rahim mandokhail.political leader.life and work
بسم الله الرحمن الرحيم
سياسي مفکر
ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل
څو خاطرې څو تبصرې
ليکوال
ډاکټر لياقت تابان
سياسي مفکر عبدالرحيم مندوخېل
ډاکټر لياقت تابان
"قابليت د لمر سترګه ده" دا متل مي د
کوشنيوالي را هسې خوښ دی، هغه ځکه چي په يو ګل نه سپرلی کېږي. منم، خو يو ښه ګل د
سپرلي رنګ او خوشبو زياتولای سي. د ژوند هره څانګه د قابلو او لايقو خلګو تشه نه
ده. لايق خلک نه دا چي هغه څانګي، ګوند يا سيمي ته درنښت، ارزښت او پايښت وربخښي،
بلکې په خپل هنر او استعداد يې داسي پر مخ بيايي، چي نالايقه خلک بيا د لايقو خلکو
په لار کي خنډ نه سي جوړېدلای. د هر چا په ژوند کښې د يو چا نه د يو چا لايق سړي
سره واسطه يا تعلق پاتېږي، زما سره د بېخي زياتو قابلو خلکو نه دا چي تعلق پاته
سوی دی؛ بلکې د هغو سايه او لارښووني زه د ژوند د ډېرو تلخو او کږو لارو او کوڅو
څخه را ګرځولی او پر لار کړی يم.
په دغو قابلو او قدر وړ کسانو کي يو نوم د سياسي لارښود
او مفکر عبدالرحيم مندوخېل دی، د چا سياسي ژوند او مبارزه نه دا چي موږ په خپلو
سترګو ليدلې ده، بلکې زه يې له نژدې سياسي کارکوونکی او ملګری پاته سوی يم.
دلته به زه يوازي هغه خاطرې کيسې او واقعات راوړم، کوم
چي ما پخپلو سترګو ليدلي يا زه پکښې موجود پاته سوی يم او هم په دغو خاطرو کي به
موږ د محترم رحيم صاحب د ژوند او مبارزې ځانګړنې او رول و پلټو، په کوم کي چي رحيم
صاحب سياسي مبارزه کړې ده.
په ۵ جولايي ۱۹۷۷ز کال کي چي کله د لوی آمر ضياوالحق
مارشل لا و لګېده، نو زه (تابان) يوولس کلن هلک وم، بيا تر دې مارشل لا پوره نهه
مياشتي پس په اپرېل ۱۹۷۸ز کي په افغانستان کي ثور انقلاب راغلی. د دې نهه مياشتي
لا تېري سوي نه وې، چي په فبروري ۱۹۷۹ز کي په ايران کي آيت الله خمېني انقلاب دا سيمه
و لړزوله.
په اتلس مياشتو يا يو نيم کال کي دننه په درې ګاونډيو
هېوادو کي درې انقلابونه ټوله نړۍ و ښوروله او د سياست ميدان تود سو، ټوله نړۍ د
خپلو سياسي او معاشي ګټو لپاره دې درې هېوادونو ته ځير سوه او د مفاداتو دا سودا
لا تر اوسه دوام لري، چي پر موږ يې د ژوند خواړه حرام کړي دي. دا پېښي هسي اتفاق
نه دي، بلکې دا د نړيوال سامراج منظمه منصوبه وه، چي هنوز دوام لري.
اوس به راسو؛ د هغه وخت وطني سياسي حالات او د پښتونخوا
پارټۍ و سياست ته، ځکه چي دا د تحقيق اصول دي، چي د هغه د ماضي په هينداره کي د
حال پلټنه کوي او هم په دغه آئينه کي د سباوون نور څاري.
د کال ۱۹۷۷ز ټول
ټاکني هغه مقام دی، چي د خان شهيد تر شهادت څلور کاله سوي دي، محمود خان د پارټۍ
مشر دودېرش کلن ځوان دی او زه د نورو تر څنګ د رحيم صاحب له سياسي مبارزې سره آشنا
سوم، د هغه وخت مهم سياسي جلوسونه او جلسې مي تر اوسه په ياد دي، لکه د پښتونخوا
ملي عوامي پارټۍ له مخه مرکزي جلسه په صادق شهيد پارک کښې وه، چي د مالي باغ سره
جوخت د قبلې په خوا دی، د سټېج چاري ښاغلي عبدالرزاق دوتاني تر سره کولې، د محمود
خان اڅګزي او بشيرخان ترين ويناوي "چي ډېري خوښي سوې" په دا ورځ د لومړۍ
خور دوولسمي (۱۲ ربيع الاول) جلوسونه هم وو. د جلسې په دوران کي چي کله په فضا کښې
جهاز تېر سو، نو رزاق لالا په خوشحالي و ويل، چي "دغه دی زموږ انتخابي
نښان" او له هغې ورځي مي له جهاز سره مينه پيدا سوه.
د اليکشن په دوران کي د حزب اختلاف د قومي اتحاد مرکزي
جلسه چي په لياقت پارک کي وه" دا نو زموږ د خوشحالۍ ورځ وه، په دغه جلسه کښې
چي مولانا مفتي مفتي محمود، نوابزاده نصرالله خان، اصغرخان، شېر باز مزاري، محترمه
نسيم ولي خان، ميا طفيل احمد، خان اشرف خان، پروفيسر غفور احمد، پير پګاړا، مولانا
شاه احمد نوراني او نور سياسي ليډران مي له نژدې و ليدل، خو د خوشحالۍ انتها مي
هغه وخت اوج ته و رسېدله، چي په شالدره کي مي د عبدالغفورخان دراني په مېلمستون کي
د اصغر خان او د حاجي ولي محمد په کور کي د مولانا مفتي محمود سره د لاس روغبړ
وکړی، په دا بله ورځ د الله ډنه روډ شالدرې په ميداني کي د محترمي نسيم ولي خان او
دريمه ورځ په پښين بازار کي د نسيم ولي په جلسه کي ګډون په سياسي ډول فکرجن کړم.
دا جلسې دغسي رواني وې، چي د انتخاباتو ورځ راغله، نو
هغه ورځ څومره د خوشحالۍ وه، چي هري خوا مي منډي و هلې، کله د ارباب عبدالقادر
کاسي ځای ته تلل، کله د کاسيانو پولنګ سټېشن ته تګ، کو غرمه بيا خپل کلي کربلا ته
د پلار سره راغلم، چي دلته بيا د يحيی بختيار او محمود خان سيالي سره روانه وه. په
دغه ورځ بيا هغه وخت ډېر خفه سوم، چي ماپښين مهال و عبدالغفور خان دراني ته د
اليکشت تر ختمېدلو مخکي فون راغلی او ورته و ويل سوه، چي که ته تر اليکشن وروسته
په پيپلز پارټۍ کي د ګډون اعلان کوې، نو موږ به ستا د کاميابۍ اعلان وکړو، کنې؟؟؟
"توبه بايد دستي وي، هسي نه چي په سستي وي"
غفور خان درانی هم سمدلاسه د جرات څخه کار واخستی، خپله پېټۍ يې را پورته کړه، کار
کوونکي يې سره را و بلل او کرار راغلی؛ خپل کور ته کښېنستی او ګټلې بازي يې ور
ايله کړه.
هم دا هغه مقام وو، چي موږ يې له سياسي مفاداتو سره آشنا
کړو، ټول ټاکني وسوې، ذوالفقار علي بهټو د دويم ځل لپاره وزيراعظم سو، لاکن د حزب
اختلاف ټولو پارټيانو د دې ټول ټاکنو په خلاف مبارزه پيل کړه، بس بيا خو نو د نورو
تر څنګ زما لپاره هم سياسي مبارزه ډېره د خوشحالۍ خبره وه.
هره ورځ ماپښين د ګوالمنډۍ چوک څخه د پښتونخوا په جلوس
کښي ګډون، پلې کارډ په لاس کي نارې وهل، تر ريګل چوک پوري راتګ مي د هري ورځي مهم
کار و ګرځېدی. د نورو نارو تر څنګ مي دا ناره ډېره په جوش ويله، چي
غلط اليکشن، نې منو،،،
کله چي به په جلسه کي په ناسته تنګ سوم او د قومي اتحاد
جلوس به را روان وو، په هغه به ورګډ سوم، چي هلکوالی د جذباتو دوران وي، نارې،،
منډي،، خوند کوي، په سياسي تقريرونو "بېخي کشران" دومره نه پوهېږي.
هم دغه ورځي شپې وې، چي کله به مي رحيم صاحب وليدی، نورو
سياسي مشرانو به ګوزاره جامې اغوستي وې، خو د رحيم صاحب جامو، پرسنلټي، د بشير خان
ترين ښايست او په بغل کښي تړلي توپنکچې ډېر خوند راکاوی. د محمود خان څخه مي يوه
ورځ په دې ناټ مات سو، چي موږ له ده سره پر سرکلر روډ په جلوس کښي را روان وو،
پخوا دا فينا فليکس او غټ غټ بېنران نه وو او نه دا د کاټن جامې او غټي غټي صدرۍ
وې، بس سادګي وه، مينه وه، جذبه وه، مخته مشر روان وو، ځوانانو لږ ديکې و وهلې، زه
کشر وم، په دې وخت کي مشر و درېدی، را شاته سو، پر پښه را وخاتی او خښم يې راته وکړی،،،
قصور د بل چا وو، پکښې راغلم زه،، خو باک مي نور په و نه کړی او بيرته مي جلوس ته
دوام ورکړی.
سياسي مبارزه همداسي روانه وه، حالات دومره کړکېچن سو،
چي د ۱۹۷۷ز کال د جولايي پر پنځمه له مارشل لا سره سم دا سياسي مبارزه په ټپه و
درېدله. سکولونه تر شپږو مياشتو وروسته بيرته خلاص سول، دوی مارشل لا او موږ سکول
ويلو ته ملا و تړله.
په تهمت رنګ سوي جامې په صابون نه سپينېږي، آمرانو چي هر
کله د مارشل لا يا بل ډکټېټر د حکومت واګي ټينګي کړي دي، خو آخر پای جمهوريت ته
مات سوي دي، هم دا زموږ د سياسي مبارزې مرام دی. د مارشل لا په دوران کي د اووم
اکتوبر ۱۹۸۳ز رزم مي له نژدې و ليدی. په ساينس کالج کي د يوولسم ټولګي لوستونکی
وم، د پنجابۍ جامع مسجد سرکلر روډ د آنسو ګېس دودونه، باچاخان چوک د جنګ ميدان او
د کاسي روډ ټکان او آنسو ګيس د هيچا نه سي هېرېدلای.
په مارشل لا کي پر سياسي مبارزه هر ډول بنديز وو، رسنيو
هم ايمان نه سو تېرولای، خو په دغه دوران کي سياسي سوچ موږ د لوبو په ميدان کي
کاروی او د مارشل لا په شپو کي د شالدرې د ماجت په ميدان کي د خان شهيد، کاکا
محمود ، اولسيار شهيد او صادق شهيد په نامه کرکټ ټورنامنټونه کول او په ورځ پاڼو
کي د دې سياسي شهيدانو نومونو راتللو به زموږ ذهني ستړيا لږ را کموله.
د اووم اکتوبر ۱۹۸۳ز کال تر پېښه وروسته چي کله محمود
خان پټ ژوند پيل کړی، نو دا هغه دوران دی، چي رحيم صاحب او رزاق لالا د پارټۍ چاري
پر مخ بيولې، خو دلته يوه خبره کول خپل فرض بولم، "چي په پارټۍ کي له هر چا
زياته خواري رزاق لالا کښلې ده" او د ده د خدماتو اعتراف د يو بل کانفرنس په
کولو پر پارټۍ پور ګڼم.
اوس نو راسئ؛ هغه خاطرې او مبارزه تر بحث لاندي راولو،
چي د رحيم صاحب د ژوند نه هېرېدونکي مهم ټکي، ځانګړني او يادونه دي، دا د رحيم
صاحب د تېرو څلوېښتو کلونو سياسي مبارزه ده، چي موږ پکښې د ده استعداد، سوچ، دليل
او فلر پلټلی سو.
۱: د قام سياسي روزنه
د عبدالرحيم مندوخېل هر تقرير او وينا علمي، سياسي، فکري
او ادبي چاشني درلوده، خصوصاً چي کله به لوستونکو ته مخامخ سو، نو داسي ټکي په ټکي
او جمله په جمله به يې لوستونکي پوهول، چي هره خبره به د لوستونکو په ذهنو کي
پيوست کېدله. په کال ۱۹۹۰ز په کوټه پوهنتون کي د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن د
کوټي ضلعي ټول ټاکني وې، چي پکښې جان محمد اڅګزی (اوس جان اڅګزی) عثمان توبه وال
او ډاکټر عيد محمد ايګزيکټيو و ټاکل سول. د کانفرنس د غرمې د ډوډۍ چاري زما پر
غاړه وې، چي کله د رحيم صاحب د وينا يوه ګهنټه وخت پوره سو، نو دريځ ته ورغلم او
عثمان لالا ته مي و ويل، چي مړۍ تياره کړو، ده و ويل: لږ و درېږی (مانا لږ تم شی)
شل منټه وروسته بيا ورغلم، بيا يې هم دا الفاظ وو، چي درې څلور واره مي تنګ کړی،
نو دلته رحيم صاحب هم دوې ګهنټې وخت پوره کړی وو، نو يې اجازه راکړه، موږ پلاو يا
وريجي په غوريانو کي واچولې او په انتظار سو، چي تقرير به ختم سي او د پوهنتون ډک
تالار به را مات سي، لاکن دلته وريجي سړېدې او هلته د رحيم صاحب تقرير نور هم تودېدی،
بيا به مي پر سر تودې وريجي هم په غوريانو کي سړې سوې او د ماځيګر سايې هم را
اوږدې سوې، يو وخت له رحيم صاحب تقرير ختم کړی، ملګري چي را ورسېدل، نو سړې وريجي
د خوړلو نه وې، کو د ټولو لوستونکو ذهنونه د تودو جذبو او علمه ډکي وينا څخه منور
پاته وو.
بله بېلګه:
چي کله په ۱۹۹۱ز کال کي نوازشريف د اوبو د تقسيم لاسليک
د شمالي پښتونخوا او نورو صوبو سره وکړی، نو په دې شپو کي رحيم صاحب په دوره تللی
وو، ملګري د تذبذب ښکار وو او د دې وېش د ګټي او تاوان په اړه پرېشانه وو او چا
حتمي رايه جوړولای نه سوه، چي کله څو ورځي وروسته رحيم صاحب را ورسېدی او د ساينس
کالج په تالار کي يې ماخستن مهال د پښتونخوا وطن په آبي وسايلو، زېرمو، دريابونو
او د هغو پر ګټو موږ ته په مدلل انداز خبره وکړه، نو خدای سته، چي د خپل وطن په
شتمنيو او د رحيم صاحب په علم رشک راغلی.
ټول سياسي اصطلاحات لکه فرنګی استعمار، شاونسټ استثمار، سامراج فيوډلسټ او داسي نور،،،
دا ټول نوي نسل له رحيم صاحب څخه زده کړل. د هري نوي پېښې په اړه پاليسي سازول د
رحيم صاحب هغه سياسي استعداد وو، چي تر اوسه د ډېرو کمو خلکو نصيب سوي دي. د مارشل
لا په شپو کي به زياتره داسي وو، چي د کالجانو يا پوهنتون په هاسټل کي به ملګرو په
وي سي آر کي د سياسي فلمونو کتلو پروګرام جوړ کړی وو او د لږ وخت لپاره به يې رحيم
صاحب ته د سرکل سټډي دعوت هم ورکړی، نو دا لنډ سرکل به دومره اوږد سو، چي د
سحارګاه خوا ته به ختم سو. بيا بي نو وي سي آر پاته او ملګرو به خروښ په خوب وکښی.
دا اوږدې ويناوي هغه څوک کولای سي، چي په سياست، تاريخ،
جغرافيه، زراعت، معيشت، کلتور، ادب او د ژوند د هري څانګي پر علم لاسبری وي. دا د
رحيم صاحب کرېډټ دی، چي د پښتونخوا وطن اولس يې په دې ټولو علمونو خبر او منور کړی
او د څو نسلونو يې سياسي، فکري او علمي روزنه وکړه.
۲: په مبارزه کي نه ستړی کېدونکی استقامت
مبارزه هر سياست مدار کوي، لاکن زياتره په لار کي ستړی
او شاته پاته سي، يا لار بدله کړي او استقامت نه لري. د لوی سياست دان خوی دا وي،
چي هغه په خپل فکر او نظريه تر پايه ولاړ پاته سي.
د کال ۱۹۸۸ز د ټول ټاکنو په پړاو کي يوه جلسه په شالدره
کاسي روډ کي ماپښين مهال وه، چي صدارت يې حاجي عنايت الله خلجي (د تادين خوريی)
کاوی، دا په هغه ورځ د رحيم صاحب دريمه جلسه وه، دې جلسې ته يې ډېره اوږده وينا
وکړه. له دې ځايه موږ سرکي روډ زخمي بلډنګ ته د جلوس په شکل کي پر پښو ولاړو، چېري
چي ملګرو د پارټۍ ډېر اوږد بيرغ پر ماڼۍ را ځوړند کړی وو، چي تر هغې ورځي پوري
دومره اوږد بيرغ بل نه وو جوړ کړی، دلته د ساونډ سسټم نه وو او رحيم صاحب په لوړ
ږغ اوږده وينا وکړه، زه يې تر څنګ ولاړ وم، په دومره لوړ ږغ ګايېدی، چي زما شی غوږ
څو ورځي بند وو، له دې ځايه موږ د پارټۍ تر دفتره پوري د جلوس په شکل کي پر پښو
ولاړو او د خوند خبره دا وه، چي په لياقت بازار کي مو د ون وې بلي خواته جلوس روان
کړی وو. تر دې وروسته د شپې مهال بيا د رحيم صاحب د جلسې پروګرامونو وو، خو په دې
ټوله ورځ ما کله هم دی ستړی او ستومانه و نه ليدی، چي څومره به وخت تېرېدی، دی به
نور هم بيداره کېدی، لکه دی چي له دې جلسو څخه د غذا او انرجي کار اخلي.
بله بېلګه:
په کال ۱۹۹۱ز کي چي کله د پښتونخوا پر دفتر تېری وسو او
موږ خپل څو سرتيري له لاسه ورکړو، نو په ټوله بلوڅ پښتون صوبه کي د اور لمبې بلي
سوې، په دغه ترڅ کي چي کله په صادق شهيد پارک کي د پښتون اولسي جرګې له خوا د
پښتنو قامي جرګه را و بلل سوه، چي کوربتوب يې د پښتونخوا مېپ په غاړه وو، د دې
جرګې د وياند چاري د رحيم صاحب په غاړه وې او موږ د نصرالله زېري په مشري کي د
ساونډ سسټم د کمېټۍ چاري تر سره کولې، پر سټېج زه د رحيم صاحب سره پوره درې ورځي
جوخت او بوخت پاته سوم، يو خوا د رحيم صاحب تر هر مقرر وروسته د هغه د تقرير مغز
په خپلو الفاظو کي د لنډيز په توګه وړاندي کول که يو لوی کمال وو، نو بلي خوا ته د
انسان خپلي انساني او طبي اړتياوي هم وي، جرګه به له سهاره پيل او تر ماځيګره
روانه وه، په دې ټوله موده کي چي رحيم صاحب د يو څو ثانيو لپاره هم بې غمه يا د
خپله کاره بې پروا و نه ليدی، نه له خپله ځايه بېځايه سوی دی، يو يو مقرر ور معلوم
او هر يو يې د هغه د شان او مقام مطابق را ولاړاوی، په سوو کسانو د تقرير کولو
خواست کړی وو، چي کوم کوم به ډېر مهم وو، هغه به يې ماته خلته (کڅوړڼه) راکړه، چي
د پلاني نوم را پيدا کړه.
دغه ډول په بې شمېره نورو جلسو کي د ده دغه حال وو او
کله يې هم د اوبو، ژاولو يا نورو توانايي بخښونکو شيانو استعمال د تقرير په دوران
کي ما و نه ليدی، همدغه مبارزه او استقامت يې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري ژوندي
وساتل.
۳: په مبارزه کي يې دورنګي نه درلوده.
په زړه يوه او په خوله بله
رنګ په رنګ کوې
جانانه لوبي مي په ژوند کوې
په ژوند کي دورنګي تر ډېره نه سي چلېدلای او په سياسي
خاردار ميدان کي خو دا لوبه اولس کله هم نه مني. په کال ۱۹۹۲ز کي چي کله رحيم صاحب
د کوټي د ناروا دوولسو ولکو "چي په ميونسپل کمېټۍ کي شامله سوي وې" په
ضد له ۲۸م اپرېل څخه تر دوولسم مئی پوري د خواړه نه خوړلو (بهوک هړتال) په احتجاج کښېنستی، نو زه د ايم
بي بي ايس د اخري کال لوستونکی وم، لومړی سر پر باچاخان چارسو او بيا په سول
هسپتال کي په وي آئي پي لومړي اوتاک کي د رحيم صاحب د تيماردارۍ لپاره هلته پاته
سوم، د بلډ پرېشر کتلو او ؟؟؟؟؟ لپاره د ويني ورکولو تر حده خو رحيم صاحب له موږ
سره پوره کومک کاوی، لاکن چي کله به يې شک هم پيدا سو، چي د ډرپ يا بل د طاقت شی
نه وي، نو د دغه يې په دومره سختي ممانعت کاوی، چي بيا دويمه پلا چا دا جرات نه سو
کولای، چي ده ته نژدې ورسي. موږ زياتره دا وينو، چي د بهوک هړتال په دوران کي د
خېمې شاته پټ پټ روژه ماتونه شروع وي، خو دا زه حلفاً وايم، چي رحيم صاحب په دې
دوو اونيو کي يو غوړپ اوبه هم نه دي څښلي او د دې ګواهي د ده د وزن هغه کمېدل وو،
چي دا غونډ منډ سياست دان يې په دوو هفتو يا اوونيو کي ډنګر او ټوکر ټوکر کړی،
لاکن د جبر په مخکي يې ماته يې و نه منله او په هغوی يې خپله غوښتنه و منله.
۴: په اولسي چارو کي دلچسپي او مرسته
د کال ۱۹۹۰ز ۱۹۹۱ز کلونو د خليج په جنګ کي چي کله لوی
بدمعاش امريکا پر عراق تېری وکړی، نو د عراق د ننګيالي اولس او اولس مشر صدام حسين
په ملاتړ کي پښتونخوا مېپ د صف اول کردار و لوبوی. په ټول پښتونخوا وطن کي مبارزه
د جلسو، جلوسونو او مېډيا له لاري پيل سوه، خو تر ټولو مهم کار د عراقي جنګي اولس
لپاره د وينو بندوبست کول وو، په سول هسپتال کي د پارټۍ له خوا د وينو زېرمه کولو
لپاره کېمپ و لګېدی، تر ټولو له مخه رحيم صاحب د خپلي ويني قرباني ورکړه. په درې
څلورو ورځو کي دومره وينه جمع سوه، چي د سول هسپتال ټول فريجونه ډک سول او د خلکو
د قربانۍ دا حال وو، چي لا را روان وو، خو د هسپتال د چارواکو له خوا د فريجونو د
خالي کولو امر راته وسو، په هغه ورځ تېز باران وو، هيڅ نه پوهېدو، چي څه وکړو او
وينه چېري محفوظ کړو، "بنده حيران- خدای مهربان" خدای رحيم صاحب را
باندي مهربان کړی، خپل سور ډبل سيټر يې را واستوی، وينه مو په پېکټانو کي خوندي
کړه، کاټنان مو په ډبل سيټر کي کښېښوول، په باران ناوده خيشته سو، ځای نه پيدا
کېدی، آخر پای د جناح کلاتهـ مارکيټ سره د يو هوټل پنجابی مالک پر را مهربانه سولو
او د ډيلايټ سېنما سره جوخت په کوڅه کي يې د خپل ګودام ټول فريجونه را خالي کړل،
چي کله دا وينه د کراچي له لاري د ايدهي په مرسته عراق ته رسېدله، نو په دې توله
مرحله کي رحيم صاحب بوخت وو، چي کله مي وينه د کارګو جهاز له لاري د کوټي څخه
واستوله، نو په هغه ماښام چي مي کله د پارټۍ په دفتر کي پر رحيم صاحب زېری وکړی،
نو څومره خوشحالي چي د ده پر څهره ليدل کېده، هغه ته د ده الفاظ ټيټ وو.
سترګي د ليدو او غوږونه د اوريدو وي، همدغه ډول يوه بله
خاطره، دا غالباً د ۱۹۸۹ز کال خبره ده، چي د پارټۍ له خوا په هنه بند (جهيل) کي د
ګلِ سرخ يا سره ګل مېله جوړه سوه، په دې مېله کي د غېږو، نشانه بازۍ، منډي، اتڼ او
نورو لوبو سيالۍ وسوې، په دې تولو لوبو کي په ځانګړې توګه د ډوډۍ ورکولو په مرحله
کي رحيم صاحب هر چاته لاس پر نامه ولاړ وو او تر پايه يې د مېلې څارنه کوله.
ماځيګر چي په هغه څړک د کرکټ په ميدان کي د بزکشۍ سيالي وه، نو رحيم صاحب ډېر په
ډاډ ويل، چي دا زموږ وطني لوبه ده. رحيم صاحب له کرکټ سره بالکل نه لګېده او ويل
به يې، چي:
"دا د سرمايه دارو او سامراجانو لوبه ده"
۵: د ادب سره مينه او په حيث د يوه ليکوال
د ادب سره د رحيم صاحب مينه او دلچسپي ما په لومړي ځل په
کال په کال ۱۹۹۱ز کي د پښتو ليکوال تړون تر سيوري لاندي په نړيوال کانفرنس چلډرن
اکېډمي کوټه کي و ليدله. تر هري مقالې وروسته د رحيم صاحب د هغه موضوع په هکله د
ليکوال څخه پوښتني او پر هغه خپل نظر ورکول اوس هم د هر ګډون کوونکي په ياد دي،
دغه ډول په ۲۰۰۰ز کال په نشتر هال پېښور کي په يو بل نړيوال سېمينار کي د رحيم
صاحب مقالې "ادب د ژوند تصوير او تفسير دی او سياست د ژوند رهنما دی" تر
سر ليک لاندي ډېره علمي او ادبي بڼه لرله، چي کله زما لومړی کتاب چاپ سو، نو رحيم
صاحب د يو ملګري له لاري د کتاب غوښتنه وکړه او تر هغه وروسته د کتابو او ادب په
هکله بحثونه او د ده لارښوونه زموږ د ادبي ژوند يو روښانه باب دی. د ادبي او
تاريخي کتابو خپرونه د رحيم صاحب هغه قيمتي سرمايه ده، چي دی به تل له سياسي ميدان
سره په ادبي منړۍ کي ژوندی ساتي، خو د کتابو ليکلو او خپرولو په لړ کي د رحيم
صاحب، سائين کمال خان شېراڼي او اوس د څو نورو ژونديو سياسي مشرانو سره دا ظلم
روان دی او د چا چا سره وسو، چي دوی هغومره ادبي او تاريخي کارونه و نه کړه، څومره
چي د دوی استعداد وو. د رحيم صاحب څخه ما لږ تر لږه دا طمعه درلوده، چي دی به د
خپلو تجربو، مشاهدو او سياسي ژوند په هکله ۳۰- ۴۰ کتابونه و ليکي، هغه ځکه چي کله
علامه عبدالشکور رشاد د کوټي په دوره راغلی وو، نو په دغه دوره کي د رحيم صاحب او
رشاد صاحب چي کوم بحث و سو، هغه د دوو پوهانو تر ميان هغه تاريخي لمحې وې، چي کاش
د کېمرې په مرسته ثبت سوي وای، لاکن هغه وخت امکانات هر ځای نه وو. د يادوني وړ
ده، چي زما په ژوند کي ما د علامه رشاد په څېر لوړ علمي او ادبي ژوندی شخصيت تر
اوسه بل نه دی ليدلی، اوس هم زما د ژونديو سياسي مشرانو څخه خواست او هيله ده، چي
هغه ټول "که د هر ګوند وي" لږ تر لږه دي خپل ژوند ليک هرو مرو وليکي، دا
به نه يوازي دوی په تاريخ کي ژوندي پاته کړي، بلکې د خپل قام او وطنوالو په ښه به
هم راسي.
۶: سادګي خوښوونکی او د ډسپلن سخت ساتونکی وو.
په جناح روډ کوټه کي د هر چا د حيثيت مطابق هوټلان وو،
ريکس، فرح، جپسي، ريګل هوټل او نور،،، خو رحيم صاحب هر چا ليدی، چي په ريګل هوټل
کي به د عامو ملګرو سره سياسي مجلسونه کول. دغه ډول په ژوب کي ما و ليدل، چي يو
عوامي هوټل "په ژمي به پلاسټيک پر را ګرځول سوی وو" رحيم صاحب پکول خولۍ
(ټوپۍ) پر سر پټو پر اوږو د نورو ملګرو سره په داسي مجلس بوخت وو، چي هيچا يې دا
فرق نه سو کولای، چي دا څوک دی،،،
د رزاق لالا تر جنازې وروسته له ګلستان څخه په واپسي کي
په کچلاغ کي په يو عادي هوټل کي موږ و ليدل، چي رحيم صاحب راغلی او د عامو خلکو
غوندي کښېنستی او هيڅ معتبري يې و نه کړه. بل طرف ته رحيم صاحب د ډسپلن سخت پابنده
او خوښوونکی وو، يوه ورځ چي ډاکټر کليم الله د حج څخه د کوټي پر هوايي ډګر بهر
راغلی، نو د ملګرو زيات بېر و بار له کبله اړ او دوړ شروع سو، توبه؛ په هغه ورځ،،،
رحيم صاحب څومره په خښم سو او په زوره زوره يې ملګري ځنې شاته کړل او ټول يي په
قطار کي و درول او تر هغه وروسته روغبړونه شروع سول.
په ۱۹۸۶ز کال په ساينس کالج کوټه کي د يو رجعتي سټوډنټس
تنظيم له خوا په لومړي ځل د داخلو لپاره سټال و لګېدی، دا خبره پر پروګرېسيو
لوستونکو باندي لکه د ګولۍ ټک و لګېده، ځکه لوستونکو له هسپتال سره د هغو دوو درو
رجعتي لوستونکو سره پورته کړل، هر ملګری پوهېږي، چي رحيم صاحب کله هم د تشدد
خورونه نه ده کړې، خو په هغه ورځ يې و ويل، چي رجعتيان کله هم د قام او ژبي په ګټه
نه تمامېږي او نه دوی په دغه ډول خپله رجعتي څهره پټولای سي. موږ خبر يو او اولنيو
متل کړی دی، چي "کوږ ملا په قبر کي سمېږي"ځکه خو رجعتي کله نه کله د
لستوڼي د مار په څېر پر قام پرستو ګوزارونه کوي.
۷: د مخاليفينو له خوا د رحيم صاحب خلاف منفي پروپېګنډه
پښتانه وايي، چي په شرم دي هغه و شرمېږي، چي په پوهېږي.
د رحيم صاحب علمي او فکري استعداد دومره لوړ وو، چي سياسي مخاليفينو د هغه سيالي
نه سوه کولای، نو په غبرګون کي به يې د ده خلاف منفي پروپيګنډه کوله، چي دی شاونسټ
دی، د پښتنو يووالی نه غواړي او هر کله که محمود خان راغلی، په دويمه ورځ به دی له
ګوند څخه و باسي. دا پروپيګنډه دومره و چلېدله، چي د عمران خان اوسنی سونمياني
ورته هيڅ وه، خو د دې پروپيګنډې مخ نيوی په منظمه توګه تر عملي ګامونو اخستلو بعد
وسو.
لومړی په کال ۱۹۸۸ز کي د پښتونخوا مېپ د اليکشن کمپاين
مرکزي جلسه پر باچاخان چارسو يا څلور لاري وسوه، په دې جلسه کي د ډاکټر حامد خان
اڅګزي راتګ په لومړي ځل په سياسي حواله وسو او ده ته يو هار ور په غاړه سو، ډاکټر
حامد خان چي کله وينا پيل کړه، نو دا هار يې را واخستی او ويې ويل، چي د دې هار
حقدار صرف رحيم صاحب دی، چا چي په سختو حالاتو کي د پارټۍ او قام رهنمايي کړې ده
او هغه درانه او قيمتي توري يې و کارول، چي د مخالفينو پر زړه پراته پر سرو زخمونو
باندي يې د ملهم هو د صبر د ملهم کار وکړ.
دويم د رحيم صاحب سره د مشر محمود خان مينه پټه نه وه،
چي هر کله به ټول ټاکني وې، نو د دننه راويان وايي، چي مشر به په لومړي سر کي و
ويل، چي دا پلانی سيټ د سپين ږيري دی.
بل طرف ته د رحيم صاحب له کوا د محمود خان سره د ميني
اندازه ما په هغه ورځ و لګوله، چي کله په ۱۹۸۷ز کي په پېښور کي د پي ايس او په
مرکزي کنونشن کي چي عثمان خان مرکزي سيکرټري و ټاکل سو، په هغه شپه د کنونشن په
تالار کي د موسيقي ننداره وه، چي کله استاد هيکل دا سندره پيل کړه، چي:
عجب محفل دی راغونډ سوي
عزيزان پکې
هله به ښه وای چي کي وای خان
محمود خان پکې
نو د ډېرو ملګرو
به په ياد وي، چي په تالار کي ناست د نيمايي څخه زياتو ملګرو تر سترګو اوښکي را
رواني وې، چي لارښود يي له پنځو کالو راهسې ځنې بېل وو. پر دې موقع چي ما رحيم
صاحب ته له نژدې و کتل، نو دی د هال په خلکو کي تر ټولو زيات غمجن څوک وو.
بله بېلګه:
کله چي به رحيم صاحب د مشر په موجودګي کي خپل تقرير پيل
کاوی، نو دا لومړني توري او جملې اوس د هر چا په غزو کي پيوست دي، چي ويل به يې:
"د پښتونخوا ملي عوامي
پارټۍ محبوب مشر ګران محمود خان اڅګزی"
د عوامي نېشنل پارټۍ په باب د رحيم صاحب يوه خاطره دلته
راوړل ډېره مهمه ګڼم، په ۱۹۸۸ز کال کي د عزيز ماما د لوستونکو سازمان پښتون
سټوډنټس او پارټۍ په عوامي نېشنل پارټۍ کي ضم سوه، په دغو شپو کي د ګډ پي ايس ايف او
پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن تر ميان زموږ په بولان ميډيکل کالج کي يو خطرناک جنګ
و سو او موږ پکښې ټپيان سولو، په مابين کي بيا مشران را ولوېدل او د څو اوونيو تر
هڅو وروسته په کوټه پوهنتون کي د روغي جوړي په هکله د دواړو تنظيمونو او ګوندو له
خوا ګډه جلسه وسوه، چي پښتونخوا پارټۍ زياتره مشران ملګري او د اې اين پي له خوا
ډاکټر عنايت الله، حاجي غلام سرور ياسين زی، عزيزالله ماما او نورګڼ شمېر مشرانو
ګډون درلودی، پر دغه موقع د رحيم صاحب په وينا کي دغو جملو ته ځير سی، چي ده څه
رنګه د خپل لوړ شخصيت حق ادا کړ.
که چېري ما ته و ويل سي، چي ته پښتونستان غواړې، که اې
اين پي؟ نو زما ځواب به دا وي، چي اې اين پي، ولي چي زه پښتونستان د اې اين پي بغير
نه قبلوم.
۸: پارليماني سياست:
رحيم صاحب په خپل سياسي ژوند کي دوه ځلي د سېنيټ غړی او
يو وار د صوبايي اسمبلۍ ممبر او يو ځل د قامي اسمبلۍ استازی و ټاکل سو، په دغه
پارليماني دوره کي د ده کارونه او هڅي په ځانګړې توګه د اتلسم بدلون جوړېدل، دا
ټول کارونه يو بشپړه څېړنه غواړي. زه به په لنډه توګه دا و وايم، چي تاسو به په دې
له کرپشن څخه ډک لړلي نظام کي څوک را په ګوته کړی، چي دومره واره دي د پارلمان غړی
جوړ سوی وي او پر ده دي د کرپشن د يوې پايي تور هم لګېدلی وي، يا يې د خپل کور يا
خاندان يو وګړی را مخ ته کړی، نازولی او يا دي يې ټهېکه ورکړې وي. همدغه دره د
سپېڅلي او سوچه ژوند د بې ګناهۍ ګواهي او ثبوت ورکوي.
د عبدالرحيم مندوخېل ۸۰ کلن ژوند په يوه مقاله
کي را غونډول مشکل کار دی، په کار دی، چي پارټۍ خپله يوه څېړنيزه څانګه و لري، چي
د دې مدبر، سياسي لارښود، د ژوند ټول اړخونه او مبارزه را زېرمه کړي، نه دا چي د
يو سياسي لارښود بلکې د روانو سياسي کړکېچنو حالاتو له کبله د تهينک ټېنک جوړېدل
او په هغه کي د دانشورانو ګډون به نه يوازي د اپرټۍ په ګټه تمام سي، بلکې دا به د
دې ځپلي قام سره هم وفا وي. څوک چي دا وخت د نړۍ تر ټولو مظلوم قام او دوو قومونو
په ګډه غلام ساتلی دی.
۱۱م جون ۲۰۱۹ ز کال- خپل کور
شالدره کوټه
Comments
Post a Comment