اټکلولای شی.
۱- صورت القران ۷%. ۱۰ ريلې (RELAY)
ريلې:- ياني هغه پروګرامونه چي د اسلام آباد سټوډيو څخه د کوټي سټېشن له لوري خپريږي.
۲- اردو ۹%. ۵۱ (رېلې- اصلي)
۳- بلوڅي ۹%. ۱۳ (اصلي)
۴- براهوي ۷%. ۷ (اصلي)
۵- پښتو ۳%. ۱۱ (ريلې- اصلي)
٦- هزارګي ۱%. ۱ (اصلي)
د دې بالا عددي شمېر څخه د تعصب بوی له ورايه څرګنديږي. د پښتو ژبي دپاره په دومره لوی ايالت کي ۳%. ۱۱ وخت د دې ژبي سره څومره ظلم دی؟
اوس دلته د کال ۱۹۹۸ع د سر شمېرني يو بل رپورټ وړاندي کوو، دا سر شمېرنه د ايالت د پښتنو سيمو کي شوې نه وه ولي چي پښتنو د دې د وخت له مخه بايکاټ کړی وو او دا غوښتنه يې کړې وه چي دا سر شمېرنه دي د پوځ تر څارني لاندي وشي. خو دا غوښتنه يې منل شوې نه وه، ځکه دا سر شمېرنه په دفترو کي ناست خلګو د خپل خيال او اندازې سره سم کړې وه چي تعصب له ورايه ځيني څرګنديږي په دې رپورټ کي يې براهوي او بلوڅي بيا يوځای کړي دي. او وايي چي
”براهوي او بلوڅي د دې ايالت تر ټولو لويی ژبي دي چي پنځه دېرش لکهه پنځه نيوي زره اته سوه خلګ يې وايي ياني د دوی په وينا % ۷٦. ۵۴ خلګ دا ژبي وايي او د دغه رپورټ سره سم پښتو د دې ايالت د نو لس لکهو پنځه څلويشت زره اته سوه اته اويا خلګو ژبه ده او ٦۴%. ۲۹ خلګ په دې ايالت کي پښتانه دي. “
دا رپورټ يو ړوند سړی هم په دا منلای نه شي چي آبادي چي په يوه سيمه کي په څومره چټکۍ روانه وي. هغومره په نورو شاوخوا سيمو کي يې هم هغه تناسب وي. موږ که په دې اړه د تاريخ پلټنه وکړو نو د کال ۱۸۹۱ع، ۱۹۰۱، ۱۹۱۱، ۱۹۲۱، ۱۹۳۱، او ۱۹۴۱ع د سر شمېرني څېړنه وکړو چي په هغو کي د پښتنو آبادي د ٦۰% شاوخوا وه نو يو غېر جانبداره سړی به هم په دا خبره ويلو مجبوره وي چي
”د پښتو ژبي، ادب، ژواک او د پښتنو سره په دې ايالت کي د ميرې وضع روانه ده.“ که يې باور بيا هم نه وي نو د کوټي ريډيو خپل ورکړل شوی دا ترتيب زموږ د سترګو خلاصولو لپاره لازمي دی چي د بېلا بيلو ژبو د پروګرامونو د وخت د تقسيم په اړه دی
ژبي د ورځنۍ خپرونو وخت
دقيقې ساعتونه
۱- اردو ۳:۳۰
۲- بلوڅي ۱۰: ٦
۳- براهوي ۲۴: ۳
۴- پښتو ۳۸: ۴
۵- هزارګي ۳۰: ۰
دا ښکاره توپير د تعصب له رويه له ورايه څرګنديږي په دې اړه بايد هر پښتون فکر وکړي، چي د سيالانو سيالي څرنګه کېدای شي.
اوس راځو د کوټي ريديو سټېشن د پښتو خپرونو پر لور، خو په لومړي ځل د هغو پښتنو پروډيوسرانو لږ ذکر چي په بېلا بيلو وختو کي يې خپلي وظيفې ترسره کړي وې. په هغو کي د يادولو وړ پروډيوسران عبدالصمد درانی، عزت الله نيازی، ايم ، کڤ شاهد، شرف الدين مخلص، اياز داود زی، سلام ناصر، قدوس درانی، حمدالله جان بسمل، ابو الخېر ځلاند، آغا محمد کاسی، ګوهر رحمْن ګوهر، سهېل جعفر، سهېل خټک، عنايت الله ضياء، سليمه درانۍ او ملالۍ دي. د ځوانانو او نارينه اناونسرانو په څنګ کي د پيغلي سلمْی ګل او د هغې د خور سکينه جمالۍ او مېمونه نسرين نوم او ږغ په دې هم د يادولو وړ دي چي دوی ۲۵ کاله مخ کي په داسي ټولنه کي چي د تعليم او روزني کمي وه هم په ډېره مړانه د ريډيو څخه د خپل خواږه ږغ له لوري و خپلي ټولني ته مخامخ شوې چي اوس هم ورته څوک زړه نيولای نه شي.
اوس د کوټي د پښتو خپرونو خوا ته راځو او لږ جاج يې اخلو چي دا خپروني د کوم معيار دي او د پښتو ژبي و لمن ته يې کوم کوم سوغات ور سپارلي دي.
۱- معلوماتي خپروني:-
په بلوچستان ايالت کي د ۴۵% خلګو روزګار د کښت او کروندې سره تړلی دی. د ريډيو له لاري د کرونده ګرو د پوهۍ د زياتولو، د باغو، ميوو او ونو د نوي ساينسي علومو په رڼا کي د پوهني دپاره په باقاعده ډول معلومات ورکول کيږي په دې لړ کي هره ورځ د ۵۰ دقيقو يوه خپرونه ”د کليوالو دپاره“ په نامه خپريږي. چي کله يو کرونده ګر، باغوان يا د ساينسي علومو ماهر را غوښتل کيږي. او د هغو څخه په دې لړ کي ګټور معلومات د عامو وګړو لپاره خپريږي. د دې خپروني په بېلا بېل وخت کي بېلا بېل پروډيوسران تېر شوي دي. خو يو ځانګړی نوم چا چي د دې پروګرام د ګټور جوړولو سربېره د پښتو ژبي يو داسي اولسي شاعري تش د ريډيو له لاري د ليکونو په توګه خوندي کړه. هغه زښت زيات د پښتو فولکلوري ادب دپاره د نېکمرغۍ زېری دی. دا د پښتني خويندو هغه في البديهه شاعري ده چي د واده پر وخت يې دوی وايي. او د پښتني ټولني د کړو وړو، ظلم و زياتۍ، خوبي او نيمګړتياوي د خپلي بې وزلي ورځي ژړا په کي په ډېره ښکلې انداز وړاندي کوي. دې شاعرۍ ته ا نګۍ ويل کيږي. چي د سهېلي پښتونخوا د کاکړو په سيمه کي مروجه ده. دا د قدر وړ کار د پښتو ژبي نوموړي پروډيوسر او اديب ابو الخېر ځلاند ترسره کړی. او دا شاعري يې په يوه ضخيم کتاب ”انګۍ د نيمي نړۍ فرياد“ په نامه د تل دپاره خوندي کړه.
له دې خپروني پرته د مذهبي ورځو په اړه ديني معلوماتي خپروني، د خويندو او ښځنيو لپاره ځانګړي خپروني، د ماشومانو لپاره نه هېرېدونکي خپرونه ”د ماشومانو لپاره“ کي د بي بي دادا (خاله خير النساء شينواري) او ميرو اکا زيار، او د لوبو او ځوانانو په اړه د کوټي ريډيو کار خپل ارزښت هر چا ته په ګوته کړی دی.
ادبي خپروني:-
د خپلي خوښي او ناخوښي او ځينو پروډيوسرانو د خود سرۍ څخه را په دې خوا د کوټي ريډيو څخه زياته پښتو ادبي خپروني ځانګړي مشاعرې د شاعر کلام په زبان د شاعر، ادبي مذاکرې، پر کتابو تبصرې، د ادبي غونډو رپورتاژونه، د ريډيو ارزښت يو په دوه کوي.
پښتو موسيقي:-
د پښتو موسيقي په لړ کي د کوټي ريديو کار د نورو برخو په پرتله تر ټولو ښه دی. دا ته به د کوټي ريډيو نېکمرغي ووايو چي دلته د نثار محمد خان، عزت ا لله نيازي،آغا محمد کاسي او سهېل جعفر غوندي په موسيقي مين او پوه پروډيوسران موجود وو. که د پښتو فولکلوري ادب او شاعري هغه ارزښتناکه پانګه چي د سهېلي پښتونخوا قيمتي سوغات ګڼل کيږي. د پښتو موسيقي په زياتولو او نوښت ورکولو کي يې غټ رول ولوبوی. د کوټي ريډيو څخه د پښتو پخواني سندر غاړي لکه اروا ښاد ولي جان، نياز محمد، صالح محمد پوپل، عيد محمد علي، مولا داد، ظريف آغا، شوکت جان، عبدالحق کاکړ ، سيد محمد، ولي محمد کندهاری، آغا محمد بانډاري پارټۍ، خېر محمد، سليم جاويد، بخت محمد، ګل محمد بړېڅ، مجيد بړېڅ، او له دوی پس عيسْی خان، صفدر حېدر، جمال شاه، بسم الله جان عرف ثاني ولي جان، صالح محمد، بشير فريادي او په اوسنيو سندر غاړو کي شفيع اېثار، محمد کامران، غضنفر علي او ګل حسرت او نور ډېر د پښتو موسيقي خواږه ږغونه. د ښځو ږغونه هم د کوټي ريډيو څخه په بېلا بېل وخت کي خپاره شوي دي. په دوی کي ملغلره، نصرت شاهين، پلوشه، قدسيه ، هما او رخسانه ګل د يادولو وړ دي. خو د پرډيوسر آغا محمد په وخت په اتيايمه لسيزه کي د جمال شاه، عيسْی خان او ملغلري د سندرو چي کومه دوره وه هغه د کوټي ريډيو د موسيقي د معيار په اړه تر ټولو اوچته دوره وه. او نن سبا په جديده موسيقي کي چي ځوان او هڅاند د پښتو ژبي تکړه پروډيوسر او شاعر سهېل جعفر کوم زيار ګاللی دی او لګيا دی کار کوي هغه هم ډېر زيات د ستايني وړ دی. په سازندو کي د استاذ اختر محمد عرف اختري هارمونيم او استاذ سلطان محمد چاني رباب د کوټي ريډيو او سهېلي پښتونخوا وياړ ګڼل کيږي. له دې پرته دلته د موسيقي يواځي دوې داسي کورنۍ شته چي د موسيقي په وده کي لګيا خپله هنري او کلتوري وظيفه ترسره کوي. ولي په دې سيمه کي د نورو پښتني سيمو په څېر تر اوسه د موسيقي سره تړلو خلګو ته په هغه نظر نه کتل کيږي کوم چي د دوی حق دی. ځکه زياتره لوستي پښتانه هم هغه د نالوستو پښتنو په څېر دا د ځان سپکاوی ګڼي خو د دغه دوو کورنيو کردار په داسي ټولنه کي د وياړ او قدر وړ دی. په دوی کي لومړۍ کورنۍ د استاذ سلطان محمد چاني، شاه ولي، شوکت جان، زرين، موسيقار نذر علي، محمد نعيم، شفيع اېثار ، نبي ګل، طارق او نور او دويمه کورنۍ د استاذ اختر محمد (اختری) اروا ښاد مولا داد او ماسټر باقي ده.
په موسيقي کي د کوټي ريډيو چي کوم کار زيات د ستايني وړ دی هغه د فولکلوري موسيقۍ لکه کاکړۍ غاړي، ټپې، د اتڼ نارې، بابولاله چي د دې سيمي ځانګړی فولکلوري ميراث دی. زيات د ستايلو وړ دی. البته د کلاسيکي موسيقي او غزل په اړه ريډيو لا تر اوسه د پام وړ ګامونه په هغه ډول نه دي پورته کړي کوم چي د کابل او د پېښور ريډيو وياړ دی د دې خپل لامونه دي خو يو لوی لامل يې دا دی چي موږ په کوټه کي تر اوسه يواځي دوه باقاعده موسيقاران نذر علي او خدای رحيم خوشحال لرو، نو اړتيا د دې خبري ده چي ريډيو په دې لړ کي د دې سيمي هغه اولسي ږغونه، راګونه او سازونه اوس لا خوندي کړي کوم چي کرار کرار مخ په ورکېدو دي.
ډرامې:-
د ډرامو په لړ کي د کوټي پښتو ريډيو څانګي کردار هم تاريخي ارزښت لري. دلته د ډرامو په اړه زښت زيات کار شوی دی. او څو تاريخي سيريلونه او ډرامې وخت نا وخته خپرې شوي دي په دوی کي د ښاغلي قدوس دراني تاريخي ډرامه سېريل ”کورنی ژوند“ د پښتو لازواله سېريل وو او په هغه کي د اناګو (خېرا لنساء شينوارۍ) او ماما (اکبر کاکړ) کردار خو هيڅوک هم نه شي هېرولای. کورنی ژوند زموږ د کورني ژوند بشپړه نمايندګي کوله. هغه غلط رسمونه، غلطي رويې چي زموږ کورنی ژوند را خرابوي د دې ډرامې له لاري په ګوته کېدې او د دې د هوارولو دپاره به لاري هم په ګوته کېدې. د طنز و مزاح په لړ کي هم سېريل د اناګو او ماما يادګاره رول څوک هيرولای نه شي په دې ډرامه کي د خاله خېر النساء شينوارۍ، اکبر کاکړ، قدوس درانی او سليمه درانۍ کردارونه اوس هم د خلګو په زړونو او ذهنونو کي ژوندي پاته دي. له دې پرته د کوټي ريډيو څخه دا ډرامې لکه چيغي، بيا راځمه، ولور، بن، څراغ بليږي، د مرګ اتڼ، ملغلري، کوږ لرګی، تلوسې، زولنې، او نوري ډيري ښې ډرامې شامله دي. د يادولو وړ ډرامه ليکونکو کي خاله خېر النساء شينوارۍ، عبدالطيف شاداني، ډاکټر خدائيداد، ډاکټر جميل الرحمْن پانيزی، سيد عابد شاه عابد ، ناظر صادق ، نسيم اڅکزی، حيات بړېڅ، حبيب پانيزی، امان الله ناصر او فاروق سرور د يادولو وړ دي.
Comments
Post a Comment