ادب او سیاست د پښتون تر درشله


ادب او سیاست د پښتون تر درشله
ډاکټر لياقت تابان


د ادب د ډیرو معناوو او تشریح ترڅنګ یو داسي تعریف هم کیږي چي:
د اظهار او هیئت له پلوه په فکري حواله د لیک هغه ربط چي تل پاتي نړیوالي ګټي او ځانګړني ولري لکه شاعري، ناول، تاریخ، ژوند لیک، افسانې، ډرامې، تکل، سفر نامې او نور.
یا یو تعریف یې داسي هم کیږي چي:
د یوې ځانګړني ژبي، دوران او خلګو د لیکلو هره بڼه ادب ګڼل کیږي.(۱)
دغه ډول سیاست د یوناني ژبي توری دی چي معنا یې ده د ښارونو معاملات، یا دا د یوې ډلي داسي عمل ته ویل کیږي چي هغه پریکړي کوي او د حکومت چاري پر مخ بیايي. (۲)
د تعریف او تشریح تر حده خو دا مختصر کارونه دي لاکن په انساني ټولنه دواړه دومره ژور اغیز لري چي د ارزښت او درنښت څخه یې هیڅوک انکار کولای نه سي، نه مخ ځيني اړولای سي. هغه ځکه چي په هر انساني عمل کي د دواړو اغیز او ریښې دومره زوروري او ژوري دي چي که څوک د یوې شیبې لپاره هم دا د سترګو نهامول وغواړي هغه یې کولای نه سي نو ځکه د دواړو حیثیت مسلمه او منل سوی دی.
اوس دا خبره چي د ادب او سیاست په خپلو کي څه تعلق دی؟ او دواړه د یو بل لپاره څومره مؤثره او لازمي دي؟ نو دلته دا ویل به بې ځایه نه وي چي دواړه لکه د نوک او وورۍ تعلق سره لري او دواړه د یو بل لپاره لازم وملزوم دي. په دې خبره ډیر بحثونه سوي دي. ځکه د دې څخه به تیر سو او دا به وسنجوو چي ادب و سیاست ته څه ورکړي دي او سیاست له ادبه څه ګټه ترلاسه کړې ده. او د نړۍ په تاریخ کي د دواړو راتګ او پرمختګ څنګه څنګ په څنګ سوی دی او نن ورځ د دواړو اغیز پر پښتني ټولنه څنګه دی؟
د دې لپاره به موږ د تاریخ پاڼي پلټوو چي د خپل لیک مقصد ته ورسیږو.
د سیاست او ریاست په هکله لرغونی تصور د هومر دی. هغه د حکومت په اړه د نظریه تخلیق رباني (ډیو این رایټ آف مونارکي) منونکی وو. د دې نظریې له رویه به حکومت کوونکي انسانان وي خو د خدايي واک د ودیعت له سوبه به د هغه مقام له عادي انسان څخه لوړ وي.
هیسوډ لومړنی کس وو چي د دې نظر مخالف سو او قلم یې پسې را پورته کړی. همدلته تاسو د سیاست او ادب د تړون لومړی څرک او دلیل څارلای سی.
په یونان کي د میلاد څخه شپږ پیړۍ مخکي یوه اقتصادي ستونزه رامخته سوه. په دې وختو کي د اولس جایدادونه د جاګیردارو او لویو سوداګرو سره ګروي پراته وه. د دې اولسي بې انصافیو پر ضد هیسوډ قلم را پورته کړی او دا سماجي ظلم یې په کلکه وغندی. د ده د لیک او تحریک په سوب یو نوموړی تحریک د ډیلفي په نامه رامنځته سو او د یونان په تاریخ کي یې د دې ظلم خلاف مبارزه وکړه. د دې پرڅنګ د سیاست په ډګر کښي په یونان کي تر ټولو ځیرک عالم، لیکوال او فلسفي سولن دی. چا چي د اولسي انصاف او معاشي قوانینو لپاره د اجتهاد کار پر مخ یووړی. دغه دوران ته د یونان په تاریخ کي د ډیفارمیشن عصر ویل کیږي.
د ډیلفي د تحریک سره د پالو غوندي فلسفي او لیکوال مرسته هم شامله وه. ده د قانون سازۍ لپاره کار وکړ او د طبقاتي تقسیم د منځ څخه د وړلو لپاره یې د حد بندۍ او حد برارۍ تصور وړاندي کړ. موږ ته د ډیلفي تحریک یوه بله ګټه د سیاست په ډګر کښي د اوو نابغه وو (سیون سیجز) فلاسفرانو فلسفه یو نوی ګام معلومیږي. دوی د اپالو په مرسته د ډیلفي په مندر کي یوه ګډه سیاسي او اولسي ضابطه جوړه کړه. په دغه اوو کسانو کي سولن، طالیس، چېلن، کلیو بولس، بیاس، پټاکس او پیرانډر شامل وه.
په دوی کي سولن او طالیس تر ټولو زیات کار وکړ. په ځانګړي توګه سولن د خپل لیک او شاعرۍ له کبله د هر ډول سیاسي، اقتصادي او اولسي استحصال ختمولو لپاره لوړ ګامونه پورته کړل چي په هغو کي تر ټولو مُهم کار د سیاسچیتا په نامه د یو آئین جوړول وو. د هم دې آئین له رویه جاګیردارانو د غریبانو نیولي مځکي ور واپس کړې. د غریبانو هغه پورونه چي دوی ادا کولای نه سو هغه یې ور معاف کړل. د مځکي د ملکیت لپاره هم یو حد وټاکل سو. د صنعتي پرمختګ لپاره یې د ځايي هنرمندانو مرسته وکړه.
آئیوینا د یونان د یوې کالونۍ حیثیت درلودی. دلته د طالیس سره سره فیثا غورث غوندي فلسفي د خپلو لیکنو له کبله تل پاتی نوم وګټی. ده د جیومیټري او ریاضي سره سره د سیاست لپاره هم ډیر کار وکړ. د سیاست په اړه د ده عقیده وه چي:
قدرت د حکومت کولو حق یوازي و نابغه کسانو ته ورکړی دی. (۴)
فیثا غورث د ۳۰۰ ځوانانو یو تنظیم ساز کړی هغو ته به یې د فلسفې او سیاست علوم ور زده کول.
سقراط (۴۷۰- ۳۹۹ ق م) د ایتهنز (یونان) د یو سنګ تراش زوی وو. ایتهنز ته د جمهوریت د زوکړي ښار ویل کیږي. په دې ښار کي سقراط د خپل علم او فلسفې پر اساس سیاست او جمهوریت ته هغه بڼه ورکړه چي نن هم د ده تهیوري آف نالج تر ډیرو فلسفو زوروره او مؤثره ده. د دې په زور ده د سوفټس مروج کړي ټولو معیارو ته په علمي او اخلاقي حواله ما ته ورکړه. ده د حقیقي انساني کردار د را برسیره کولو لپاره هڅي وکړې. هغه سیاست د ذاتي ګټو پر ځای د اجتماعي ګټو او خیر یو مستند علم او د عمل میدان ګڼی.
افلاطون (PLATO ۳۴۷- ۴۲۷ ق م) د سقراط شاګرد او د یونان فلسفي وو. د جمهوریه توری په لومړي ځل دې فلسفي کارولی دی. د ده د سیاست په اړه نوموړی کتاب جمهوریه (RE PUBLIC) نومیږي. په دې کتاب کي افلاطون د خپل استاذ سقراط څخه زده کړي ټول علمونه او د نظریو سره سره خپل افکار هم شامل کړي دي. د خپل ځانګړي طرز تحریر او سبک له لاري دا یو نوموړی کتاب دی. په هم دې کتاب کي د یو فلسفي، لیکوال او سیاست مدار حدود ټاکل کیدی سي.
ارسطو (ARISTOTLE ۳۸۴- ۳۲۲ ق م) د یونان فلسفي، مفکر او د منطق استاد وو. چا چي د سقراط او افلاطون غوندي استاذان لرلو او د سکندر اعظم غوندي شاګرد یې وروزی. دی د یونان په سټیګیرا (STAGIRA) ښار کي وزیږدی. د افلاطون سره ارسطو د لویدیځي فلسفې پلار ګڼل کیږي. د ده ځانګړي موضوعات بایو لوجي، زولوجي، سایکالوجي، فزکس، میټا فزکس، منطق، اخلاقیات، موسیقي، شاعري، سیاست او حکومت وه. (۵)
د سیاست په اړه د ده کتاب د پالیټکس (POLITICS) په نامه په انګلیسي کي خپور سوی دی. دا د جمهوریه پر مخ تللې بڼه ده. دا کتاب د عیسْی علیه السلام د زوکړي څخه درې نیم سوه کاله مخکي لیکل سوی دی.
د سیاسي فلسفو او نظریاتو دا یون چي تر پنځلسمي پيړۍ را رسیږي نو دلته حضرت انسان د ریاست بغیر د اجتماعي ژوند آغاز کوي. نو په دې لومړي پړاؤ کي د مفاداتو د جنګ رامنځ ته کیدل لازمي خبره ده. ځکه هغه وخت انسانانو پخپلو کي یوه لوظ نامه لیک کړه چي هغه ته یې د عمراني معاهدې (SOCIAL CONTRACT) نوم ورکړ. د دې معاهدې له رویه انسان د ریاست څانګه جوړه کړه او هغه ته یې ډیر واک ورکړ چي د ژوند تیرولو لپاره اصول، قوانین او تګلاره جوړه کړي. دا لوظ نامه که څه هم په پنځلسمه پیړۍ کي رامنځته سوله خو د دې څرک د پخوانیو فلسفیانو په نظریاتو کي په خلاص مټ موندل کیږي. د دې لوظ نامې په پایله کي دوه بیل نظامونه رامنځته سول.
۱: اولسي نظام حکومت، ۲: آمر یا مطلق العنان نظام حکومت.
د دې لوظ نامې په ترڅ کي په فرانسیه کي د سیاست د علم درې نوموړي فلسفیان رامخته سول چي په هغو کي تهامس هابس، لاک او روسو شامل دي. تهامس او لاک د دې پلویان وو چي انسان ښايي پخپله خپل واک و ریاست ته ورکړی دی او په داسي حالاتو کي لازمه ده چي ریاست دي مطلق العنان وي. او د ریاست ټول احکامات دي د اطاعت واجب وي. خو روسو د دې عمراني لوظ نامې مخالف تشریح وکړه. ده وویل چي واک به له اولس سره وي چي هغه وغواړي حکومت و ریاست به جوړېدی سي یاني دی د انفرادي آزادیو طرفداره وو. په قول د ده چي حکومت او ریاست ته دا حق اولس ورکړی دی.
د همدې فلسفي او لیکوال له کبله په فرانسیه کي انقلاب راغلی.
په دې لړ کي یوه نظریه د اټلي د مسولیني هم ده. دی د فاشزم د نظام پلوی وو. دا نظریه دا وه چي د فرد حقیقت نسته. یوازي په دغه محترم دی چي د یو قام جُز دی. ټول واک د قام سره دی. او د قام استازیتوب ریاست کوي. ده د قامي پرمختګ لپاره هر ډول مبارزه روا ګڼله. هغه د جمهوریت خلاف وو. ولي چي جمهور غلطه پریکړه هم کولای سي او بیا به یې خلګ مني. مسولیني د عدم تشدد هم ډیر مخالف وو. هغه به ویل عدم تشدد د بُزدلانو کار دی. (۶)
په کال ۱۹۲۲ع کي مسولیني د میلان ښار څخه د روم پر طرف د خپلو پلویانو سره په تورو جامو کي لاریون پیل کړ. دوی د حکومت څخه دا غوښتنه وکړه چي مسولیني دي د اټلي وزیر اعظم وټاکل سي. آخر پاي بادشاه دې ته اړ سو چي د دوی غوښتنه ومني او مسولیني د یو آمر په توګه وزیر اعظم وټاکل سو.
دا هغه وخت دی چي په نړۍ کي عثماني اسلامي سلطنت د شپږ نیم سووه بادشاهت کولو وروسته د زوال سره مخامخ دی او ډیر هیوادونه د ده د ولکې څخه وتلي یا د جلا کیدو په جریان کي دي. او ترکیه په قول د اروپا د یو زخمي او ځپلي هیواد په توګه یادوي. په دغه ورځو شپو کي کمال اتا ترک د ترکیه د لارښود په توګه رامخته کیږي او ترکیه بیرته د یو سیال قام او هیواد په توګه په خپلو پښو د درولو هڅه کوي. په هم دې ورځو شپو کي امان الله خان په افغانستان کي واک ترلاسه کوي او د افغانستان استقلال اعلانوي او له نوي سره د یو پرمخ تللي هیواد په توګه مبارزه ته دوام ورکوي.
د مسولیني وروسته په جرمني (المان) کي هټلر د هم دغو نظریاتو (فاشزم) سره سره رامخته کیږي. دی یو قدم پر مخ ځي او دلته د نسلي امتیاز رنګ هم ور ګډوي. دی په دې حالت کي چي جرمني د ماتي خوړلو وروسته په بد حال کي ده. د هیواد لپاره د امید ډیوه ګرځي. د هټلر عقیده او فلسفه دا وه چي په نړۍ باندي د حکومت کولو حق یوازي یو ځانګړي نسل ته ور په برخه دی. چي ځانګړي خوبیاني ولري. او هغه آریايي قامونه دي. دی د سامي قامونو سخت مخالف وو. د هټلر دغه سیاسي مفکورې ته وروسته د نازي ازم نوم ورکول سو.
د کارل مارکس افکارو او نظریاتو د صنعتي انقلاب په راوړلو کي بنسټیز رول لوبولی دی. دی وايي د لومړي سر څخه انساني نسل په دوو طبقو کي تقسیم دی. یو طبقه د بادار ده چي دی ورته بورژوايي طبقه وايي او دویمه د مزدورانو ده چي دی ورته پرولتاریه وايي. کارل مارکس وايي له ازله بورژوایانو د پرولتاریانو استحصال کړی دی. د مارکس نظر دا وو چي کوم کس څومره خواري کاږي هغومره دي هغه ته د کار صله ورسیږي. د دې په سوب د کیمونسټ منشور (MANIFESTO) رامنځته سو. د مارکس په ژوند خو اشتراکي حکومت جوړ نه سو. البته د لینن وروسته چي په روس کي کوم نظام نافذ سو هغه ته یې د پرولتاري حکومت نوم ورکړ. (۷)
خو په دې کي هم د اختیاراتو مرکز ریاست او حکومت وو. یاني د فاشزم هغه جوهر دلته هم په یوه بله بڼه کي موجود وه.
وولټایر د ۱۷ پیړۍ په وروستیو کي زوکړی او په اتلسمه پیړۍ کي وفات سوی دی. د ساینس او آرټس په بیلا بیلو موضوعاتو یې کار کړی دی. د ده د لیکنو مجموعه په ۹۰ جلدونو کښي خپره سوې ده. دی د مذهب سخت مخالف وو. دی وايي ټول مذاهب بدل سوي دي. د انسان لپاره اوس یوازي فطرتي مذهب دی. دویمه خبره دا کوي چي مذهب د انسان ذاتي معامله ده.
وولټایر له هغه درو فلسفیانو څخه یو دی چا چي د جمهوریت لپاره ډیر کار وکړ. دا درې سره کسان د فرانسییه دي د وولټایر سره نور مونتیسکو او روسو شامل دي. جمهوریت لکه څرنګه چي له نوم څخه معلومیږي د دوو تورو مجموعه ده ډیمو چي اولس ته ویل کیږي او کریسي چي یوناني توری دی، حاکمیت ته ویل کیږي. یاني هغه نظام چي د اولس رضا او رایي په څه نا څه بڼه کښي موجوده وي.
دویم لیکوال او فلسفي چي د جمهوري سیاسي نظام لپاره یې کار وکړ، مونتیسکو دی. د ده کتاب روحِ قانون (SPIRIT OF LAW) دی چي د قانون او د هغه د فلسفې په اړه دی او په دې کښي د جمهوریت په اړه ډیر مواد سته. دی وايي چي د ریاست اختیارات په درې ډوله دي:
۱: قانون جوړول (مقننه) د پارلیمان له لاري.
۲: د جوړ سوي قانون د نفاذ او انتظام واک (چارواکي، وزیر اعظم، اولس مشر).
۳: د جوړ سوي قانون تشریح او پلوي کول (عدلیه).

دا نظام نن سبا په ټوله نړۍ کي په عادي ډول رواج دی. دریم کس روسو دی. چي مخته یې ذکر وسو. ده د جمهوریت لپاره ډير کار وکړ. تر دې ځایه موږ په لنډو ټکو کي ولوستل چي د نړۍ په تاریخ کي د سیاست ریښې د فلسفیانو او دانشورانو پوري رسیږي. دوی د سیاست بنسټ ګر دي.
د سیاست، جمهوریت او ریاست کړنلاره دوی جوړه او پلي کړې ده. نن چي په نړۍ کي د ریاست، سیاست، جمهوریت کومي لاري او کوم قانون رواج لري دا هم د هغه دانشورانو د خوارۍ ثمر دی. اوس خبره لږ پر مخ بیایو او خبره به لږ تر بشري حقوقو پوري وغزوو ځکه چي بشر اشرف المخلوقات دی. دا نړۍ د ده لپاره تخلیق سوې ده. که په دې نړۍ کي د بشر حق ده ته رسیږي نو نړۍ هم خوشحاله پاتېدی سي او بشر ته هم په کار دی چي په خپل فرض خبر وي. په نړۍ کي د بشري حقوقو لپاره ډیر کار سوی او روان دی. د دې مخ کشي څوک او څنګه کوي او د دې پر ټولنه څه اغیز دی. راسئ دې ته لږ ځیر سو چي خبره لږ نور وشنل سي.
موږ که د نړۍ لس لومړني د بشري حقوقو نوموړو علمبردارانو ته ځیر سو نو تاسو یې پخپله سنجولای سی چي په هغو کي د لیکوالو تناسب څومره دی. په دغه لسو کسانو کي:
۱: جارج میسون (۱۸۲۹- ۱۷۲۵ع) امریکايي لیکوال.
۲: ایلیزبت فریني (۱۸۲۹- ۱۷۴۴ع) امریکايي لیکوال.
۳: تامیس پاین (۱۸۰۹- ۱۷۳۷ع) لیکوال.
۴: اولمپي ډي ګوګره (۱۷۹۳- ۱۷۴۸ع) فرانسوي لیکواله.
۵: ټیریمي بینـتان (۱۸۳۲- ۱۷۴۸ع) برطانوي فلاسفر او لیکوال.
۶: ولیم ایل لائیډ ګیریژن (۱۸۷۹- ۱۸۰۵ع) امریکايي لیکوال. (۸)
دا شپږ د هغو کسانو څخه دي چي د نړۍ د بشري حقوقو مخ کشه علمبرداران دي. او د نړۍ نوم وتي لیکوال هم دي ځکه دا خبره دلته هم صفا جوتیږي چي د بشري حقوقو د لاس راوړني لپاره لیکوالو بیرغ پورته کړی دی.
راسئ لږ نور ځیر سو دې خبري ته چي د نړۍ د سیاست مضمون لیکلو خلګ یوازي تر لیک پوري محدوده وه که په عملي توګه هم د ژوند، سیاست او نورو څانګو ښاغلي پاته سوي دي.
د زنځیر په دغه کړۍ کي لومړی نوم د سامیر امین (۱۹۸۸- ۱۹۳۱ع) دی، دی د مصر وو په فرانسیه کي یې ژوند کاوه. د لیکوالۍ سره سره د معاشیاتو پوه هم وو.
۲: جوهان نیپومک برجر (۱۸۷۰- ۱۸۱۶ع) د ویانا (آسټریا) اوسیدونکی لیکوال، وکیل او د سیاست د میدان لوبغاړی وو.
۳: معمر قذافي (۲۰۱۱- ۱۹۴۲ع) د لیبیا مخ کش لارښود او لیکوال.
۴: ګانټل ګیلیډ (۱۹۷۲ع) د سویټزر لینډ لیکواله او د سوشل ډیمو کریټک ګوند فعاله مخ کشه.
۵: کیم یونګ چول، د کوریا وو. په جاپان کي اوسیدی. د لیکوالۍ سره سره د عملي سیاست کار یې هم کاوی.
۶:شاهین نجفي (۱۹۸۰ع) د ایران په ګیلان ښار کي زوکړی. په روس او جرمني کي یې ژوند کاوی. شاعري، لیک، موسیقاري د ده د ژوند مُهم میدانونه وه. له دې سره ویسایل پیراچیو (۲۰۱۱- ۱۹۲۸ع) د رومانیه لیکوال، اولسي او سیاسي لارښود، رستم ثاني (۲۰۰۸- ۱۹۴۴ع) د ملایشیا لیکوال سیاستدان او وینګپو تیتونګ (۱۹۶۳ع) د سویټزر لینډ سیاستدان او دانشور شامل دي. (۹)
اوس به خپلي موضوع ته لږ نور ورنژدې سو او دا به وګورو چي د نړۍ هغه کوم مُهم سیاسي او بشري نهضتونه دي چي مخکشي یې لیکوالو او دانشورو کړې ده.
۱: په دغه کي لومړی نوم د راجني کوتهارا (۲۰۱۵- ۱۹۲۸ع) دی. دې په ۱۹۶۳ کي په انډیا کي یوه علمي څانګه پرانسته. په دغه څانګه کي سماجي ساینس او د بشري حقوقو څیړنیز مرکز شامل وو. د دې مرکز له خوا دې نه منوونکي کارونه ترسره کړل. هغه په دې چي دا پخپله لیکواله، اکاډمین، سیاستمداره او ساینس پوه وه او یو پراخ وژن او مِشن یې درلود.
۲، ګوچنګ ایل ايي (۱۹۹۵ع):-
ده په چاینا کي یو سیاسي تحریک پیل کړ. دې تحریک هلته ډیر پړاوونه ترسره کړل. لکه د ادب وده، په ټولنه کي د لیکوالو ارزښت، او په اولس کي یې د مارکسزم او لینن فکري روزنه وکړه.
۳، نیګري ټرایډ:-
دا په ۱۹۳۰ع کي په افریقه کي د یو جال په بڼه خواره سول. دوی بنسټیز ډول د تنقید په اړه نظریات خواره کړل. په دوي کي مُهم رول فرانکو فون ولوبوی. دی د افریقه اوسېدونکی، نابغه لیکوال او سیاست پوه وو. د دې نهضت پیل کوونکي مارټینیکان وو او له دوی سره یو شمیر نور لیکوال غړي هم ملګري وه.
۴، مهاتما ګاندي (۱۹۴۸- ۱۸۶۹ع):-
د هند د سیاست یو لوړ نوم چي د برطانیه څخه یې د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره کلکه مبارزه وکړه او د عدم تشدد سرخیل وو.
۵، سریالیزم (۳۰- ۱۹۲۰ع):-
دا تحریک په بنسټیز ډول د فرانسیه او بلجییم څخه پیل سو. د دې بنسټګر بریټن، ډالي، ایرنسټ، میګ رایډ او نور ملګري وه. (۱۰)
د دې تحریک غړو د ادب، فلم، کتوونکي آرټ (VISUAL)، موسیقي او د ژبو د ودي لپاره کار وکړ. له دې سره یې نور مُهم کارونه لکه سیاست، فلسفه او د اولسي تیوري لپاره هم نه هېرېدونکي کارونه ترسره کړل.
د دې ټولو ذکر سوو سربیره د نړۍ تاریخ د ډيرو ښاغلو او آغلو ډک دی چي په یو وخت کي یې لیک هم کړی دی او د بیلو بیلو څانګو په ځانګړې توګه د سیاسي تحریکونو فعاله غړي، مخ کشه او یا لارښود پاته سوي دي. که د دې ټولو بالا ذکر سوو شخصیاتو او تحریکونو تحلیلي څیړنه وکړو نو په دعوه سره په ډيره چټکي ویلای سم چي هر هغه تحریک چي د لیکوال او دانشور ملګري ورسره شامله وي. هغه تحریک په هر حالت او هره زمانه کي مثبتي او ګټوري پایلې شندلي دي. اوس که دغه پیمانه موږ د پښتنو په عدالت کي سیاست او ادب ته کښیږدو نو دلته حالت لږ بدل غوندي دی.
که د لیکوالو ذکر وکړو نو د امیر کروړ څخه نیولې د خوشال خان خټک، کاکا صنوبر حسین، مولوي عبدالرحیم پوپلزی، عبدالحی حبیبي، عبدالصمد خان اڅکزی،ولي خان، سائین کمال خان شیراني، قیام الدین خادم، عبدالرؤف بینوا، اجمل خټک، ولي محمد توفان، شیر علي باچا، عبدالکبر خان اکبر، عبدالشکور رشاد په سلګونو نه په زرهاؤ داسي لیکوال لرو چي د قلم څوکه یې هم تیره نیولې ده او د سیاست میدان ته هم داخل سوي دي هلته یې لا لارښونه کړې ده. د یو ساسي تحریک کار کوونکي پاته سوي دي. عملي سیاست یې ترسره کړی دی یا یې سیاسي نظریات لرلي او خواره کړي دي. لاکن د یو څو د ګوتو په شمېر د ګټو سربیره موږ داسي څه نه وینو چي په مجموعي ډول زموږ د قام په ګټه تمام سوي وي.
اوس په دغه لړ کي که موږ د پښتنو د سیاسي تحریکونو یا حکومتونو خبره وکړو چي په دې کي لیکوال ته کوم مقام ورکول سوی دی یا لیکوال کوم سیاسي فعالیت ترسره کړی دی نو زما په خپل اند زه په ټول پښتون تاریخ کي څو د ګوتو په شمیر داسي سیاسي تحریکونه او حکومتونه په ګوته کولای سم چي هغو په هر حال کي و لیکوالو ته عزت او مقام ورکړی دی. او هغو خپلي مثبتي او ګټوري پایلې شندلي دي چي په هغو کي:
۱: احمد شاهي دوره.
۲: د شاه حسین هوتک دربار.
۳: د بایزید روښان او د ده د لیکوالو ملګرو سیاسي او ادبي مبارزه.
۴: د ویښ زلمیانو نهضت.
۵: خدايي خدمت ګار تحریک.
اوس په دې خبره کوو چي ولي پښتانه سیاستدان او دانشور په یوه لاره تګ نه کوي. نو د دې لپاره به موږ د سیاستدان او دانشورانو مسؤلیتونه او ځانګړني په ګوته کړو او له هغه وروسته به ګورو چي موږ په کوم مقام ولاړ یو یا دا هم کیدلای سي چي په دغه تجزیه کي موږ ته د هر سوال ځواب پخپله ورسیږي.
۱: د سیاستدان لپاره په کار ده چي هغه د نړۍ بالعموم او د خپل هیواد بالخصوص په قانون خبر وي. چي هغه د قانون په دایره کي د خپلو حقوقو او فرایضو مرام مخ په وړاندي یوسي.
۲: سیاست دان باید د نړۍ د هر مذهب په اړه معلومات ولري. په ځانګړې توګه د خپل مذهب او په خپله سیمه کي میشت د لږکیو د مذهب او عقیدې خاص خیال ساتونکي وي. موږ د عثماني سلطنت په دوره کي وینو چي په یوه کوڅه کي به درې د بیل بیل مذهبو خلګ میشت وه او د هر چا لپاره به د دوی د مذهب قانون پلي کیدی. په ځانګړې توګه د جایداد، واده، طلاق او خانداني مسئلو په اړه.
۳: معیشت د هیواد لپاره د سکام حیثیت لري. د یو هیواد معیشت هله مضبوط ګڼل کیږي چي د هغه په شتمنیو او د هغه په کارونه سیاستدان خبر وي. په کوم ځای او په کوم مقام څومره خرڅول، څنګه ګټل، مال صادرول، د بهرنۍ نړۍ سره تجارتي اړیکي ټینګول دا هغه علمونه دي چي په دې کي حساب، ریاضي، جغرافیه، اقتصادیات، بینکنګ او نوري ډیري څانګي راځي. په دې ټولو علمو ځان خبرول د ښه سیاستدان ځانګړنه ګڼل کیږي.
۴: د ګاونډیو هیوادو سره تعلقات، داخله او خارجه پالیسي جوړول. په هیواد کي دننه او شاوخوا امن، سوکالي راوستل د سیاست مُهم موضوع او مضمون دی. د دې علم په چپه سیاستدان نیمګړی وي.
۵: د هیواد د زراعت، ځنګلو، اوبو، غرو، رغو، په هغو کي د پټو خزانو لکه تیل، ګیس، کویله، مُهم معدنیات لکه سره او سپین زر، یورینیم، کرومایټ، قیمتي ډبري او نورو په اړه معلومات سیاستدان قوي او ډاډه کوي.
۶: روغتیا او تعلیم د هري سیمي او هیواد داسي څانګي وي چي د هغو کمزوري او طاقت د هغه هیواد پر څهره ښکاره وي. د دې لپاره لازم ده چي د دې پالیسي جوړوونکي پخپله ښه تعلیم یافته او پوه خلګ وي. ځکه دا څانګي و هیواد ته مضبوط نسل ورکوي.
۷: په ادب، ژبه او کلتور باندي خبر او د هغه په ارزښت پوه وي. د ژبي او ادب د پراخیتا لپاره باید پخپله هم ذهني پراختیا ولري.
۸: د خپل تاریخ، جغرافیه، اتلانو او هنر مندانو په اړه وسیع علم او مشاهده لرونکی وي.
۹: د سیاست، ریاست او حکومت په داؤ پیچ پوه، باخبر او عمل کوونکی وي.
۱۰: غرض د ژوند د هر علم په اړه ادراک کوونکی او ځیرک وي. خو د دې ټولو سربیره مُهمه خبره دا ده چي سیاستدان باید مخلص، ایماندار، ځان یې دې کار ته سپارلی او له هغه سره هوډ مند وي.
اوس چي څوک دا دومره ځانګړنو او علمونو ته وګوري نو هغه به اکونک د سیاست څخه زغلي یا به توبه ګار کیږي. لاکن خبره داسي نه ده سیاست دان باید داسي چارواکی وي چي په هر یو شي یې نظر وي. د هري څانګي پوه او با استعداده کسان د خپل ټیم برخه وګرځوي او یو داسي تهنک ټینک ولري چي هغه په هره معامله کي لارښوونه ورته کوي.
اوس که دا استعداد موږ په ټولنه کي وپلټو نو هغه، هغه با استعداده، باشعوره، نابغه دانشوران او پوهان کیدلای سي چي خدای تعالْی له خپلي خزانې څخه بې شمیره علم، ذهانت او لیاقت ورکړی وي چي د ژوند په رموزو او چارو پوه وي. نو ځکه دلته هغه مقام راځي چي موږ و خپل سیاست او ادب ته ځیر سو نو نه دا چي وازه خوله پاته سو بلکې هغه ټولي خامیاني، کمزورۍ، نا انصافۍ او بد مرغۍ رامخي ته سي چي موږ زیاتره په ککڼ یو. ځکه چي موږ ته دلته د خپل سیاستدان علمي او سیاسي استعداد او د ده ترجیحات څرګندیږي او هم ورسره د خپل لیکوال هغه ټیټ علمي مقام هم، چي هر یو ځان من من ګڼي او یوازي تر شاعرۍ مو ځانونه محدود کړي او ځان د دانشورو په قطار کي دروو.
د سیاست میدان دلته د قانون جوړولو پر ځای، د سړک، نالۍ، برمو او نوکریو پوري محدود پاته سوی دی. په سیاست کي کرپشن دومره زیات سوی دی چي زیاتره لیکوال د سیاست له نوم څخه زغلي او ډیر لیکوال په فخر دا وايي چي موږ سیاست نه کوو.
د دې سوال ځواب ډیره څیړنه غواړي خو په لنډو ټکو کي به دا ووایو چي په پاکستان کي پښتانه د سیاست په ډګر کي د څلورو بیلا بیلو نظریاتو سره مخامخ دي. یو د قام پرستۍ (ملت پالنه) سیاست، بل مذهبي، دریم پاکستاني او څلورم د کین اړخو سیاست دی. دا څلور سره پخپلو کي داسي د یو بل ضد دي چي د انتهاپسندۍ تر آخري بریده پوري رسیدلي دي. او په یو بل پسې داسي فتواوي او حکمونه صادروي لکه هغه چي رښتیا وي او دوی د هغو فتواوو او حکمو بټۍ جوړي کړي وي. اوس چي د دې فتواوو په اصلیت او مقصد څوک خبر نه وي، ځواب یې ورسره نه وي نو هغه به هرو مرو د سیاست د نوم څخه نور زغلي. دویم په افغانستان کي میشت پښتانه دي. هلته په تیرو څلویښتو کلونو کي د جهادي ډلو او طالبانو خونکاریو انسانان د سیاست په نوم دومره وځپل چي هر یو دا خرابي د سیاست تاوان ګڼي.
دریم د افغانستان او پاکستان څخه بهر اوسېدونکي هغه پښتانه او افغانان دي چي د هغو هیوادو د پالیسیو او وګړو د رویو له کبله په خپله قام پرستي ویاړ کوي لاکن په طاقت یې هیڅ پوره نه دي.
نو ځکه بالا ذکر سوي هغه لاملونه دي چي لیکوال او سیاست دان یې سره لیري پاته کړي دي. د یو بل څخه دا فراق.. سیاست تر مطلبه پوري او ٪۹۰ لیکوالان یې د ټیټي درجې شاعرۍ پوري را محدود کړل. ځکه د پښتون قام واک نه په لر او نه په بر کي د دوی په لاس کي دی. او دواړه ځایه پښتون د دویمي درجې ښاري ژوند تیروي. خو بیاهم د یو بل وجود نه زغمي، نه درنښت ورکوي او نه یې په ارزښت خبر دي. موږ که یوازي د افغانستان او عراق جنګ را واخلو نو د امریکا او د ده ملګرو یوازي د خپلو دانشورانو په علم، خبرو او د میډیا په حکمت وګټی. زیډ اې سلهري د افغانستان په جنګ کي چي د قلم څخه پاکستان ته څومره ګټه ور ورسوله هغه د سوو ټینکو او خود کشه جیکټو څخه څو چنده زیاته ده.
ځکه په دې ټولو حالاتو او واقعاتو کي موږ ته خپلي څهرې او کردار ډیر صفا معلومیږي او موږ د هر سوال ځواب هم په اسانه موندلای سو. د دې سوالو حل کیدل کومه لار غواړي باید هر یو په دې سوچ او فکر وکړو.
\
                                                     جمعرات ۱۸- ۲- ۱۵، اسلام آباد






اخذ لیکونه


۱: LITERATURE, BROWSE, WWW.DICTIONARY. COM 02-02-18
۲: £ HTTPS// EN.M.WIKIPEDIA.ORG. 02-02-18
۳: ارمان پروفیسر سمیع الدین، د سیاسي نظریاتو د ارتقاء تاریخ او تلخیص، پښتون مجله، دسمبر ۲۰۱۷، چیف ایډیټر حیات روغاني، ۱۲۲ ګڼه پېښور، مخ۴۸
۴: هم دغه اثر، مخ۴۹
۵: ARISTO-HTTPS£ EM.WIKIPEDIA.ORG
۶: ارمان پروفیسر سمیع الدین، د سیاسي نظریاتو د ارتقاء تاریخ او تلخیص، مخ۵۳
۷: همدغه اثر، مخ۵۳
۸: HTTP.H.EN.M.WIKIPEDIA.ORG.WIKI.HIST.02-02-18
۹: HTTP:EN.M.WIKIPEDIA.ORG,WIKICATAG.03-02-18
۱۰: HTTP:£.M.WIKI-PEDIA.ORG.03-02-18
----------------------




Comments

Popular posts from this blog

farooq serwer preface regarding novel

The history and pashto programs of Quetta radio station.by Dr,Liaquat Taban