Globalization and pashtoo language.a historical review.ګلوبلایزیشن او پښتو د تاریخ په څپو کي



ګلوبلایزیشن او پښتو د تاریخ په څپو کي

د ګلوبلایزیشن یا نړیوالتوب اثرات او هدفونه سیاسي او اقتصادي دي او دا په ډېر منظمه توګه د یو خاص منصوبه بندۍ له لاري په وړو قامونو او ژبو باندي تپل کیږي د دې د تبلیغ له پاره دوی درې غوره لاري هم ټاکلي دي چي هغه په ډېره چسپاندي خپل ټاکلي او ورکړي هدفونه او اثرات پر ټولنو او د هغو د وګړو پر ذهنو اچوي دا درې لاري د رسنیو یعني میډیا ، مکتبونو او این جي اوز دي کوم چي په ډېره تیزي او ښه آساني دا کارونه او هدفونه تر سره کوي –
د نن د ګلوبلایزیشن له مخه که موږ د نړۍ پر تاریخ نظر واچوو نو دا د هر حاکم اوظالم بادار خاصیت پاته شوی دی چي هغه د خپل قوم ، هیواد د خپلي ژبي د پراختیا او لوړوالي لپاره کار وکړي او هغه پر نورو وتپي او د مظلومو او کمزورو قامونو ژبه، ادب ، سیاست ، معیشت او کلتور غلام وساتي لکه د یونانیانو سیاسي تیری او امپیریل ازم را واخلی د کوم اوج چي د سکندر د فتحوحاتو څخه پیل کیږي او د هغه په نتیجه کي یوناني عالمګیریت یا ګلوبلایزیشن مخي ته راځي سکندر د هغو سیمو کلتوري او اقتصادي هیت وربدل کړی په کوم چي د ده پاچهۍ وه ولي چي یونانیانو خپله ژبه او کلتور تر نورو مقدم ګڼی افغانستان او هند چي د یوناني سلطنت تر اثر لاندي وو د هغو سیمو د کلتور بدلولو هڅي وشوې د دې مثال زموږ پر سیمه د ګندهارا کلتور پاته کیده دي –
لاطیني ژبه د روم د نړیوالتوب په وخت کي د هغو سیمو ژبه وګرځیده چي پر کومو سیمو رومي سلطنت وو او ورسره دا هم چي کله رومي سلطنت پاته نشو نو د منځني وخت په دوره کي په عیسایي اروپا کي لاطیني مذهبي او علمي ژبه وه په دا ټوله دوره کي ادیبانو ، شاعرانو او ساهنس پوهانو په لاطیني ژبه کي لیک کولو ولي د دوی څخه یې خپلي مورنۍ ژبي دومره شاته پاته کړې یا شوي وې چي هغه د دې قابله نه وې چي په هغه کي دي دوی لیکل وکړي په دغه ترڅ کي د عربو ګلوبلایزیشن ته وګورﺉ عرب په خپله ژبه فخر کوي او د خپلو پرته هغو نورو ته عجمي یا ګونکي وایي او کله چي دوی منځنی ختیځ او شمالي افریقه ونیوله نو د دوی د تیري لکبله د هغو ژبي ختم شوې او عربي دخلګومورنۍ ژبه وګرځیده موږ وینو چي و عربي ژبي ته که د مداخلت لار نیول شوې ده نو هغه یوازي په ایران کي د ایرانیانو لخوا شوې ده چیري چي ایرانیانو د خپلي ژبي او کلتور په کلکه ساتنه وکړه لاکن دلته هم دا پېښه وشوه چي د دوی پهلوي رسم الخط له منځه یو وړل شو او عربي رسم الخط په فارسي وتپل شو له دې پس په منځنۍ ایشیا ، ایران ، افغانستان او ترکي کي د فارسي ژبي تسلط جوړشو او د دې سیمو قامي او مورنۍ ژبي یې شا ته وغورځولې او فارسي د دربار ، علم و ادب او ساینس ژبه وګرځیده او په ځانګړې توګه سنسکرت ژبه چي د مسلمان حکمرانانو د دربار ژبه وه له منځه یوړل شوه او یوازي د سنسکرت مذهبي پیژندګلوي پات شوه په اروپا کي د ژبو په اړه هغه وخت بدلون ولیدل شو کله چي په ۱۶۴۸ ء کي د ویسټ نیلیا د لوظ نامې وروسته د قامي مملکتونو جوړول پیل شو او د چرچ او سپېڅلي رومن امپاهر زور ختم شو . د لوتهر تحریک اصلاح مذهب د چرچ نور ارزښت کمزوره کړی او د بایبل ژباړې په قامي ژبو کي وشوې کومو چي د لاطیني ژبي ارزښت نور ور کم کړی لاکن کله چي د قامي ریاست جوړولو وخت راغلی نو په دې خبره زور واچول شو چي د قام ژبه دي یوه شي چي پر دا باندي قوم راغونډ شي او یو والي ورپکي پیدا شي د دې پایله دا شوه چي په قامي ریاستونو کي د نورو ژبو له منځه د وړلو هڅي وشوې لکه په ۱۷۸۹ ء کي د فرانس د انقلاب وروسته چي کله د فرانس د قومیت خبره مخي ته راغله نو هغه ۵۰٪ خلګ په فرانسوي زده کولو او ویلو مجبوره کړل شو . د چا چي فرانسوي ایزده نه وه او هم د هغو مورنۍ ژبي له منځه یووړل شوې دلته د دې تمهید تړلو پس دا نتیجه راوزي چي که یوه خوا ته ژبي د ګلوبلایزیشن یا امپریل ازم د اثراتو څخه بچ نه پاته کیږي نو بله خوا ته که د نیشنلزم یا قام پرستۍ ښکار شي او له منځه یووړل شي نو بلي خوا ته په دغه ترڅ کي موږ په تاریخي حقایقو دا هم وینو چي ژبه هر وخت د یو قام د یووالي او پر یو ځای راغونډولو کي هم لوی لاس لري لکه په نولسمه عیسوي پیړۍ کي فرانسیسې د یورپ د بادارانو ژبه وه په روس او جرمني کي اولس خپله خپله ژبه کمتره ګڼله او فرانسوي یې د لوړ حیثت او پر مختګ علامت ګڼله په جرمني کي په دې رجحان کي هغه وخت بدلون راغلو کله چي دوی د نپولین څخه ماته وخوړه له هغه وخته د جرمني دانشورانو او لیکوالو دا خبره وسنجوله چي که جرمني د علم فن و ادب ژبه وګرځول شي نو پاشل سوی جرمن قام به بیا پر یوه ځای را غونډ کړل شي ځکه نطشې ، هرډر ، ګرم براوس او نورو د خپلو لیکنو او تخلیقاتو له برکته جرمني دومره غني ژبه وګرځوله چي دا ژبه دفلسفې ، ادب او ساهنس ژبه وګرځیده- د تاریخ د پلټني څخه دا جوتیږي چي د ګلوبلایزیشن تصور د پخوا را روان دی او بله دا که یوه خوا د ژبي د ورکیدو سره د هغه قوم هر څه له منځه تلل لازمي وي نو دلته دا خبره هم څرګنده شسوه چي د یوه قوم په راغونډولو او یووالی را وستولو کي هم د ژبي رول د هر څه څخه بالا او مقدمه وي – اوس دلته دا کتل په کار دی چي ژبه ولي دومره ارزښت او حيثیت لري ؟ نو په دې ترڅ کي دا ویل به بې ځایه نه وي چي ژبه هغه یواځینۍ لار ده د کوم په ذریعه چي باداران پر غریبانو خپله باداري پخوي په هغه ټولنه کي د بادارانو او ولس په ژبو کي څرګند توپیر وي ، او په دا ډول ژبه د سیاست ، تیري او ځبېښاګ ذریعه وګرځي لکه په هند کي په سنسکرت د برهمنو اجاره داري وه او د نورو قامونو د وګړو دپاره د دې زده کړه جرم وو دا شي نه دا چي و سنسکرت ته مذهبي تقدس ورپه برخه کړی بلکې د دې ژبي سرپرستي کوونکو بادارانو د ولس څخه ځانونه هم لیري وساتو .په دغه ترڅ کي موږ ګورو چي په هندوستان کي عالمانو په عربي ژبه خپل تسلط وساتی او مذهبي علوم او عربي ژبه یې دخپلو ځانو پوري محدوده وساتله کله چي حضرت شاه ولي الله د قرآن مجید فارسي ژباړه وکړه نو پر دې د عالمانو لخوا ډېر احتجاج وشو او په یوه مسجد کي د ده سپکاوی هم وشو دغه رنګه چي د ده لمسي شاه رفیع الله کله د قرآن شریف اردو ژباړه وکړه نو د ده سره هم دغه چلند روا وګرځول شو ځکه دوی غوښتو چي دا علم تر خپله ځانه محدود وساتي او په دا ډول د دوی ارزښت او احترام په زوره پاته شي د ژبي د ارزښت او حیثت په لړ کي دا څو خبري په هره ټولنه او هیواد کي د لمر غوندي تابانه دي لکه دا چي –
۱ .هره ژبه د ذات ، قومیت او هیواد څخه معتبره وي .
۲ .د قام بنیاد پر ژبه ایښول کیږي .
۳ .دا چي د ژبي د سوچه والي نظریه د لساني څخه زیاته سیاسي وي .
۴ .دا چي هر قام څومره شاته پاته وي بیا هم د هغو خپل حیثیت وي .
۵ . دا چي د یوې ژبي مخالفت د هغې د وګړو مخالفت وي .
۶ .او د یوې ژبي ختمول د هغې ژبي د ویونکو ، ټولنیز سیاسي ، کلتوري او علمي مرګ وي .
د تاریخي حقایقو دا خبره جوتیږي چي کله باداران ژبه تر خپله ځانه پوري محدوده کړي نو په دا ډول دوی خپله باداري پر ولس او قومونو تپلی شي او که چیري د بادارانو په سر پرستي کي پر دا ژبه کار وشي نو دا ژبه بیا علمي ، ساهنسي او ادبي ګرځیدی شي کنې د عام ولس ژبه یوازي د ویلو تر حده پاته کیدی شي او په دا توګه له منځه ځي په هند کي دغه کار سنسکرت او فارسي ژبي وکړﺉ او اوس انګریزي د دې ځای نیولای دی او نن د ګلوبلایزیشن خبره زموږ په چوکاټ کي د انګریزي ژبي او کلتور په رنګ مخامخ راته ولاړه ده –
د نړیوال توب خبره به پر خپل ځای را واخلو خو دلته په پاکستان کي د نورو قامي ژبو سره د پښتو ذکر په خصوصیت سره په دې کول په کار دی چي موږ د خپلي موضوع پر خوا لږ ور نږدې کړي د پاکستان د نورو سیاسي او آیني مسلو سره سره د ژبو مسله یوه څرګنده سیاسي مسله ده په اصل کي پاکستان له اول سره څخه د تشخص او پیژندګلوي د لانجو سره مخامخ دی د دوو قامي نظریو یعني مسلمان او هندو پر بنیاد د دې هیواد بنیاد چي کښېښول شو نو د دې تقاضه دا وه چي په دې هیواد کي د بیل بیل قامونو د کلتور ، پیژندګلوي او د ژبي د وجود څخه مخ اړول او د مذهب پر بنیاد و یو قامي وجود او نظرې ته تقویت ورکول وو ځکه په دغه ترڅ کي له اول سره څخه د بنګالي ژبي او کلتور ، بلوڅ قومیت او له هغه پس د سندهي ژبي او کلتور د پاره چي کوم تحریکونه روان وو دهغو په کلکه مخنیوی وشو دلته د قومیت او قامي ژبو او کلتور نوم اخستونکو او تبلیغ کونکو ته د غدار او هیواد دښمن نومونه ورکول شو قامي ژبي او کلتور یې د علاقایي ژبو په نامه شا ته ورغورځوی او د قامي ژبي په نامه یې و اردو ژبي ته د پرمختګ دپاره هره جایزه او ناجایزه لاره هواره کړه او د دې ژبي د ودي دپاره یې به اربونو روپۍ خرڅي کړې د قامي ژبو لیکوالو او دانشورانو په اثارو یې بندیځ ولګولو دوی ته یې د ژوند هره لاره کوڅه تنګه کړه د دوی پر ځای یې و درباري شاعرانو او لیکوالو ته وظیفې ا و جايزې ورکړې او د قوم د اتلانو جوړولو یې ورسره په زړه پوري هڅي وکړې خو پښتانه وایي
٫٫ په زور کلي نه خپلیږي ٬٬ د کوم قوم چي وګړي ژوندي وي یوه ژبه وایي هغه کله هم په دا ډول له منځه تللی نشي که څه هم په دې هیواد کي د ټولو قامي ژبو لکه پنجابي ، پښتو ، سندهي ، بلوڅي او سراهیکي سره د ا پیښي تر اوسه هغه ډول رواني دي خو دوی تر اوسه هم د دې د هوارولو لاره پیدا نکړه ځکه د نورو آ یني او سیاسي مسلو سره سره د ژبو او کلتور خبره تر اوسه د دې هیواد یوه مهمه مسله پاته ده-
اوس موږ دې ځای ته را ورسیدو چي د نړیوال توب د خوفناکي بلا سره سره په دې هیواد کي زموږ په رنګه نور قامونه هم د یوې بلي لانجې سره هم مخامخ دي ځکه موږ ته د یو پر ځای پر دوه محاذه جنګ کول په کار دي خو له دې وړاندي یوه مهمه خبره دا ده چي دا د ژبي او کلتور جنګ په نفسیاتي او اقتصادي توګه ولي دومره مهم دی ؟ په دې کي هغه کوم ټکي دي چي سامراجي هیوادونه د نورو قامي ژبو او کلتور ختمولو هڅي کوي او د خپلي ژبي او کلتور د پلي کولو لپاره لاري کوڅې جوړوي دا خبره ډېره صفا او څرګنده ده ځکه چي موږ کله په اروپاکي د اقلیتو او کمزورو ژبو د تحریک حال ګورو نو هغه موږ ته دا راښایي چي کله یو ماشوم ته دا ویل کیږي چي ستا ژبه کمتره ده نو په اصل کي و ده ده دا پیغام ورکول کیږي چي ته پخپله کمتر یې دا معمولي خبره د ماشوم په ذهن کي د ناسور غوندي خوریږي ځکه د ده په ذهن کي د خپل تاریخ ، کلتور پیژندګلوي او ژبي سره تړون او د زړه مینه کمیږي او ذهن یې دبلي ژبي او کلتور د غلامۍ دپاره د رضامندۍ خوا ته مایله کیږي هم پدغه نتیجه کي غریب او کمزوري طبقې په خپل پیژندګلوي د شرمندګۍ احساس کوي ځکه د ژبي پوهان داخبره کوي چي ژبه مري ولي چي دا خودکشي کوي د دې مطلب دا دی چي د دې ژبي ویونکي چي کله خپله ژبه پرېږدي نو ژبه پخپله د خپل مرګ لاره پیدا کوي ولي چي کومه ژبه د طاقت او اختیار پر اساس نه ویل کیږي نو دا ژبه به دخلګو د ژوندون لانجې څرنګه ور هواري کړي ؟ ولي چي یوه ژبه و چاته روزګار ، لیک لوست ،تجارت او د رسنیو آسانتیاوي نشي ورکولای نو هغه ژبه به خلګ ولي خپلوي ؟ که څه هم دا به د سړي مورنۍ ژبه وي ځکه به خلګ ارو مرو هغه ژبه خپلوي کومه چي دوی ته روزګار ، تعلیم ، تجارت او د ژوند نوري آسانتیاوي ورکولای شي هم دا هغه ځای وي چي داسي حالات په کسده پیدا کیږي چي خلګ د خپلي مورنۍ ژبي څخه بدظنه کړي او په شعوري توګه د یوې طاقتوری ژبي دپاره لاره هواریږي ځکه و داسي طاقتوري ژبي ته بیا د ٫٫ قاتلي ژبي ٬٬ نوم ورکول کیږي دلته دا بحث چي د ژبي د سامراجیت د نفسیاتي او کلتوري قیمته پوري ورسیدی نو اوس په لنډه توګه دا هم کتل په کار دي چي د نړۍ دا ټولي ژبي څومره دي ؟ او دویلو څو وګړي لري چي نړۍ یې په دې لانجو کي راګیر کړې ده او هم ورسره دا چي موږ پښتانه په دې ډګر کي پر کوم ځای ولاړ یو د ژبو د پوهانو مطابق دا وخت په نړۍ کي ۶ زره ۷ سوه ویونکي ژبي وجود لري-
SKUT-NAB-KANGAS2000-298لاکن په دې ټولو کي فقط یو څو داسي ژبي شته چي هغه سل ملینه یعني لس کروړه یا زیات ویوونکي لري او په دا لسټ کي یوازي د نړۍ لس ژبي راځي چي د غټوالي یعني د ویوونکو د شمیر د ترتیب له لحاظه په دا ډول دی .
ژبي د ویونکو شمیر
۱ . چیني ۱۲۲۳ ملیون
۲ . انګریزي ۳۷۲ ....
۳ . اردو ، هندي ۳۱۶ ....
۴ . هسپانوي ۳۰۴ ....
۵ . عربي ۲۰۱ ....
۶ .پرتګیزي ۱۶۵ ....
۷ .روسي ۱۵۵ ....
۸ . بنګالي ۱۲۵ ....
۹ . جاپاني ۱۲۳ ....
۱۰ . جرمن ۱۰۲ ....

(SRADDOL1977) د دې ترتیب له رویه دا لس ژبي د نړۍ د ۴۹٪ وګړو د ویلو ژبي دي خو بیا هم د دې ژبو تناسب د ټولو ژبو د تناسب فقط۱۰.۰ څخه۱۵ .۰ پوري جوړيږي .
که دې لسو غټو ژبو پرتله موږ د پښتو سره وکړو نو پښتو دا وخت په نړۍ کي د ۵۸ملينو وګړو ژبه ده یعني د وروستۍ غټي ژبي جرمني چي د ۱۰۲ ملینو ژبه ده د پښتو ویوونکي د هغو څخه په څرګنده توګه کم دي اوس دلته دا سوال را پورته کیږي چي آیا د یوې ژبي طاقت یوازي د هغو د وګړو په تناسب سره وي ؟ نو د دې ځواب ډیر صفا دی چي داسي نه وي ځکه چي په نړۍ کي تر ټولو زیاته ویوونکي د چيني ژبي دي لاکن بیا هم انګریزي دا وخت د نړۍ تر ټولو طاقتوره ژبه ده دغه حال په پاکستان کي هم د ی چي دلته په ترتیب سره پنجابي.۱۵ ٪۴۴ پښتو ۴۲٪. ۱۵ سندهي۱۰٪.۱۴ ، سراهیکي۵۳. ۱۰ اردو٪۷.۵۷ بلوڅي۵۷. ۳٪ او نوري ژبي۶۶٪. ۴ د هیودا غټي ژبي یعني د ویوونکو په لحاظ جوړیږي ( مردم شماري ۲۰۰۱-۱۰۷ ) خو د پنځم نمبر ژبه اردو د نورو ژبو په مقابله کي تر ټولو طاقتوره ژبه ده دا رنګه که د انګریزي سره داردو پرتله موږ وکړو نو په پاکستان کي داسي کوم څوک شته چي د هغه مورنۍ ژبه دي انګریزي وي خو بیا هم د اردو په نسبت انګریزي زیاته زور وره ژبه د ه.
چي خبره د انګریزي د طاقت پوري راورسیده نو اوس بیا دا سوال را پورته کیږي چي د قام یا هیواد پرمختګ یوازي د یوې طاقتوري ژبي په وسیله کیدی شي ؟ چي زیاتره خلګ خصوصاً د دې سیمي وګړي په دې حق کي دي چي دا ژبه دي خپله کړل شي خو تاریخي حقایق داسي نه دي د تاریخ او حال د پلټني څخه دا حقیقتونه څرګنديږي چي کوم قام او هیواد خپله ژبه له هر لحاظ غني او شتمنه کړه دا یې خپله کړه نو د ژبي د پرمختګ سره سره د دې هیواد پرمختګ بیا ټولي نړۍ هم ولیدی او هم ویني یې لکه چين په چیني ژبه ، په جاپان کي جاپاني دغه رنګه د جرمني ، فرانسیسي ، روسي ، عربي ، تهایي او په ایران کي فارسي ژبه ځکه زموږ د خلګو دا استدلال چي د انګریزي ماسیوا موږ پر مختګ کولای نسو دلته ناشونی غوندي معلومیږي .
دا څرګند دلیلونه دا جوتوي چي کوم قام د خپلي ژبي سره مینه ولري هغه د نړۍ د هر رنګه مسایلو چیلنجو او مشکلاتو مخنیوی په مړانه کولای شي او دا مړانه هڅي د خبرو تر حده نه بلکې د ژوند په هر ډګر کي د وګړو څخه د قربانۍ غوښتنه کوي –
راشی د نړۍ د ځینو قومونو د خپلي ژبي او کلتور سره د میني په اړه د دوی د قربانیو لږ تمثیل په ګوته کړو چي ګوندي زموږ په وینو کي هم د نهضت لږ تودښت پیدا کړي-
د بنګالیانو د خپلي ژبي سره مینه څوک هیرولای شي په کال ۱۹۵۱ ء کي د پنځو کلونو د هلو ځلو وروسته چي پکي په زرونو بنګالي لوستونکي شهیدان شول او دا د نن ۲۱ م فروري ورځ هم د هغه لوستونکو په یاد کي لمانځل کیږي اخرکار بنګالي ته د قامي ژبي درجه ورکړل شوه ، د مغلو په وخت کي د سرکار ژبه فارسي وه دوی په سیند کي ۶۰۰ مدرسې په فارسي کي پرانستلې لاکن سندهي لوستونکو د فارسي ویلو څخه انکار وکړئ په نتیجه کې د زرونو لوستونکو ژبي يې ور غوڅي کړې ، په فرانس کي په تحریر و تقریر کي داسي انګریزي ټکي کارول چي د هغو متبادل په فرانسوي کي وي تعزیري جرم دی دا رنګه په ایران کي بهرني ټکي په ځانګړې توګه د انګریزي ټکو کارول قانوناً منع او د مواخذې قابله وي دا رنګه نور ډیر مثالونه د ژبي دپاره د قام د وګړو لخوا وړاندي کیدی شي لاکن د مضمون د اوږد والي لکبله د دې څخه ډډه کوو او لنډ راګرځو په ګلوبلایزیشن کي د پښتو ژبي و مقام ته-
دا وخت په نړۍ کي تر ټولو طاقتوره ژبه انګریزي ده دا په برطانیه افریقا او د ایشیا په نوي ودانیو کي وخورل شوه او کله چي برطانیه د خپلو پخوانیو نوابادیانو څخه لاس واخستو یا په بله معنا وشړل شو نو انګریزي بیا د امریکې د اقتصادي طاقت ، بین المللي تجارت ، او په رسنیو د امریکي کنټرول لکبله په نړۍ کي خوره شوه نړیوالتوب و انګریزي ته نور هم تقویت ورکړی ولي چي په دې ژبه کي د ملازمتو او کاروبار زياته موقعې شته او دا موقعې د نړیواله کارخانو او کارپوریشنانو کي وجود لري پر کومو چي د امریکې غلبه ده دا کارپور یشنان او کمپنیاني بین المللي بیورو کریسي لکه ملګري ملتونه نړیوال بینک ، آیي ، ایم ، ایف او ډونر ایجنسیاني هم کنټرولوي او دوی دا مرام لري چي پر ټوله نړۍ د یو قوم کلتور او ژبه وتپل شي چي په دا رنګه ټوله نړۍ د دوی د غلامۍ په پنجه کي راګیر شي ځکه دوی نن یو قدم نور مخ ته تللي دي او ګلوبل ویلیج یې په ګلوبل کاټیج کي را محدود کړی دی- خو د فطرت خپل قانون دی هر څوک چي دفطرت په خلاف کار کوي هغه تر ډیره د فطرت په خلاف مزاحمت نشي کولای لکه په ګلشن کي رنګینوالی د بیلو بیلو ګلانو لکبله وي دا رنګه فطرت هم په نړۍ کي هر رنګه ژبي ، رنګونه قومیتونه او د هغو کلتورونه د یو فطري قانون له رویه پیدا کړي دي چي په نړۍ کي د دې بیلو بیلو کلتورونو او ژبو لکبله رنګیني پیدا شي که داسي څوک په زوره په عارضي توګه د فطرت د قانون سره جنګ کوي نو دا حقیقتونه دوی ته یاد لرل په کار دي چي هغه به هر وخت د دوی د دې سامراجي هلو ځلو مخ ته په څه نه څه شکل کي مخامخ کیږي خو په دې نړیوال کلي یا کور کی چي موږ د پښتو حال ته ګورو نو د سترګو څخه مي د اوښکو پر ځای ویني څاڅي هر کله چي د یوې ژبي او کلتور خلاف دسیسې پیل شي نو دهغه قوم د ويښو خلګو په ذهنو کي دهغه خلاف نفرت پیدا کېدل فطري خبره وي هم دا د نفرت اظهار د دوی په شاعري ، سندرو ، کیسو او لیک په صورت کي د مزاحمت په بڼه مخ ته راځي همدغه اظهار ته د مزاحمتی ادب نوم ورکول کیږي پر مخ کرار کرار دا مزاحمتي ادب د مزاحمتي تحریک صورت خپل کړي او یو داسي ځای ته را ورسیږي چي یا خو ژبه ، ادب او کلتور خوندي او زیرمه کړي یا یې هر څه له منځه ولاړشي پر پښتو ژبه او کلتور د څلورو ژبو یعني انګریزي ، فارسي ، عربي او اردو اثرات اوکلتور د پرون په څیر نن بیخي زیات شوي دي ، راشئ چي وګورو چي دا اثرات پر موږ کوم کوم علمي ، ژبني او نفسیاتي اثرات اچولي دي-
د انګریزي ژبي شپاړسم پاس پښتانه لوستونکي نن هم په انګریزي کي یو درخواست لیکلای نشي د دوو ، درو ماسټر ډګريو اخستلو پس هم زموږ لوستونکي سمه اردو ژبه ویلای شي او نه لیکل پکي کولای شي د پښتنو هغه سیمي چي و پنجاب او کراچي ته ورڅرمه دي لکه د پيښور او کراچي پښتانه هغه اردو خو په ډیر ښه انداز وایي لاکن د خپلي مورنۍ ژبي دوې پرله پسې جملې په سوچه پښتو کي ادا کولای نشي د عربي ژبي پښتانه عالمان په عربي کي د ویلو عامي خبري نشي کولای ، د انګریزي کوچنګ سینټرانو لوستونکي او استاذان که څه هم د رواني انګریزي ویلو ماسټران جوړ شوي دي خو د هغو په ذهنو کي یې خپله ژبه او کلتور ورته دومره ټیت ښکاره کړي دي چي هغه د انګریزي د غلامۍ څخه ډیر معیوبه ښکاري همدغه د غلامۍ طوق موږ پر خپل کلتور او اقتصاد باندي هم ډیر جوت وینو نن په موږ کي څومره خلګ د پښتون کلتور آداب پالي په موږ کي څومره د لونګیو شمله ور ناست دي څومره کسان خولۍ او پټو د ځان سره ساتي د فرینچ کټ ژري ، اوږده ویښتان او د جینز پتلونانو فیشن زموږ په نوي کهول کي په څومره تیزي سره مقبولیت مومي ، زموږ رواجونه څومره د نورو په رنګه شو نن زموږ په ټولنه کي د ودو او جنازو فرق نه کیږي قامي ، علاقایي او موسمي میلې او دودونه خو موږ وختي لا له لاسه ورکړي دي زموږ په سیمیزه لوبو د نن کهول پسخند وهي –
منم چي جدت په انساني فطرت کي شامله وي او د وخت سره جدت د ژوند په هر ډګر کي بېخي لازمه خبره ده د رجعت پسندۍ هم سخت مخالفه یو خو د خپلي ژبي ، کلتور او ادب سوچوالی ختمول او د بل د غلامۍ طوق و غاړه ته اچول هم بیخي منلای نشو ، دا پورته ذکر شوي بدلونونه په یوه ورځ نه دي راغلي بلکې دا کرار کرار را روان او پر مخ روان دي او موږ په حیث د یو قوم د دې د ښو او بدو اړخونو په باب په ګډه سوچ و فکر او عمل نه دی کړی موږ خو نن لګیا ځانونه قوي کوو خپلي خپلي ادارې ، څانګي او ګوندونه قوي کوو او په دا خوشبیني کي یو چي موږ ډیر ښه کارونه کوو خو د خپلي ژبي ، قوم او کلتور ساتنه او مضبوطوالی موږ له ذهنه او عمله ایستلی دی موږ کله هم د خپل کلتور ساتني او ژبي دپاره یو هړتال هم ونکړی یوه جلسه یا جلوس مو دمورنۍ ژبي سره د میرې د چلند په باب را ونیستولو د ژبي ، کلتور او ادب ته ورپيښو مسلو لپاره موږ کله هم خپل شخصي او سیاسي اختلافات شاته نکړو او یو بل ته مو لاس په لاس کي ورنکړی سیاسي او نظریاتي اختلافات پر خپل ځای لاکن د ژبي ، ادب او کلتور په باب باید خو موږ یوه متفقه کړنلاره او یووالی ولرو ولي که ژبه اوکلتور پاته نشو نو بیا د قوم پاته کیدل هم ناممکنه وي زموږ پر سیمه چي کوم حالات د بلا په رنګه را روان دي نو د هغه له مخي که تش یو څو مشران خپل سوچ او فکر سره مل کړي او په ګډه یوه متفقه فیصله د دې بلا د مخنیوي لپاره وکړي نو دا به ټول قام د دې خوفناکي بلا څخه وژغوري که دا بلا په موږ را ګډه شوه نو د وجود یو تن خو مو ۳۰ کاله پکي وسوځل شو او د وجود په دا نیمه برخه چي نن سبا تاوده اورونه بلیږي دې ته هم موږ تش لاس ناست بس تماشا یې کوو او په دې خوشبینه یو چي یو قوت به راځي او زموږ لانجې به را هواره وي خو د بل راتګ به کیدای شي داسي هم وي چي تاته خپله ژبه هم درکړي د کلتور د ساتني ضمانت هم درکړي لاکن د غلامۍ د طوق اچولو په قیمت او که څوک دا نه مني نو نن د هغو لپاره هر ځای سور اور جوړوي موږ نن سبا خپل شا و خوا یو دوست هم نلرو ځکه به په خپل وطن کي د یو ځای څخه تر بله ځایه د مهاجرت په ژوند اړ ایستل کیږو او د مهاجرت ژوند چي پر ژبه او کلتور کوم اغیزه کوي د هغه لپاره په دا یو مثال وړاندي کولو سره باید موږ په هر څه سر خلاص کړو-
د پاکستان د جوړښت په مهال د سیند په ۱۴ لکو هندوانو کي ۱۲ لکه ۵۵ زره هندوانو هندوستان ته هجرت وکړئ دا هندوانو د سیند په دانشورانه هیت کي د سکام غوندي ارزښت درلود ولي د دوی ژبه سندهي وه او د دوی په بدل کي ۱۱ لکه اردو ویوونکي مهاجر د یوې منظمي منصوبې تر سیوري لاندي راوستل شول او په کراچي کي یې اباد کړو ځکه د سیند و خلګو ته هغه وخت لا خپل کراچي یو نابلده غوندي ښار ښکاره کیدلو او نن موږ ګورو چي د کراچي سره سره حیدر اباد ، سکهر ، نواب شاه او د سیند نور ښارونه هم د مهاجرو په قبضه کي داسي راښکېل شوي دي چي هر څوک هر څه په روڼو سترګو ویني .
هره ژبه په څلورو لارو وده او پر مختګ کوي يعني د ژبي ویل ، اوریدل ، لوستل او لیکل مورنۍ ژبه هغه وي چي بچی یې د مور په غیږ کي ایزده کړي او د څلورو کلونو پوري د ده دا ژبه ايزده شي او د خپل کور رواجونو آداب او کلتور سره آشنا شي او دا رنګه د ده د شخصیت ۷۵٪ د خپلي ژبي او کلتور پېژندنه په دا توګه په خپل کور کي پوره شي ځکه بیا مخ ته دا ماشوم ټوله عمر سوچونه او خوبونه هم په خپله مورنۍ ژبه کي کوي او ویني موږ هم نن پښتو روزلي یو او پښتون کلتور مو خپل کړی دی او د پښتانه قام د وګړو په حیث په خپل قومیت او اصلیت فخر او ویاړ کوو او په دا هم خبر یو چي پښتنو په نیمه نړۍ پاچاهي هم وکړه لاکن کله هم چا دا ونکړی شو چي پښتو ژبه دي درباري ، علمي او سرکاري ژبه وګرځوي ځکه نو د دې تاریخي حقایقو په رڼا کي و یوه داسي حال ته مخامخ شوي یو چي یوه خوا پاڼ دی او بله خوا پړانګ اوس هم ډیر څه کیدای شي سوچ و فکر پر کیدای شي د وتلو ، خلاصیدو او عمل کولو ډیري لاري خلاصیدی شي خو فقط په ګډه خپل سوچ یو ځای کول ، عملي ګامونه اخيستل ، او د خپلي ژبي ، کلتور او قوم سره سوچه مینه او جزبه موږ د دې پاڼ او پړانګ څخه ژغورلای شي نن فقط که موږ یو قدم په دې لړ کي پورته کړو نو دا قدم به په را روان وخت کي موږ د خپلي ژبي ، کلتور او قام مخ ته سر لوړي ودروي او هغه دا رنګه چي پښتو ژبه خو موږ وایو او په څه نه څه شکل کي یې اورو هم خو لوستلای او لیکلای یې نشو راشئی په ګډه٫٫د یو کور یو کتاب٬٬ ناره پورته کړو او د خپلي خوږې ژبي د کتاب اخستلو لپاره هره میاشت دا کتاب د کورو ټولو وګړو ته د لوستلو لپاره وړاندي کړو د خپلي ژبي د کتاب سره مینه آفاقي او لازواله وي او کرار کرار د لوستلو سره سره د لیکلو چل به هم ایزده شي ځکه نن موږ پښتو لرو خو د پښتو لوستونکي په ۵۸ ملینه کي ۵۰۰ هم نه موندل کیږي .

x

Comments

Popular posts from this blog

farooq serwer preface regarding novel

The history and pashto programs of Quetta radio station.by Dr,Liaquat Taban

ادب او سیاست د پښتون تر درشله