The history of cinemas in Quetta and province.د سوهيلي پشتونخوا سنيماگاني
د پښتو ژبي او ژواک په پرمختګ کي پښتو فلمونو هم ډېر رول لوبولی دی. که څه هم په سهېلي پښتونخوا کي پښتو فلمونه جوړ شوي نه دي. نه د دې ځايي خلګو په فلمونو کي (پرته له پنځوتنو) کار کړی دی. ولي چي د پاکستان فلم انډسټري په لومړي سر کي په کراچي او اوس په لاهور کي په پراخه کچه کاروبار کوي. ځکه نو پښتو فلمونه هم د نورو ژبو د فلمو په څېر هلته جوړيږي. خو کله نا کله د پښتني سيمو د کلتور د ښکاره کولو لپاره د پېښور او سوات په زړه راکښونکو ځايونو کي د فلمو عکس بندي اوشي. په کوټه کي د پښتو فلمونو سربېره د اردو، پنجابي، انګرېزي او اوس د هندي ژبو هم يو نه يو فلم چليږي. په سهېلي پښتونخوا کي د يو څو سينماوو په چپه نوره ټولي سينماوي په کوټه کي دي.
په کوټه کي د پاکستان تر جوړېدو وروسته نهه سينماوي وې دا سينماوي د غټ والي په ترتيب دا ډول وې
۱- پربهات سينما (اوسنۍ راحت سينما ) پرنس واټ
۲- پريم سينما (= = = ډيلائټ = =) طوغي واټ
۳- غازي سينما موتي رام واټ
۴-امداد سينما جناح واټ
۵-اوپېرا هاؤس (اوسنۍ عصمت سينما ) پرنس واټ
٦ ريګل سينما سرکلر واټ
۷- پېراډائز سينما سرکلر واټ
۸- نشاط سينما پرنس واټ (نن سبا سکول دی)
۹- پاک فورسز سينما چهاوڼۍ
۸ کاله وړاندي د ملايا نو تر ډېر سخت مقاومت وروسته هم په پښتون آباد کي د کېپري سينما اجازه ورکړل شوه. له دې پرته شعله اډيټوريم زمزمه واټ چهاوڼۍ او عزيز بهټي هال هم د فوځيانو د فلم کتلو لپاره په چهاوڼۍ کي پرانستل شوي دي.
په سهېلي پښتونخوا کي د سيوي په ښار کي هم دوې سينماوي شته چي يوه غازي او بله په نومي سينما ياديږي
په بوري کي هم د اسلم ټاکيز په نامه سينما موجوده ده.
په ژوب فوځي چهاوڼۍ کي ګيريژن سينما له ډېره وخته شته والی لري. البته په ژوب کي د باچا مستري اصغر سينما ۳۱ کاله وړاندي(۱۹۷۷) د مذهبي تند لارو له لاسو وسوځول شوه او تر ننه پوري بنده ولاړه ده.په پښين کي دلمړانو کلي سره نږدې يوه خلاصه سنيما اوپن ائير دهواي ډګرپه څنګ کي ددويم نړيوال جنګ په وخت جوړه شوې وه او ودانۍ يې اوس هم وجودلري .له دې پرته د هرنايي وولن مل سره د پي، آی، ډي، سي (Pakistan industries development corporation) اوپن ائير (خلاصه) يوه سينما وه خو د مل تر بنديز وروسته دا سينما هم په کال ۱۹۸۲ع کي د مذهبي تند لارو له خوا وسوځل شوه او په وينا د دوی چي په دا خوشحالۍ کي دوی ۴۰ منه شېريني ووېشله.
خو دا سينماوي کرار کرار اوس له منځه ځي. د حکومت د سخت قانون سربېره لومړی سر ريګل سينما په تجارتي پلازه بدله شوه. تر هغه وروسته په کال ۲۰۰۵ع کي د کوټي دوې ښې سينماوي (راحت، عصمت) د هزارګانو د سخت دريزۍ په نښه شوې. او په بشپړه توګه يې د اور څلي ځيني جوړ کړه. د چهاوڼۍ ټولي سينماوي حکومت د امنيت په نوم بندي کړې. دا وخت په ټوله ايالت کي پنځه سينماوي په کوټه ښار کي د ۷۵ لکهو خلګو د ساتيري لپاره شته والی لري.
د پاکستان تر جوړېدو وړاندي لومړی پښتو فلم په لوی هند کي جوړ شوی وو. چي نوم يې ليلْی مجنون وو. د دې فلم سندري، قصه او خبري (مکالمې) د پښتو غزل بابا امير حمزه شنواري ليکلي وې. د فلم هيرو او پروډيوسر ښکلی جګ ځوان رفيق غزنوي وو. د کوم ذکر او قصه چي د اردو ژبي نوموړي ليکوال او قصه ليکونکي سعادت حسن منټو په لاوډ سپيکر نومي کتاب کي کړې ده. په فلم کي د نورو کردارو سره د فلم د هيروئيني د خوندکۍ مشغله هم يو داسي کردار وو، چي اوس يې هم خلګ يادوي. د فلم د نورو سندرو سره دا دوې سندري ډيري يادګاره پاته شوې
:کاسه مي ليلْی ماته کړه قيس غم دي شا ته کړه
:سترګي را نه مه واړوه عالم کي افسانه به شم
يا توري ليلْی ديوانه به شم
دا فلم ليلْی مجنون په کال ۱۹۴۳ع کي د کوټي په پربهات سينما کي ولګېدی. د دې ځايي پښتنو د دې فلم ډېر ښه هرکلی وکړو او څو اوونۍ پرله پسې دا فلم نندارې ته وړاندي شو.
تر دې وروسته د پاکستان تر جوړېدو وروسته لومړی پښتو فلم کله خزان کله بهار جوړ شو. خو د ځيني تکنيکي لاملونو له کبله دا فلم تر کتوونکو پوري نه را ورسېدی.
په کال ۱۹۷۰ع کي تر ۲۷ کاله وروسته د يوسف خان شېربانو په نامه د فلم د راتلو سره سم پښتو فلمونو د خلګو پام و خپلي خوا ته بيا راوګرځوی. يو خو هغه وخت د خلګو د ساتيري لپاره اسانتياوي لږ وې. او دويم د هغه وخت د پښتو فلمونو کار او معيار هم د ستايني وړ وو. په پښتو فلمونو کي که يوه خوا د ميني و محبت، ورورګلوۍ، يووالي، خلوص او قربانۍ غوندي جذبو د درس ورکولو لپاره د اوربل، خانه بدوش، کوچوان، ديدن، ارمان، دهقان، زرتاجه، ميرنی ورور، مجرم او دا ډول په درځنو ښه فلمونو د خلګو ذهنونه، زړونه، جذبې او ارادې واړولې. نو بلي خوا د پښتونوالی، غيرت، پښتو او مړاني په ترڅ کي توپک زما قانون، دره خيبر، عجب خان آفريدي، ملتان خان، جرم و سزا، د پښتون توره او نورو ډيرو فلمونو په پښتنو کي يوه نوې جذبه، حوصله او ولوله پيدا کړه. هغه وخت د پښتو فلمونو د اداکارۍ معيار هم لوړ وو که يوه خوا بدر منير ، آصف خان، ياسيمن خان، ثريا خان او شهناز د هيرو او هيروئيني په کردارو کي د کار معيار ساتلی وو. نو بلي خوا ته نعمت سرحدي، جميل بابر، امان او باشي خان هم د مرستيال هيرو په رول کي تر چا کم نه وو.
د پښتو فلمونو يوه بله په زړه پوري ښېګړه پښتو موسيقي د پرمختګ و اوچت بام ته خېژول وه. په دې اړه که يوه خوا د موسيقار رفيق شنواري، منير سرحدي او ايس، ټي، سني لوی لاس وو نو بلي خوا ته د حمزه بابا او امير غلام صادق شاعرۍ هم د ياد وړ برخه درلوده. خو د ملکه پښتو موسيقي ګلنار بېګم او شهنشاه پښتو غزل خيال محمد زړه راکښوونکو ښکلو ږغونو لومړی سر د ټولي پښتونخوا په ګډون تر کراچي، اروپا، منځني ختيځ او نورو غربي هيوادونو پوري ټوله پښتانه ولړزول. د ګلنار بېګم او خيال محمد سره د هدايت الله، کشور سلطان، نويته خان او مه جبين قزلباش خوږو ږغونو هم د خلګو زړو ته خوشحالي ور رسوله. دا لړۍ همدغسي روانه وه. چي بدبختانه په کال ۱۹۸۵ع کي د فلم شهزادګۍ په راتلو سره د فحاشي او بربنډتوب يوه داسي نه ختمېدونکې لړۍ پېل شوه چي د ټولو پښتنو سرونه يې له شرمه کښته کړل. پښتون خو هغه قام دی چي هر څه زغملای شي لاکن د خپل عزت، حيا او ناموس پر سر سودا نه شي کولای. د دې څرګندونه يوازي د يوې لېونۍ د يو کردار په ترڅ کي په فلم نادان کي د کوټي پښتنو وکړه. چي د هغه لېونۍ لږ سپکاوی په فلم کي شوی وو په هغه ورځ پښتنو هغه غم و غصه د پېراډائيز سينما په ورانېدو ښکاره کړه. له هغه ورځي وروسته هغه منظره د فلم څخه ويستل شوه. او فلم بېرته د سر لپاره لاهور ته ولېږل شو. او تر سنسر وروسته بېرته د ښکاره کولو اجازه ورکړل شوه چي پښتانه ډاډه شول. خو دا ځل تر شهزادګۍ وروسته په منظمه ډول پر پښتو ژبي او ژواک باندي داسي بريدونه پېل شوه. چي تر نن ورځي پوري د تم کېدو نوم نه اخلي. ځکه خو د نورو پښتنو په څېر د سهېلي پښتونخوا پښتانه هم اوس د پښتو فلمونو څخه بدظنه شوي دي که څه هم په دې ترڅ کي په وار وار هڅي وشوې چي فلم کتونکي دي بېرته د سينماوو خوا ته مخه وکړي خو دا هڅي تر اوسه نه دي بريالۍ شوي ولي چي د رسنيو دپرمختللو آلاتو په راتلو سره اوس ډېر کم خلګ په سينما کي د فلم کتلو لپاره وخت باسي. او دا ځکه وشول چي په فلمي صنعت کي ناست خلګو د پښتو ژبي او کلتور خرابولو په خاطر پر خپله پښه پخپله تېښه ووهله.
Comments
Post a Comment