شيدا د تصوف د کومي نظریې پلوی دی؟. لومر ی قسطpart one .Kazim khan shaida alegened pasto poet
شيدا د تصوف د کومي نظریې
پلوی دی؟
تصوف د ډېرو معناؤ سربېره يوه معنا د قربت او يو والي هم لري. د تصوف مقصد د خدای پاک په ذکر کې زړۀ لګول دي چې د ده په چپه په زړۀ کې د بل شي طلب پاته نه شي. د صوف کلمه له صفا، صف ،اهل صفه او صوف څخه اخيستل شوې ده چې معنا ئې د اون ده يعني چې څوک د وړۍ کالي واغوندي او له دنيا کناره شي.
قرآن پاک و صوفيانو ته د فقراء خطاب ورکوي
اللفقرء المهاجرين الذين
ژباړه: هغه مهاجر و فقراء چې له خپلو کورونو ايستل شوي دي .
د تصوف دارږښت په اړه دا ويلای شو چې د انسان لوئي او پر مختګ د دوو شيانو جسم او روح سره تړلی دی او د هر يوه دوې برخې وي. ظاهري او باطني (ښکاره او پټ) د انسان ظاهري خوا له بهرني چاپېريال او باطن ئې له ذهني چاپېرياله خړوبيږي اديان هم د ظاهر و باطن دا د وېښ مني او اسلام دې ته د طريقت او شريعت نومونه ورکوي چې يو په عبادت اوکړو وړو او بل په سلوک او تفکر پوري اړه لري. په اسانه ټکو کې شريعت، لمانځه، روژه، زکات، حج اود نورو عباداتو لار ده. او طريقت د باطني سپېڅلتيا، فکر او احساس له لارې د باطن پاکوالي ته وائي.
د اسلام په چپه د نړۍ په نورو مذهبونو او قامونو کې هم د تصوف ډلې شتون لري. چې نوموړي پکې يوناني تصوف، يهودي، عيسائي، جاپاني، چينيائي او هندي تصوف شامل دي.
مولانا
جامي په نفحات الا نفس کي لیکي چي
لومړی کس ابو هاشم وو چې صوفي ونومول شو. او د صوفيانو لومړی خانقاه په فلسطين کې د غره په يوه غونډۍ جوړه شوه. دا غونډۍ په رمله کې وه. او د يو زرتشتي امير د فياضۍ پايله وه چې دا نهضت پېل سو له هغه وروسته د تصوف تحريک د نړۍ هر کونج ته ورسېدی.
د علامه اقبال په تاريخ تصوف کې د ده يو قول دی چې
"د الله سره چې کومه مينه کيږي. د انسان د انجام سره سم دده سره (الله پاک) يو ځای کيږي. انسان د خدای پاک په ذات کې غرقيږي او د ده ذات د خدای پاک د ذات برخه ګرځي.
دا تصور د قرآن پاک د تصور څخه بېل دی دا نظريه د نو افلاطونيت جديد او د ايران د مجوسيت د خيالاتو سره نزدې ده. په هندوانو کې هم دغه ډول تصور دی. د دوئ د عقيدې وړاندې کله چې انسان د سپېڅلي ژوند تېرولو وروسته خپله آتما (روح) سپېڅلې کړي نو بيا دا سپېڅلې روح د خپل اصلي پر آتما (خدای) سره يو ځای کيږي. د خدای سره يو ځای کېده (وصال پر آتما) ته شانتي ويل کيږي. دا عقيده ځيني عيسائيان هم مني. د
انګرېزي نوموړي شاعر ورډز ورت هم په خپلو نغمو کې د دې نظرئې اظهار کړی دی.(1)
تصوف دوه اړخه لري يو اعتقادي او دويم عملي اړخ.
د اسلام مخکې هم د صوفيانو ډلي وې دا په هر مذهب کې وجود لري د نړۍ په هر کونج، هر مذهب او هر مسلک کې د صوفيانو ډلي شته.(2)
د فرانس نوموړي فلسفي ژان پول سارتر چا چې د وجوديت خپله مدرسه پرانستله د وجوديت د فلسفې په اړه وائي.
زموږ په اند وجوديت يوه داسې نظريه ده کومه چې انساني ژوند ممکن جوړوي. او پر دا خبره زور اچوي چې هر رښتيا او هر عمل په يوه ماحول او د انسان په داخليت دلالت کوي. (3)
سارتر د وجوديت دوې ډلي په ګوته کوي يوه ډله د عيسائي وجوديانو ده په کوم کي چې پال جيسپرز او ګېبريل مارشل غوندي کټر عيسائيان دي دويمه ډله ددهريه وجوديانو ده په کوم کې چې سارتر پخپله، هيلډېګر او د فرانس نور وجوديان شامل دي. په دې دواړو ډلو کې يوه نظريه مشترکه ده او هغه دا چې دوئ وجود په جوهر مقدم ګڼي.
د اعتقادي اړخ سره عملي اړخ هغه دی چې په هغه کې صوفيان په عملي بڼه د خدای د عبادت او پېژندګلوۍ لار او کار خپلوي. دې ډلو ته د تصوف ښوونځۍ هم ويل کيږي. چې هغو کې دا لس نوموړي دي. رفاعيه، احمديه، سوقيه، اکبريه، شاذليه، مولويه، قادريه، نقشبنديه، چشتيه، سهرورديه (4)
د تصوف په اړه ډېرې نظرئې وړاندې شوي دي لاکن دا دوې پکې د ارزښت وړ دي.
۱: وحدت الوجود
۲: وحدت الشهود
۱: وحدت الوجود: دا نظريه دا وائي چې ذات يو دی هر ځای دی او په هر څه کې موجود دی. او د هغه د وجود څخه پرته نور هر څه هيڅ او نابدو دي. د کائېنات ټوله شيان د هغه ذات مظهرونه دي.
د وحدت الوجود فلسفه د نو افلاطونيت د فلسفې څخه راوتلې ده. د اسلام څخه مخکې سکندريه او مداين د نو افلاطونيت د فلسفې مرکزونه وو. کله چې د عباسيانو په دوره کې يوناني علوم عربي او پارسي ته را واوښتو نو دغې فلسفې د وحدت الوجود رنګ واخيست. د وجود فلسفه په اسلامي حکماوو کې په لومړي ځل شېخ اکبر محی الدين ابن عربي پخپل لازوال تصنيف "فصوص الحکم" کې وړاندې کړه د دۀ دا قول چې
من عرف نفسه فقد عرفه ربه
ژباړه: چا چې خپل نفس وپېژندی هغه خپل رب وپېژندی.(5)
په لنډو ټکو کې د وحدت الوجود معنا ده. يو کېدل يعني "همه اوست" په اعتبار د وجود نه، په اعتبار د شي دی.
د ابن عربي وروسته قونوي، ابن الغارض، عراقي، مولانا رومي، خواجه معين الدين چشتي او مولانه جامي دغې نظرئې ته د خپلو سپېڅلو تبليغاتو او نېک عمل په مرسته وده ورکړه. بايزيد بسطامي، ذوالنون مصري، حسن ابن منصور، ابو بکر شبلي، داتا ګنج بخش هم د دې سلسلې مبلغين دي. (6)
د وحدت الوجود نظرئې چې چېري په ډېرو صوفيانو اغېز کړی. نو ورسره د عربي، فارسي، پنجابي، اردو، پښتو او نورو ژبو شاعرانو هم په خلاص مټ په خپلو اشعارو کې وکاروله او په دا توګه ئې د خپلې عقيدې اظهار وکړی.
په پښتو شاعرانو کې د تصوف لومړۍ کړۍ د شېخ متي غورياخيل شېخ عيسی مشواڼي، شېخ علي سرور لودي، شېخ بوستان بړېڅ، شېخ محمد صالح الکوزي څخه پېل کيږي. (7)
له هغه وروسته روښاني تحريک پېل کيږي. پير روښان پخپله د وجوديت قايله ؤ. له دۀ وروسته ارزاني، ميرزا، دولت لواڼي د اشعارو سره سره په نثر کې هم د وجوديت نظريه په خلاص مټ وخوروله. په دې ترڅ کې واصل روښاني وائي
چې له ډېرې پيدائي څه ناپديد شو
د ګمان سترګي زندې شوې له توضيح
د ګمان سترګي زندې شوې له توضيح
رحمان بابا هم د وجوديت علمبردار وو
هر زيارت لره چې ځم مراد مي ته ئې
زه زائر د بتخانې د حرم نه يم
زه زائر د بتخانې د حرم نه يم
د هندي سبک نوموړي پلوي حنان بارکزي د وجوديت په هکله داسې وائي:
مقصود يو دی په کعبه په بتخانه کښې
که سپين مخ د يار اسلام زلفې کفار هم(۸)
که سپين مخ د يار اسلام زلفې کفار هم(۸)
شمس الدين کاکړ د هندي سبک سره سره د وحدت الوجود د نظرئې پلوئ دی او وائي:
زما د عشق په مذهب سم راسره درومي
مسلمان دی که هندو دی که جهود(۹)
مسلمان دی که هندو دی که جهود(۹)
د هندي سبک سرخېل حميد مومند هم د وحدت الوجود د نظرئې قايله دی او وائي
توري زلفې ، سپين رخسار د نګار وينم
د جهان په هر سفېد په هر سياه کې
که کعبې که بت خانې ته تګ و پوی کړم
زما بل ديار له مخه مقصود نشته(۱۰)
د جهان په هر سفېد په هر سياه کې
که کعبې که بت خانې ته تګ و پوی کړم
زما بل ديار له مخه مقصود نشته(۱۰)
حمزه بابا د خاطر غزنوي سره په يوه مرکه کې ويلي ؤ
"زه د وحدت الوجود نظريه خوښوم چې د قرآن د دعوه وحدت انسانيه منونکې ده. رسول الله هم پخپله آخره خطبه کې فرمايلي ؤ تاسو ټول د آدم اولاد ياست او آدم له خاورې جوړ شوی دی. نو ښکاره ده چې ماده هم يو "وحدت الوجود" دی.(۱۱)
راشئ اوس دا وګورو چې کاظم خان شيدا د وحدت الوجود په اړه څه وائي.
د وحدت جلوه په زړۀ د مشرک څه کا
د يوه ليده محال دی په احول(۲۴۲)
د يوه ليده محال دی په احول(۲۴۲)
احول(ع) د حولت څخه حولا، چپک، دوبين چې څوک دوه شيان په يوه سترګه ويني.
شيدا په دې شعر کې وائي چې د وحدت (خدای) ليدل د مشرک لپاره ګرانه ده ځکه چې چپک سړی يو نه ويني هغه ته هر شی دوه دوه معلوميږي يعني يو څوک چې پخپل زړۀ کې څو څو شيانو ته ځای ورکوي هغه د يو وجود وجديت څنګه زغملی شي.
په دويم شعر کې شيدا په ډاګه د وحدت الوجود خبره کوي
معنوي نزاع ئې نشته په الفاظ کې
زمزمه چې تل په دېر او په حرم شي (۵۸۶)(۱۲)
نزاع (ع) جهګړه، اختلاف
دير(ف) بت خانه ګرجاګر
په دې شعر کې شيدا وائي چې په لفظو کې هيڅ معنوي جګړه نشته په هغه زمزمه کې چې هر وخت په درمسال او حرم کې ږغيږي. شيدا په دې شعر کې وحدت الوجود نظريه راخيستي او د دير
و حرم ښکاره امتياز ئې په ګډه يو ځای ثابت کړی دی چې هر ځای د يو وجود خبره کيږي. او د لفظو تير و بير کول څه ارزښت نه لري.
چې په ملک کې دي وجود دی
بهره مند دي تا په جود دی (۲۶)
بهره مند دي تا په جود دی (۲۶)
بهره مند: (ف) خوش نصيب، چاته چې برخه رسېدلي وي.
جود: (ع) جاد، جود: عطا کول، بخشش، فېض، سخاوت، کرم
شيدا په دې شعر کې د وجوديت په هکله وائي چې ستا (الله پاک) په بادشاهي کې چې د هر چا هستي ده يا ژوند کوي هغه صرف او صرف ستا د کرم له کبله دي ولي چې وجود يودی او نور چې په کائېنات کې هر څه دي هغه د دۀ د وجود له برکاتو څخه دي يعني د يو وجود څخه ټول کائېنات برخمن دی.
دغه ډول شيدا په لانديني شعر کې هم د وجوديت صفا خبره کوي او وائي چې ماهی چې هيڅ لاس و پښې نه لري هغه ته هم ستا د فيض له کبله روزي و رسيږي.
که بې دست و بې پا حوت دی
بهره مند دي تا په جود دی (۲۶)
بهره مند دي تا په جود دی (۲۶)
حوت: (ع) ماهی، (جمع) حيتان
د وحدت الوجود په اړه شيدا په دې هم صبر نه کوي او مخته يو بل ځای وائي
چې روشن ئې په انوار تمام جهان شه
لا ئې پروت لکه آفتاب په مخ نقاب دی (۶۳۸)
لا ئې پروت لکه آفتاب په مخ نقاب دی (۶۳۸)
شيدا په ډېرو صفا تورو کي د وحدت د يو وجود خبره کوي او وائي چې ټول جهان خو د دۀ (الله پاک) د نور څخه تابانه شو لاکن تر اوسه پوري د ده پر مخ نقاب لکه د لمر خور دی.
موږ ولوستل چې د پښتو کلاسيک زياترو شاعرانو د وحدت الوجود په اړه په عقيدوي او عملي توګه د اشعارو په ژبه اظهار کړی دی.
دا چې شيدا د وحدت الوجود ټينګ پلوئ دی. خو د دې تر څنګ شيدا په تصوف کې نور هم مخته تللی دی. دا به هم مخته ګورو خو راشئ د تصوف د دويمې نظرئې په اړه لږ خبره وکړو.
۲:وحدت الشهود:
په اتمه هجري پېړۍ کې حافظ ابن تيميه او د ده شاګرد حافظ ابن القيم د وجوديت په فلسفه سخت تنقيدونه وکړل. په دويمه الفيه کې شيخ احمد سر هندي مجدد الف ثاني پر وجوديت سخت اعتراضات وکړل.
د وحدت الشهود معنا يو ليدل (همه ازاوست) دی.
مجدد الف ثاني وائي چې کله په يو عاشق يو کېفيت راشي چې د دۀ هر ځای خپل معشوق تر سترګو کيږي. او دی نور شيان نه ويني لاکن د دۀ په نه ليدلو دا نه لازميږي چې نور شيان نشته. د بېلګي په ډول د لمر په راختلو ستوري پټ شي لاکن دا دعوه به باطله وي چې ستورو وجود له لاسه ورکړ هم دغه شان الله تعالی د وجود مشاهده هر وخت هر ځای کول دا نه لازموي چې د نورو شيانو وجود عدم دی.
کوم خلق چې د وجوديت قايله دي د هغو د فلسفې بنياد دا دی چې وجود تقسيم نه قبلوي لاکن دا دعوه پخپله محل نظر ده هغه وائي چې لکه رسۍ ته غوټه ورکول، له رسۍ بېل وجود نه لري. دغه شان د کائېنات وجود د الله د وجود څخه بېل حقيقت نه لري مګر شهوديان وائي بيا به د تخليق کائېنات څه مفهوم وي؟ په دې ترڅ کې حکيم الامت حضرت اشرف علی تهانوي ليکي چې زما مرشد حضرت امداد الله مهاجر مکي ويل چې شهود بعينه وجود دی مګر همه اوست په اصل کې همه از اوست دی. يعني ګويا اصلي مسئله د شهوديت ده. خو خلګ ځيني وجوديت جوړ وي.(13)
د وحدت الوجود او وحدت الشهود د نظرئې په اړه دا مباحث تر ډېره په تقريرونو او تحريرونو کې وچلېدل چې زياتره بيا د يو بل د ذاتي دښمنۍ او بدنامولو لپاره وو.
موږ چې کله د پښتو د پخوانيو شاعرانو ديوانونه پلټو نو په دې اړه ځيني نوي نوي نظرونه په مخه راځي لکه:
د خوشحال بابا په ديوان کې د وحدت الوجودد نظرئې څرک نه ليدل کيږي، خوشحال بابا د واصل روښاني د وحدت الوجود په اړه دا شعر:
چې له ډېرې پيدائي څه ناپديد شو
د ګمان سترګي ړندې شوې له توضيح
د ګمان سترګي ړندې شوې له توضيح
په خپل ديوان کې دا شعر د وحدت الشهود د اثبات لپاره په خپلو تورو کي داسې را اړولی دی.
ننداره د هغه مخ کړم په هر څه کې
چې له ډېرې پيدائي څه نا پديد شو (۱۴)
چې له ډېرې پيدائي څه نا پديد شو (۱۴)
دغه ډول د رحمان بابا او پير محمد کاکړ په اشعارو کې د وحدت الشهود اشعار هم موندل کيږي.(۱۵)
د کاظم خان شيدا په کلام کې د وحدت الشهود خبره به داسې پيل کړو چې شيدا ټول (۷) منقبات ويلي دي چې په هغو کې يو د وحدت الشهود د نظرئې وړاندې کوونکې مجدد الف ثاني په عقيدت کښي وئيلي دي.
چې سر هند ئې پاک مولد دی
مجدد شېخ احمد دی
مجدد شېخ احمد دی
په تجديد ئې عالم ستائي
دا منصب ورباندي ښائي
دا منصب ورباندي ښائي
په وجود ئې دين تازه شو
دين تازه يقين تازه شو(۸۳)
دين تازه يقين تازه شو(۸۳)
په دغه منقبت کې شيدا د وحدت الشهود په اړه داسې وائي:
هيڅ خفي نه دی جلي دی
په نصيب د دې ولي دی
په نصيب د دې ولي دی
خفي: (ع) د اخفاء څخه، پټ باطن
جلي: (ع) روښان، تابان، ظاهر
په اووو منقبتو کې شيدا يو منقبت د خپل پير حضرت غلام معصوم په عقيدت کې ليکلی دی. حضرت غلام معصوم په اووم پشت کې حضرت شېخ احمد مجدد الف ثاني د کوسي زوئ (کودی) دی.
شيدا خپل پير ته د عقيدت داسې ګلونه وړاندې کوي.
لکه نمر په جهان سلوم دی
زما پير غلام معصوم دی
عجب شاه د ولايت دی
بلکې ماه د هدايت دی(۸۸)
بلکې ماه د هدايت دی(۸۸)
په دغه منقبت کې دا شعر د شيدا په شهوديت ګواهي ورکوي.
په عروج د خيال همتاز ؤ
د نزول په حال ممتاز ؤ
د نزول په حال ممتاز ؤ
عروج: (ع) ختل، معراج په معنا د پوړۍ يا زينې
همتاز: (ف) تېز، تند
ممتاز: (ع) بېلول، توپير، تميز
په دې شعر کې د قرآن مجيد دې آيت ته اشاره ده چې
تميز من الغيظ
يعني له خشم څخه و پټکېدی
د حضرت محمد لومړۍ تجلي د عالم نزول په خوا ښکاره شوه. دې ته حقيقت محمديه او برزخ کبری ويل کيږي. بيا د وحدت الوجود د دويمې تفصيلي تجلي مقام يا مرتبه راځي. دا مقام د وحديت دی. او دا شی د آدم يعني انسان حقيقت دی. دغه ډول په قدم قدم د عرفان دا منزلونه تر سره کېدل، بالاخر بيا ذات د اسم باطن څخه په اسم ظاهر کې ښکاره شو. دا عقيده د وحدت الوجود د منونکيو ده. د دوئ په عقيده په ذات و صفات کې د عينيت (د يو شي عين (سترګي) بل جوړېدل) رابطه شته لاکن شهوديان د ذات او صفات په اړه وائي چې ذات و صفات د يو بل څخه بېل دي. او صفات د ذات انځورونه او سيوري دي. د ذات الهی (الله پاک) څخه د تخليق عالم پوري پړاوونه ته سته نزول وئيل کيږي. د انسان د خاوري د دې وجود څخه روحاني پر مختګ کول، او د الله پاک په طرف رجوع کولو ته عروج ويل کيږي. د کوم انتها چې د حضور معراج ته تګ دی. په بالا شعر کې شيدا د خپل پير په اړه وائي چې د قوت متخيله يعني د تفکر له لاري هغه د عروج په ټولو مرتبو قايم پاته شو او د نزول په عالم کې هم هغه يو لويه هستي وه. (16)
تر قدم ئې آسمان تحت ؤ
مشاهد د ذات بحت و (۹۲)
مشاهد د ذات بحت و (۹۲)
دا شعر هم لږ تشريح غواړي.
تحت: (ع) لاندي، جمع تحوت، د فوق ضد
په تحت او اسفل کې توپير دا دی چې تحت په منفعل کې وي او اسفل په متصل کې وي.
مشاهد: (ع) د شهاده څخه، کتونکی، د شهود و شهادت معنا د ده مخته موجود اوسېدل او په دا ډول مخته اوسېدل چې مشاهده ئې کوالائی شي ياني چې نظر کار کوي. هغه که د بصارت له لارې وي يا بصيرت.
ذات بحت: (ع) د ذات الهی هغه مرتبه چې هغه کنز مخفي ؤ. و دغه ته مرتبه شي. نشرط لا، او وجود مطلق هم ويل کيږي کوم چې د زمان و مکان څخه بې نياز وي او د رنګ و بو مبرا وي.
په دې شعر کې شيدا د خپل پير د تصوف د هغه مقام خبره کوي چې د تصوف ډېر منزلونه ئې تر سره کړي دي او د عرفان په هغه مقام ولاړ دی.چې آسمان هم د ده تر قدم لاندي دی او د هغه ذات مشاهده کوي کوم چې ذات بحت دی او
د زمان و مکان د قيد څخه وتلي هستي ده دا شعر د شهوديت بشپړه احاطه کوي.
Comments
Post a Comment