Kazim khan shaida,a famous pashtoo poet.part 2.شيدا د تصوف د کومي نظریې پلوی دی؟ دويم قسط


په اووو منقبتو کې شيدا يو منقبت د خپل پير حضرت غلام معصوم په عقيدت کې ليکلی دی. حضرت غلام معصوم په اووم پشت کې حضرت شېخ احمد مجدد الف ثاني د کوسي زوئ (کودی) دی.
شيدا خپل پير ته د عقيدت داسې ګلونه وړاندې کوي.


لکه نمر په جهان سلوم دی
زما پير غلام معصوم دی

عجب شاه د ولايت دی
بلکې ماه د هدايت دی(۸۸)

په دغه منقبت کې دا شعر د شيدا په شهوديت ګواهي ورکوي.
په عروج د خيال همتاز ؤ
د نزول په حال ممتاز ؤ

عروج: (ع) ختل، معراج په معنا د پوړۍ يا زينې
همتاز: (ف) تېز، تند
ممتاز: (ع) بېلول، توپير، تميز
په دې شعر کې د قرآن مجيد دې آيت ته اشاره ده چې
تميز من الغيظ
يعني له خشم څخه و پټکېدی
د حضرت محمد لومړۍ تجلي د عالم نزول په خوا ښکاره شوه. دې ته حقيقت محمديه او برزخ کبری ويل کيږي. بيا د وحدت الوجود د دويمې تفصيلي تجلي مقام يا مرتبه راځي. دا مقام د وحديت دی. او دا شی د آدم يعني انسان حقيقت دی. دغه ډول په قدم قدم د عرفان دا منزلونه تر سره کېدل، بالاخر بيا ذات د اسم باطن څخه په اسم ظاهر کې ښکاره شو. دا عقيده د وحدت الوجود د منونکيو ده. د دوئ په عقيده په ذات و صفات کې د عينيت (د يو شي عين (سترګي) بل جوړېدل) رابطه شته لاکن شهوديان د ذات او صفات په اړه وائي چې ذات و صفات د يو بل څخه بېل دي. او صفات د ذات انځورونه او سيوري دي. د ذات الهی (الله پاک) څخه د تخليق عالم پوري پړاوونه ته سته نزول وئيل کيږي. د انسان د خاوري د دې وجود څخه روحاني پر مختګ کول، او د الله پاک په طرف رجوع کولو ته عروج ويل کيږي. د کوم انتها چې د حضور معراج ته تګ دی. په بالا شعر کې شيدا د خپل پير په اړه وائي چې د قوت متخيله يعني د تفکر له لاري هغه د عروج په ټولو مرتبو قايم پاته شو او د نزول په عالم کې هم هغه يو لويه هستي وه. (16)
تر قدم ئې آسمان تحت ؤ
مشاهد د ذات بحت و (۹۲)

دا شعر هم لږ تشريح غواړي.
تحت: (ع) لاندي، جمع تحوت، د فوق ضد
په تحت او اسفل کې توپير دا دی چې تحت په منفعل کې وي او اسفل په متصل کې وي.
مشاهد: (ع) د شهاده څخه، کتونکی، د شهود و شهادت معنا د ده مخته موجود اوسېدل او په دا ډول مخته اوسېدل چې مشاهده ئې کوالائی شي ياني چې نظر کار کوي. هغه که د بصارت له لارې وي يا بصيرت.
ذات بحت: (ع) د ذات الهی هغه مرتبه چې هغه کنز مخفي ؤ. و دغه ته مرتبه شي. نشرط لا، او وجود مطلق هم ويل کيږي کوم چې د زمان و مکان څخه بې نياز وي او د رنګ و بو مبرا وي.
په دې شعر کې شيدا د خپل پير د تصوف د هغه مقام خبره کوي چې د تصوف ډېر منزلونه ئې تر سره کړي دي او د عرفان په هغه مقام ولاړ دی.چې آسمان هم د ده تر قدم لاندي دی او د هغه ذات مشاهده کوي کوم چې ذات بحت دی او د زمان و مکان د قيد څخه وتلي هستي ده دا شعر د شهوديت بشپړه احاطه کوي.
کاظم خان شيدا د شهوديت د نظرئې د مجدد الف ثاني او خپل پير غلام معصوم د منقبت ويلو سره سره د خپلې روحاني سلسلې يو ښوونځي نقشبنديه په اړه هم يوه اوږده قصيده ليکلي ده چې د خپل ځان څخه ئې د حضرت ابو بکر صديق او حضور پوري ئې د (۳۰) شعرو (بندو) په مرسته رسولې ده.
کړم په اسم د الله شروع د قال
چې باله رحمن رحيم شي متعال

سلسله د نقشبند پس له دې وار وه
چې په سمع ئې حاصل شي درته حال

پير مې شاه ولايت غلام معصوم دی
مقتدا د زمانې قطب الرجال

د دۀ پير صبغة الله دی هم ئې جد دی
چې قيوم ؤ ، د خپل عصر په کمال (۹۹۷)


د تصوف په لار کې د کاظم خان شيدا او څمکنو د ميا عمر هم خپلو کي اړيکې وې. حضرت مياڼ عمر چې د هندي سبک د نوموړي شاعر محمدي صاحبزاده پلار ؤ. په دولسمه هجري پېړۍ کې يو لوئ ولي او ستر ملا تېر شوی دی (17). ميا عمر او شيدا دواړه د نقشبنديه سلسلې څخه وو. مياڼ عمر له شاعري سره د طريقت لاروی او په تصوف کې ئې د شېخ لاهوري بلخاري يا بالغاري لاس نيوی کړی وو. ميان عمر هم د شيدا په ډول د نقشبنديه لړۍ په نظم کې ليکلې وه. (18)

دا بيان کرسي نامه د نقشبنديه ده
له حضرت صديق ته ما پوري پونده ده

شېخ احمد فارضي او سر هندي
په کمال شه، د ده راز ارجمندي


شيدا و حضرت ميان عمر ته ډېر احترام او درناوی درلودی. حضرت ميان عمر د هغو لسو کسانو څخه يو دی چې شيدا ئې د مړينې د تاريخ اشعار ويلي دي. او يو نه دوه ځايه ئې په جلا جلا طرز راوړي دي.
ميان عمر په خپل دوران کې
چې کشاده ئې د فيض باب وو

شاه و ګدا ئې په در حاضر وو
مرجع د خلقو ، عالم ماب وو

تاريخ ئې دا دی د رحلت واوره
شيخ اجل وو، قطب اقطاب وو


د مړيني نېټه (۱۱۹۰ﻫ) (19)
د شيدا د وحدت الشهود په اړه د دې قطعې په راوړولو به خبره را لنډه کړو ځکه د شيدا په دې قطعه کې د سوچ و فکر لپاره ډېر څه موجود دي.


هغه طنازه جلوه مغروره ده
مجازه نه شوه پر ده معذوره ده

هاله به څه وو ، که ئې حجاب نه وی
جهان ئې وران کړه جمله مستوره ده(۸۴۶)

مستور: (ع) پټ
طناز: (ع) مذکر، طنز کوونکی، شوخ، چالاک
معذور: (ع) فريب خوړونکی، په درواغو غولول شوی، متکبر
غرور: (ع) دهوکه باز، چل ولي، شيطان
غرور: (ع) خوشامد کول، په درواغو ساتل، تکبر، ظاهري شان
مجاز: (ع) له مخه وتل، تېرېدل، تمثيل، استعاره، تقليد
بطن: (ع) دننه، نس، خېټه

انوارالحق د دې رباعي تشريح داسې کړې ده چې په دغه کې د ذات صفات، حقيقت و مجاز او د ظهور او د بطون مسئله وړاندې شوې ده.
په عالم شهود کې هيڅوک د زمان و مکان، رنګ و بوئ، قامت و جسامت، حسن و قبح د معيار او اقدار مقام پخپله خپلولولئ نشي دا ټول صفات د يو ذات چې واجب الوجود دی، د هغه مظاهر دی. هغه دومره رنګين مظاهر لري چې پخپله بې رنګ او ساده، بې کېف و کم او بې يقين او تقيد دی. نو ځکه اصلي جلوه د هغه ذات وحدت ده. څوک چې د صفاتو په لباس کې پټ معلوميږي. لاکن په ظهور يا ښکاره کېدو څخه د ده په بطون باندې هيڅ فرق يا کمي نه پرېوځي.
دلته شيدا وائي چې جلوه طناز په خپل ظهور (راتګ) باندې مغروره دی چې دۀ و عالم ته څه رنګه دهوکه ورکړي ده دی هيڅ يو پړدې پټ کړی نه دی بلکې دی پخپله و عالم مجاز ته راغلی نه دی. کوم شی چې عالم مجاز ته راغلی دی هغه تش صفاتي لباس دی. بيا مخته شيدا وائي که چيري دا پړدې زموږ د ده (د الله پاک) تر ميان نه وې نو خدای خبر زمونږ به څه انجام شوی وای چې ده پدغه پټ يا د پړدې په حالت کې ټوله نړۍ ويرانه کړې ده. ويران کول په دې معنا چې په اوسني کائېنات کې ئې د هغه وجود وړی دی. او چې وجود ئې (سلب) وړی دی نو صفات به ئې چيرې وي او دغه فريب خوړونکو ته پخپله ځان موجود ښکاره کيږي.(20)
په اسانه ټکو کې دلته د شهوديت خبره شوې ده او شيدا وائي چې هغه ذات (خدای پاک) څومره وياړمن دی چې پخپله په ښکاره دې نړۍ ته نه راځي او په پړدو کې پټ دی. د هغه سربېره د دۀ باچهي په ټوله کائېنات خوره ده. هغه وخت به څه کېدل که چېرې زمونږ د خالق تر ميان دغه حجاب (پړدې) نه وای. دۀ ځان پټ ساتلی دی لائق د هغه برسېره ئې جهان وران کړی دی. ياني د دوئ جسمونه ئې له نړۍ پورته کړي دي.
شيدا د وحدت الوجود سره سره د وحدت الشهود هم پلوئ دی. ځکه د حضرت امداد الله مهاجر مکي هغه وينا چې شهود بعينه وجود دی مګر همه اوست په اصل کې هم از اوست دی يعني ګويا اصلي مسئله د شهوديت ده خو خلګ ځيني وجوديت جوړوي په قول دواړو ته شيدا يو نظر لري ځکه مونږ د ويلای شو چې د رحمان بابا او پير محمد کاکړ په څېر د شيدا په ديوان کې د دواړو نظريو (وحدت الوجود او وحدت الشهود) شعرونه په پراخ مټ کارول شوي دي لاکن د شهوديت منونکو او وړاندې کوونکو په هکله منقبات او اشعار وئيل د شيدا د شهوديت و خوا ته زياته نزديکت ښکاره کوي. دا چې د کاظم خان شيدا ټول ديوان د تصوف څخه دومره ډک دی چې د نور و انوار چينې ځيني را خو ټکيږي. دا له موږ څخه څو معياري، معنوي او د عالمي معيار پي ايچ ډي مقالې غواړي چې د شيدا دا اړخ هم نړۍ ته څرګند شي.

جمعرات ۱۶م د فروري ۲۰۱۷





















اخذ ليکونه

۱:غلام علی چودھری، طریقت کی حقیقت (حصہ اول)، البدر پبلی کیشن اردو بازار لاہور، مخ 14
۲:میر عبدالصمد خان، شاعر ، انسانیت، رحمان بابا، عظیم پبلشنگ هاؤس، خیبر بازار ، پېښور، طبع سوم ۱۹۸۴ء مخ ۱۷۴
۳: ژان پول سارتر: وجوديت او انسان دوستی، ژباړن: ظهور الحق شېخ، "نئی تنقيد"، صديق کليم، نېشنل بک فاؤنډېشن، اسلام آباد
۴: ښکلی اجمل پوهيالي: تصوف او ادب، صخيم ادبي ټولنه کابل، خپرنيزلړ ۱۸، ۱۳۸۹ء، مخ ۲۷-۲۶
۵: غلام علی چودھری، طریقت کی حقیقت (حصہ اول)، البدر پبلی کیشن اردو بازار لاہور،(۹ مخ ۸۰ ماخذ المقاصد حسنہ، مخ 416، الموضوعات الکبیر مخ 72)
۶: تابان لياقت ډاکټر: د حميد او شمس الدين پر تليز جاج، د تصوف خاوندان، ملګري ليکوال کوټه، اګست ۲۰۱۱م\ ۱۳۹۰ل، مخ ۳۲۹
۷: ښکلی اجمل پوهيالی تصوف او ادب
۸: تابان لياقت ډاکټر، د تصوف خاوندان، د حميد او شمس الدين پر تليز جاج، مخ ۳۳۱
۹: د شمس الدين کاکړ ديوان: سريزه او وئې پانګه د مرستيال ستر محقق نصرالله ناصر او محقق بسم الله حقمل، د خوست خپلواکه فرهنګي ټولنه د لو ۱۳۸۴ل مخ ۳۳
۱۰: د عبدالحميد مومند ديوان، سمون، سريزه، څرګندونه او لغت نامه زلمی هېواد مل د افغانستان د علومو اکادمي پښتو ټولنه کابل ۱۳۶۳ﻫ ش، ۱۹۸۳ع، مخ ۲۹۶ او ۱۴۲
۱۱: غزنوي خاطر، ژباړن ذبيح الله احسان "حمزه پېژندنه" ښکليه که دا غواړې چې حمزه څوک دی؟ سالنګ کتاب خپرونکی، مخ ۱۴۰ (داستان امير حمزه شينواري، اردو)
۱۲: ديوان کاظم خان شيدا: مرتب و مترجم سيد انوار الحق، يونيورسټي بک ايجنسي خېبر بازار پښاور، مخ ۵۸۶
نوټ: د شيدا راووړي ټول شعرونه مي له دې کتاب څخه اخيستي دي.
۱۳: واسطي واصل: ادبي مقالې لومړی ټوک پښتو ادبي غورځنګ، کوټه، جنوري ۲۰۰۹ء مخ ۸۲
۱۴: تابان لياقت ډاکټر: د حميد او شمس الدين پر تليز جاج، مخ ۳۳۱
۱۵:واسطي واصل: ادبي مقالې، مخ ۸۴
۱۶:ديوان کاظم خان شيدا از سيد انوارالحق مخ ۹۲-۹۱
۱۷: ښکلی اجمل پوهيالی: تصوف او ادب مخ ۷۵
۱۸:ايضاً، مخ ۷۵
۱۹: ديوان کاظم خان شيدا: از سيد انوار الحق، مخ ۱۰۵۱
۲۰: ايضاً، مخ ۹۴۷-۹۴۶


Comments

Popular posts from this blog

farooq serwer preface regarding novel

The history and pashto programs of Quetta radio station.by Dr,Liaquat Taban

ادب او سیاست د پښتون تر درشله